Skip to main content
This is the USCIS preview website. Visit uscis.gov for the official USCIS site.
USCIS Response to Coronavirus (COVID-19)
U.S. flag
An official website of the United States government    Here's how you know
Español
Multilingual Resources
Official Government Website

Official websites use .gov
A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure Website

Secure .gov websites use HTTPS
A lock ( A locked padlock ) or https:// means you've safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
 
Sign In  
Access USCIS online services.
  • Sign In
  • Create Account
Sign In
Create Account
Horizontal Menu
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
  • Contact us
  • Multilingual Resources
  • Ask Emma
Main navigation
Skip to main content
  • Humanitarian
    • Abused Spouses, Children and Parents
      • Questions and Answers
    • Consideration of Deferred Action for Childhood Arrivals (DACA)
      • Filing Tips for Deferred Action for Childhood Arrivals
      • Frequently Asked Questions
    • Deferred Enforced Departure
      • DED Granted Country - Liberia
      • DED Granted Country – Venezuela
      • DED Granted – Certain Hong Kong Residents
    • Information for Afghan Nationals
    • Uniting for Ukraine
      • Frequently Asked Questions About Uniting for Ukraine
    • Humanitarian Parole
      • Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
      • International Entrepreneur Parole
      • Parole Processing
      • Haitian Family Reunification
      • Filipino World War II Veterans Parole Program
      • Cuban Medical Professional Parole (CMPP) Program
      • Cuban Family Reunification
    • Refugees and Asylum
      • Refugees
        • Refugee Eligibility Determination
        • Refugee Adjudications: Policy and Procedures
        • Refugee Processing and Security Screening
      • Asylum
        • Affirmative Asylum Frequently Asked Questions
        • Affirmative Asylum Interview Scheduling
        • Asylum Merits Interview with USCIS: Processing After a Positive Credible Fear Determination
        • Establishing Good Cause or Exceptional Circumstances for Rescheduling Affirmative Asylum Interviews
        • FACT SHEET: Implementation of the Credible Fear and Asylum Processing Interim Final Rule
        • Types of Affirmative Asylum Decisions
        • The Affirmative Asylum Process
        • Preparing for Your Affirmative Asylum Interview
        • Obtaining Asylum in the United States
    • Special Situations
    • Temporary Protected Status
      • Afghanistan
      • Burma (Myanmar)
      • Cameroon
      • El Salvador
      • Haiti
      • Honduras
      • Nepal
      • Nicaragua
      • Syria
      • Somalia
      • Sudan
      • South Sudan
      • Ukraine
      • Venezuela
      • Yemen
    • Victims of Human Trafficking and Other Crimes
      • Victims of Criminal Activity: U Nonimmigrant Status
      • Victims of Human Trafficking: T Nonimmigrant Status
      • Resources for Victims of Human Trafficking and Other Crimes
    • Female Genital Mutilation or Cutting (FGM/C)
    • Forced Marriage
Breadcrumb
  1. Home
  2. Humanitarian
  3. Humanitarian Parole
  4. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
  5. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole (Pashto)

Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole (Pashto)

English

افغانانو ته د مشروطې اقامې (Parole) له‌پاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته د غوښتنليک وړاندې کولو په اړه معلومات

شالید:

که چېرې تاسې له متحده ایالاتو څخه  بهر یاست،  ښايي تاسې یا بل کس ستاسو په استازيتوب تاسو ته د عاجلې بشري یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو پر بنسټ، د لنډمهالې مودې لپاره، متحده ایالاتو ته د داخلېدلو د مشروطې اقامې غوښتنه وکړي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د قضیې – پر – قضیې پر بنسټ د داخلېدلو مشروطه اقامه ورکوي او په داخل کې د اوسېدلو موده ټاکي. په داسې حال کې چې دغه مشروطه اقامه په متحده ایالاتو کې د لنډمهاله قانوني اوسېدنې اجازه ورکوي، دا د کډوالۍ حیثیت نه لري او نه هم قانوني او دایمي اوسېدنې (گرین کارت) یا د کډوالۍ کوم بل قانوني حیثیت ترلاسه کولو ته لار هواروي. که چېرې داخلېدلو مشروطه اقامه  ترلاسه کړئ، نو به د منل کېدو لپاره غوښتونکي پاتې شئ او که چېرې مستحق یاست، ښايي په متحده ایالاتو کې د قانوني حیثیت لپاره غوښتنه وکړای شئ.

په افغانستان کې ميشت افغانان:

که چېرې په افغانستان کې یاست، ښايي په‌خپله یا کوم بل څوک تاسو لپاره د مشروطې اقامې غوښتنه وکړي. اوسمهال موږ نه شو کولای چې د مشروطې اقامې د غوښتنې پروسه مو په داسې حال کې چې په افغانستان کې یاست بشپړه کړو. ځکه چې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت بند دی او په افغانستان کې ټول قونسلي خدمتونه ځنډېدلي دي. که چېرې موږ پرېکړه وکړو، چې تاسو د مشروطې اقامې لپاره مستحق یاست، نو تاسو ته به خبر درکړو، چې باید زموږ له لورې ستاسو د مشروطې اقامې د غوښتنې تر بشپړې پروسې مخکې له افغانستان څخه داسې يوه بهرني هېواد ته د سفر لپاره چمتووالی ونیسئ چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په‌کې موجوده وي.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره اوسمهال له تاسو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته نه شي کولای. که چېرې تاسو هغه مهال په افغانستان کې واست چې د مشروطې اقامې لپاره مو غوښتنه کړي،  او بیا له افغانستان څخه ووځئ، په مهرباني سره د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د خپل نوي موقعیت په اړه خبر ورکړئ. که چېرې تاسو د مشروطې اقامې د یوه پیاوړي ذینفع په توګه د اضافي طی مراحل لپاره کوم درېیم هېواد ته سفر وکړئ، موږ به د مشروطې اقامې  لپاره ستاسو پر غوښتنه تر ممکن حده چټک کار وکړو. سره له دې، تاسو باید هلته د څو میاشتو تېرولو لپاره چمتووالی ولرئ.

له افغانستان څخه بهر افغانان:

د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري، د ياد هېواد د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې سره تر هغه مهاله ستاسو د مشروطې اقامې  د غوښتنې د طی مراحل په بشپړولو کې مرسته نه شي کولای، چې د قضیې لومړنۍ پروسه بشپړه نه کړي. که چېرې موږ وپوهېږو چې د مشروطې اقامې  لپاره مستحق یاست ، ستاسو د خبرولو لپاره به یو لیک خپور کړو، چې موږ ستاسو قضیه د اضافي طی مراحل لپاره د متحده ایالاتو سفارت ته راجع کړې ده. په دغه اضافي طی مراحل کې به ستاسو د ګوتو د نښو اخیستل او اضافي معاینه شامله وي. که چېرې کومه استثنا نه وي، مخکې تر دې چې متحده ایالاتو ته مو سفر تصدیق شي،  باید د پېنل د یوه ډاکټر له لورې له طبي سکریننګ څخه تېر او په‌خپل لګښت واکسینونه وکړئ.

که څه هم موږ په چټکۍ سره د مشروطې اقامې  د ټولو بيړنيو غوښتنو د طی مراحل هڅه کوو، خو ښايي دغه کار څو میاشتې وخت ونیسي. موږ اوسمهال د هغو افغانانو د مشروطې اقامې  غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې له افغانستان څخه بهر دي او  د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې یې پروسې بشپړې شوي هم دي، خو په افغانستان کې دننه افرادو لپاره هم د مشروطې اقامې  غوښتنلیکونه طی مراحل کوو.

اصطلاحګانې:
  • عارض: هغه شخص چې له متحده ایالاتو څخه بهر د یوه فرد په استازیتوب، چې د مشروطې اقامې  غوښتونکی وي (یا بیا ځلې مشروطه اقامه  څنګه چې لاندې تشرېح شوي دي) د I-131 فورمې، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک ډک کړي. عارضان هغه خلک دي، چې د ځان لپاره د I-131 فورمه ډکوي.
  • ذینفع: ذینفع ښايي له متحده ایالاتو څخه بهر یو فرد وي چې مشروطه اقامه  ترلاسه کوي او یا په متحده ایالاتو کې دننه یو شخص وي چې د بیا ځلې مشروطې اقامې  غوښتنه کوي.
  • سپانسر: سپانسر هغه شخص ته ویل کیږي چې د مشروطې اقامې  غوښتونکي ذینع لپاره مالي ملاتړ چمتو کوي او د دې لپاره د I-134فورمه، د ملاتړ تحلیف پاڼه (پي ډي ایف، 463.53 KB) (PDF, 540.52 KB) ډکوي.
  • مشروطه اقامه  درلودونکی: هغه شخص دی چې په متحده ایالاتو کې اوسېدو لپاره مشروطه اقامه  ورکړل شوي وي.
په شرایطو برابر کسان:

د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو اداره ښايي د بیړني بشردوستانه یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو له مخې د وګړيو لپاره د قضیې – پر – قضیې پر بنسټ د داخلېدلو د مشروطې اقامې  په ورکولو کې له احتیاط څخه کار واخلي، څو په شرایطو برابر کسان د یوې لنډمهالې مودې لپاره متحده ایالاتو ته راشي.

موږ، د مشروطې اقامې  غوښتوونکيو هڅوو، چې د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې مشروطې اقامې  غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼه ولولي. په پوره پاملرنې سره د هغه ثبوت بیاکتنه مهمه ده، چې  ښايي د مشروطې اقامې  د ملاتړ یا غوښتنې لپاره ورته اړتیا ولرئ. که چېرې  د غوښتنې په پیل کې ټول اړین اسناد او ثبوتونه وسپارئ، نو کولای شو چې ستاسو غوښتنلیک په ډېر چټک او اغېزناک ډول طی مراحل کړو.

هغه افغانان چې د توکم، مذهب او ملیت له یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې سره د تړاو یا سیاسي نظریې له امله په تېر وخت کې ګواښل شوي وي یا په راتلوونکي کې له ګواښ سره مخ وي، د کډوالو د بیا مېشتېدنې په اړه دې د لاندې  معلوماتو بیاکتنه وکړي:

دا د امريکا پالیسي ده، چې د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلېدلو پروګرام (USRAP) له لارې د هغو افغانانو په ګډون چې خوندیتوب ته اړتیا لري، افغانانو ته د خوندیتوب اړتیاوې طی مراحل کړي. سره له دې، په ځینو محدودو شرایطو کې د خوندیتوب اړتیاوې دومره مهمې وي، چې د یوه کوربه حکومت یا د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلېدلو پروګرام (USRAP) له لارې د خوندیتوب ترلاسه کول یو واقعبینانه انتخاب  نه وي. د خوندیتوب اړتیاوو پر بنسټ د مشروطې اقامې  غوښتنو لپاره، د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې مشروطې اقامې  غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ او پر هغه برخه کلېک وکړئ چې خوندیتوب لپاره متحده ایالاتو ته له راتګ سره تړاو ولري. دا د ثبوتونو د تصدیق د ډولونو په ګډون، د هغو اړونده ثبوتونو بېلګې چمتو کوي، چې تاسو به د مشروطې اقامې  د یوې غوښتنې ملاتړ لپاره ورته اړتیا ولرئ.

کله چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره، مشروطې اقامې  لپاره د عاجلې بشردوستانه او مهمې عامه ګټې لاملونه ارزوي، د مشروطې اقامې  نو د یوه ذینفع لاندې ځانګړتیاوې به یوه پیاوړی مثبت فکتور وي:

  • د متحده ایالاتو تابعیت درلودونکي شخص د کورنۍ نږدې غړی (مېړه/ ښځه، تر 21 کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان، او مور او پلار)؛
  • د متحده ایالاتو د یوه قانوني دایمي استوګن د کورنۍ نږدې غړی (مېړه/ ښځه، تر 21 کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان)؛
  • په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې محلي کارکوونکي او د هغوي د کورنۍ نږدې غړي (مېړه/ ښځه، تر 21 کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان)؛
  • د کډوالۍ د ځانګړې وېزې (SIV) غوښتونکي، چې د ماموریت د مشر له لورې یې غوښتنلیکونه ترلاسه شوي وي او د هغوي په قضیه کې شامل د کورنۍ نږدې غړي؛
  • د هغو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي چې پخوا د (OAW) له لارې په متحده ایالاتو کې مېشت شوي وي (مېړه/ ښځه، تر 21 کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان، او که چېرې بې سرپرسته ماشومان وي، د هغوي مراقبت کوونکي، چې مور او پلار یا قانوني ساتونکی په کې شامل دي،خو ورپورې محدود نه وي، او د مراقبت کوونکي مېړه/ ښځه او تر 21 کلنۍ کم عمره متکي ماشومان)؛ او
  • هغه کسان چې د سفارت د P1 راجع کولو له لارې یا د P2 ډلې راجع کولو له لارې د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلېدلو پروګرام (USRAP) ته راجع شوي وي او د ستنېدنې په څرګند خطر یا له افغانستان څخه بهر په هغه هېواد کې، چې هغوي موقعیت لري، له جدي او هدف وړ زیان سره مخ وي.
د غوښتنليک څرنوالی:

له متحده ایالاتو څخه بهر هر څوک کولای شي چې د ځان لپاره د مشروطې اقامې  غوښتنه وکړي. له دې پرته، هر څوک کولای شي چې د بل چا په استازیتوب غوښتنه وکړي؛ دا د یوه ذینفع لپاره د عارض له لورې د مشروطې اقامې  غوښتنه ګڼل کیږي. باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، څو د مشروطې اقامې  غوښتنه وکړئ. د دغو معلوماتو لپاره چې خپل غوښتنلیک چېرته واستوئ، په مهربانۍ سره زموږ د I-131 فورمې لپاره د پتو لیکل وېبپانې بشردوستانه مشروطه اقامه  برخه وګورئ.

تاسو باید د کورنۍ هر غړي لپاره یوه جلا د I-131 فورمه ډکه کړئ. سره له دې، او همدارنګه کولای شئ ټولې یو ځای په یوه پاکټ کې وسپارئ.

د فورمې ډکولو فیس د معافيت غوښتنه:

په I-131 فورمه کې باید د فورمې ډکولو فیس یا د فیس معافۍ غوښتنه شامله وي(د I-912 فورمه د فیس معافۍ لپاره غوښتنه، یا لیکلې غوښتنه وکاروئ). د فیس معافۍ غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه ووینئ. عارض باید د تحویلۍ د وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافۍ غوښتنه وکړي. که چېرې د بل چا په استازیتوب فورمه ډکوئ، د ذینفع نه، بلکې د فیس ورکولو لپاره د خپلې وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافيت غوښتنه وکړئ.

ښايي د کورنۍ اړوند ټولو غوښتنلیکونو لپاره، چې په عین وخت کې ډک شوي وي، د I-912 فورمه ډکه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه وسپارئ. د فیس د معافيت هر غوښتونکی کس باید د I-912 فورمه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي. که چېرې نه‌شئ کولای چې د یو عارض  په توګه د فیس ورکولو د وړتیا نه درلودلو ښودونکي اسناد چمتو کړئ، باید تفصیلي تشريح ورکړئ  که چېرې دغه تفصیلي تشرېح چمتو کړئ او د فیس د معافۍ لپاره مستحق یاست، نو فیس معافۍ لپاره له مرستندویه اسنادو پرته غوښتنه وکړئ.

ژمن‌ليک:

باید د مشروطې اقامې  له هرې غوښتنې سره د I-134 فورمه، د ملاتړ تحلیف پاڼه او مرستندویه اسناد چمتو کړئ. دغه فورمه د سپانسر د ثبوت په توګه کار کوي، چې متحده ایالاتو ته په رسېدلو د مشروطې اقامې  ترلاسه کوونکي ته د مالي ملاتړ له چمتو کولو سره یې موافقه کړي وي. هلته ښايي ډېر سپانسران وي یا ذینفع خپل ځان په‌خپله سپانسر کړي او یا یوه موسسه د I-134 فورمې په ترلاسه کولو سره د  مشروطې اقامې  ترلاسه کوونکي ملاتړ وکړي. که چېرې موسسه مالي ملاتړ په غاړه واخلي، خو د یوې موسسې یو کارکوونکی د I-134 فورمه نه شي بشپړولی، ښايي د مشروطې اقامې  له غوښتنلیک سره د موسسې له لورې یو لیک یو ځای کړی، چې د مشروطې اقامې  درلودونکي ملاتړ ته ژمنتیا په‌کې ښودل شوي وي. د دغې اړتیا موخه د دې باوري کول دي، چې د مشروطې اقامې  درلودونکي ټول ذینفعان  متحده ایالاتو ته په رسېدلو سره د ملاتړ یوه وسیله لري.

کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې د ګټو اجازه ورکړې ده، چې د 2021 کال د جولای د 31 او د 2022 کال د سپتمبر د 30 مې نېټې پورې په متحده ایالاتو کې مشروطه اقامه  ورکړل شوي وي او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته هم، چې د 2022 کال د سپتمبر تر 30 مې نېټې وروسته مشروطه اقامه  ورکړل شوي وي. موږ به د دغې مرستې شتون هغه مهال په پام کې ونیسو چې  پرېکړه کوو ایا مشروطه اقامه  درلودونکی متحده ایالاتو ته له رسېدلو سره کافي ملاتړ لري کنه. موږ به د بیا مېشتېدنې د ګټو د شتون مودې په ترڅ کې د مشروطې اقامې  ترلاسه کوونکو افغانانو لپاره یوازې سپانسر ته اړتیا ولرو، څو وښيي چې هغوي به متحده ایالاتو ته د رارسېدلو له وخته تر هغه مهاله د مشروطې اقامې  د ترلاسه کوونکي ملاتړ وکړي، څو نوموړی د بیا مېشتېدنې امتياز ترلاسه کوي او دغه چاره ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.

د مشروطې اقامې  د مودې په ترڅ کې د مالي ملاتړ اړونده معلوماتو کې باید د ذینفع هر ډول ځانګړې اړتیاوې شاملې وي. له متحده ایالاتو څخه بهر  کسانو  لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې مشروطه اقامه  وېبپاڼې ”یوه سپانسر لپاره اړتیا“ برخه وګورئ

د ذینفع د اړیکې په اړه تفصیلات

د مشروطې اقامې په غوښتنلیک کې باید د I-131 فورمې په ځانګړې برخه یا په یوه اضافي سند کې د ذینفع د اړیکې معلومات (برېښنالیک پته، ټلیفون شمېره او فزیکي پته) شامله وي او باید د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته په دې معلوماتو کې د هر ډول بدلون له راتګ څخه خبر ورکړئ. کله چې  ذینفع وتوانیږي چې داسې یوه درېیم هېواد ته په خپلو امکاناتو سفر وکړي چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري موجوده وي، ګټه باید سمدستي په دې پته  HumanitarianParole@uscis.dhs.gov  د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته بریښنالیک واستوي او په موضوع کې ”د ذینفع موقعیت له افغانستان څخه بهر بیا تبدیل شو“ ولیکي او خپله اوسنۍ پته او د اړیکې تفصیلات (ټلیفون شمېره او برېښنالیک پته که چېرې موجوده وي) ولیکي البته که چېرې بدل شوي وي.

نور معلومات

بشردوستانه مشروطې اقامې لپاره د مستحق کېدو او فورمې ډکولو لپاره د لارښوونو په اړه لازیاتو معلوماتو لپاره، له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې مشروطه اقامه وېبپاڼه وګورئ.

د فورمې ډکولو چېک لست

څنګه چې د I-131 فورمې لپاره لارښوونې (پي ډي ایف، 327.03 KB) (PDF, 327.03 KB) کې تشرېح شول، بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د مشروطې اقامې  په غوښتنو کې باید لاندې موارد شامل وي:

  • د I-131 بشپړه او لاسلیک شوې فورمه (لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
  • اړین فیس (یا یوه بشپړه شوې او لاسلیک شوې د I-912 فورمه یا د فیس معافیت لیکلې غوښتنه) (لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
  • ذینفع ، عارض او سپانسر لپاره د هؤیت اسنادو د رسمي انځور  یوه کاپي؛
  • د ذینفع د پاسپورت د هؤیت پاتې کاپي، یا د حکومت له لورې د هؤیت بل سند، چې د ذینفع تابعیت څرګندوي او دا هم باید ووايي چې پاسپورت ولې نه لري (که چېرې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت هېڅ سند و نه لري، د هؤیت کوم بل ډول سند باید ولري او دا تشرېح هم ورکړي چې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت سند ولې نه لري)؛
  • مشروطې اقامې  لپاره د بيړنۍ بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې لامل یوه تشرېح او مرستندویه ثبوت، د چټک پر مخ بیولو لپاره د اړتیا د سند او هغه مودې په ګډون چې ذینفع په‌کې مشروطې اقامې  ته اړتیا لري.
  • څنګه چې د فورمې په لارښوونو کې تشرېح شوي ، له مناسبو اسنادو سره یوه بشپړه شوې د I-134 فورمه
  • که چېرې ذینفع د متحده ایالاتو ویزه نه شي ترلاسه کولای یا د کډوالو د طی مراحل کولو له چېنلونو ګټه اخیستلی نه شي، د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛
  • که چېرې یو ذینفع د نه منلو وړ وي، خو معاف کېدلی نه شي، د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛ او
  • که چېرې ذینفع د کډوالۍ یا غیر کډوالۍ کوم ځنډېدلی غوښتنلیک یا عریضې لري، د دغو غوښتنلیکونو یا عریضو ثبوت او په اړه یې د پرېکړو یوه کاپي.
د دوسيې په اړه څو مهم ټکي:

د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې، لارښوونې په  ځيرتيا سره ولولئ او دا باوري کړئ چې لاندې  کارونه مو ترسره کړي دي:

د  I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک:

  • په اتمه برخه کې I-131 فورمه، 1.a، ”د غوښتنلیک سپارونکي لاسلیک“ لاسلیک کړئ.
    • لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي نه وي.
    • د غوښتنلیک سپارونکی باید ”د غوښتنیک درلودونکي لاسلیک“ برخه کې لاسلیک وکړي. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، په‌خپله باید غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسو یې استازیتوب کوئ.
    • که یو څارنوال، تائید شوي استازي او یا بل شخص د دغې فورمې په چمتو کولو کې درسره مرسته کړي وي، هغوي باید نهمه برخه ”د هغه شخص په اړه معلومات چې دغه غوښتنلیک یې چمتو کړی دی، که له غوښتنه کوونکي شخص څخه بل څوک وي“ بشپړه، فورمه لاسلیک وکړي او نېټه پرې ووهي.
    • په لومړۍ برخه کې خپله پته ولیکئ. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنه کوئ، په لومړۍ برخه کې خپل معلومات ولیکئ. د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو اداره د پتې له معلوماتو پرته د مشروطې اقامې  پر غوښتنو غور نه شي کولای.
    • په دویمه برخه کې د ذینفع د ټلیفون شمېره او اوسنۍ پته ولیکئ. د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو اداره، ذینفع  د اړیکې له معلوماتو پرته د مشروطې اقامې  پر غوښتنو غور نه کوي. ”بېځایه شوی“ لیکل کافي نه دي.

د I-912 فورمه، د فیس معافيت غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره لیکلې غوښتنه:

  • په مهربانۍ زموږ د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه ولولئ.
  • که چېرې  د I-131 فورمې لپاره فیس نه ورکوئ، باید د I-912 فورمه (یا د فیس معافیت لپاره یوه لیکلې غوښتنه) او اړین مرستندویه اسناد وسپارئ، له دې پرته به مو د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو اداره د فیس نه ورکولو له امله د I-131 فورمه رد کړي.
  • په 7 مه برخه، 6 مه شمېره، ”د غوښتونکي لاسلیک“ کې د I-912 فورمه یا لیکلې غوښتنه لاسلیک کړئ.
    • لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي نه وي.
    • هغه عارض چې د I-131 فورمه ډکوي، په دغه برخه کېI-912  فورمه باید لاسلیک کړي (یا باید لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي). که چېرې له متحده ایالاتو څخه د بهر دکوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، باید په‌خپله غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسو یې استازیتوب کوئ.
  • د دې تشرېح لپاره مرستندویه اسناد چمتو کړئ چې وښيي د I-131 فورمې ډکوونکی ولې فیس نه شي ورکولای.
    • د غوښتونکي شخص د مالي ستونزو په اړه اسناد وسپارئ. که چېرې د بل چا په استازیتوب د مشروطې اقامې  غوښتنه کوئ، نو مرستندویه اسناد باید ستاسو د مالي ستونزو په اړه وي، نه د ذینفع.

که چېرې اسناد ترلاسه کولای نه شئ، مالي ستونزې تشرېح کړئ او دا چې ولې د عاید ثبوت چمتو کولای نه شئ، البته که د پلي کېدو وړ وي.

متحده ایالاتو ته له رسېدلو وروسته:

مشروطه اقامه ، په متحده ایالاتو کې د لنډمهالې قانوني اوسېدنې اقامه ده، خو د کډوالۍ کوم قانوني حیثیت نه لري او نه هم د کډوالۍ قانوني حیثیت ته لاره هواروي. کله چې متحده ایالاتو ته ورسېږئ، د مشروطې اقامې  د مودې له ختمېدلو څخه وړاندې باید اضافي ګامونه واخلئ څو باوري شي چې په متحده ایالاتو کې د مشروطې اقامې  د مودې له پای ته رسېدلو وروسته په قانوني ډول پاتې شئ. که چېرې ونه توانېږئ چې په متحده ایالاتو کې دايمي قانوني اوسېدنې لپاره لاره هواره کړئ، د کډوالۍ له جدي پایلو سره مخ کېدی شئ.

  • د مشروطې اقامې  شرایط: که چېرې خبر درکړل شي چې د مشروطې اقامې د یوه شرط په توګه خپل روغتیایی سکریننګ او واکسینونه ترسره کړئ، باید دغه کارونه ترسره او متحده ایالاتو ته د رسېدلو څخه وروسته په 30 ورځو کې یې د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې د واکسینونو وېبپاڼه ته راپور ورکړئ.
  • د بیا مېشتېدنې ګټې. کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې د ګټو اجازه ورکړې ده، چې د 2021 کال د جولای له 31 څخه د 2022 کال د سپتمبر د 30 مې پورې  په متحده ایالاتو کې مشروطه اقامه  ورکړل شوي وي او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته هم، چې د 2022 کال د سپتمبر تر 30 مې نېټې وروسته مشروطه اقامه  ورکړل شوي وي. د بیا مېشتېدنې ګټو ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، متحده ایالاتو ته تر رارسېدلو وروسته د بیا مېشتېدنې له یوې ځايي ادارې سره اړیکه ونیسئ. د بیا مېشتېدنې ادارو ليست به د کډوالو د طی مراحل د مرکز په R&P Agency Contacts وېبپاڼه کې د "R&P مربوطې داریکتوري" لاندې ومومئ.
  • د پتې بدلون: که چېرې متحده ایالاتو ته له داخلېدلو وروسته ستاسو پته بدلیږي، باید د لاندې  لارښوونو سره سم په لسو ورځو کې موږ ته خبر راکړئ:
    • زموږ د پتې د بدلون انلاین فورمه کارول؛ یا
    • ستاسو د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې د موجود انلاین حساب له لارې (که تاسو یې لرئ) په دې پته د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې انلاین حساب څه ډول جوړ کړو.
  • بیا – مشروطه اقامه .  ښايي د مشروطې اقامې  د مودې له پای ته رسېدلو څخه لږ تر لږه 90 ورځې مخکې، د یوې نوې I-131 فورمې په ډکولو، د بیا – مشروطې اقامې  لپاره غوښتنه وکړئ. په دې غوښتنه کې باید لاندې موارد شامل وي:
    • اړین فیس (یا د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره یوه لیکلې غوښتنه)؛
    • یوه نوې د I-134 فورمه؛ او
    • تازه ملاتړي ثبوتونه، چې د بیا ځلې مشروطې اقامې  له مخې په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدلو اړتیا څرګنده کړي.
  • د کار اجازه. د I-765 فورمه د کار اجازې لپاره غوښتنلیک  فورمه ډکه کړئ څو متحده ایالاتو ته د مشروطې اقامې  له مخې تر داخلېدلو وروسته تر (c)(11) کټګورۍ لاندې د کار د اجازې غوښتنه وکړئ.
  • له متحده ایالاتو څخه وتل. له متحده ایالاتو څخه بهر ذینفع ته د مشروطې اقامې  یو چمتو شوی سند، متحده ایالاتو ته د ننوتلو په بندر کې یوازې یو ځل د اعتبار وړ دی. که چېرې ذینفع له متحده ایالاتو څخه ووځي، مشروطه اقامه  به یې پای ته ورسیږي. که چېرې هغه وغواړي چې له متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي او بیا بېرته راستون شي، باید بهر ته تر سفر وړاندې د مشروطې اقامې غوښتلو لپاره پر I – 131 فورمه یو جلا غوښتنلیک وسپاري. په متحده ایالاتو کې دننه اوسېدلو پر مهال د مخکې له مخکې مشروطې اقامې  غوښتنې په اړه معلوماتو لپاره، د I-131 فورمې لارښوونې (PDF, 327.03 (KB (PDF, 327.03 KB)  وګورئ. ذینفع ښايي له متحده ایالاتو څخه بهر د ویزې او یا یو ځل بیا د مشروطې اقامې  لپاره غوښتنه وکړي څو بېرته دغه هېواد ته راستون شي.
  • شین کارت ( ګرین کارت). که چېرې  د یوه تصدیق شوي I-130 فورمه، نږدې خپلوانو لپاره عریضه ذینفع یاست او یوه ویزه موجوده وي، د I-485 فورمه د دایمي مېشتېدنې د ثبت یا د حیثیت د تعدیل لپاره غوښتنلیک وسپارئ څو د قانوني دایمي مېشتېدنې لپاره د حیثیت تعدیل ته غوښتنه وکړئ او شین کارت ترلاسه کړئ.
  • خپلوانو – سره – یو – ځای – کېدل. که چېرې  د یوه تصدیق شوي د I-730 فورمه، د کډوال/ پناه غوښتونکي د خپلوان عریضه (PDF, 219.42 KB) ذینفع یاست، ښايي متحده ایالاتو ته د ننوتلو پر مهال د یوه کډوال یا پناه غوښتونکي په حیث د کډوالۍ حیثیت ترلاسه کړئ. باید د متحده ایالاتو د تابعیت ورکولو او کډوالۍ خدمتونو ادارې د اړیکو مرکز ته زنګ ووهئ څو د نوموړې ادارې له ساحوي دفتر سره، چې ستاسو پر مېشتېدنې واک او کنترول لري، د یوه وخت ټاکلو غوښتنه وکړئ څو ستاسو د کډوالۍ حیثیت تصدیق کړي.
  • پناه. که  باور لرئ چې د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي یاست یا له ځورېدلو وېرېږئ، د I-589 فورمه، د پناه او د لیرې کولو مخنیوي لپاره غوښتنلیک وسپارئ.د لا زیاتو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې پناه غوښتنې وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

د پناه اخېستوونکيو ته د رسيدهګۍ  او د کډوالۍ ځانګړو  وېزو په اړه اضافي معلومات:

مشروطه اقامه  : د دې لپاره باید ونه کارول شي، چې یوازې د عادي ویزې د طی مراحل د کړنلارو یا مهالوېشونو مخه ونیسي یا د کډوالۍ د طی مراحل د چینلونو ځای ونیسي.

هغه افغانان چې د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې د غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي وي یا له ځورېدلو وېرېږي، ښايي په متحده ایالاتو یا بل هېواد کې د مېشتېدنې لپاره مستحق وي. د بیا مېشتېدنې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ ته مراجعه وکړئ.

د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د لاسرسي په اړه اضافي معلوماتو لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو منلو پروګرام وېبپاڼه وګورئ. د بهرنیو چارو وزارت څه موده  وړاندې  د کډوالو د منلو پروګرام ځانګړو افغانانو لپاره د دویم لومړیتوب ټاکنه اعلان کړه، دا هغه افغانان دي، چې د متحده ایالاتو له حکومت، د دغه هېواد له مالي ملاتړه برخمنو پروګرامونو یا پروژو او یا د ياد هېواد له نادولتي مؤسسو او رسنیو سره یې کار کړی وي.

د متحده ایالاتو حکومت هغو افغانانو لپاره د غوښتنلیکونو چټک او اغېزناک  طی مراحل ته ژمن دی، چې د کډوالو د ځانګړې وېزې (SIV) مستحق وي. د کډوالو ځانګړې وېزو لپاره د مستحق ګڼلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، په مهربانۍ د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼې هغو افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) جې د متحده ایالاتو د حکومت له لوري یا یې په استازیتوب ګومارل شوي وو ته مراجعه وکړئ.

اړونده لېنکونه:

له متحده ایالاتو څخه بهر وګړيو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې مشروطه اقامه

د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې مشروطې اقامې غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه | د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره (USCIS)

د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک

د I-134 فورمه، د ملاتړ ژمن ‌ليک

د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه

د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات

د متحدانو د ښه‌راغلاست د عملياتو په اړه معلومات

 

Last Reviewed/Updated:
05/26/2022
Was this page helpful?
0 / 2000
To protect your privacy, please do not include any personal information in your feedback. Review our Privacy Policy.
Return to top
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
Facebook
Twitter
YouTube
Instagram
LinkedIn
Email
Contact USCIS
U.S. Department of Homeland Security Seal

USCIS.gov

An official website of the U.S. Department of Homeland Security

Important links
  • About USCIS
  • Accessibility
  • Budget and Performance
  • DHS Components
  • Freedom of Information Act
  • No FEAR Act Data
  • Privacy and Legal Disclaimers
  • Site Map
  • Office of the Inspector General
  • The White House
  • USA.gov
Looking for U.S. government information and services?
Visit USA.gov