Skip to main content
U.S. flag
An official website of the United States government    Here's how you know
Español
Multilingual Resources
Official Government Website

Official websites use .gov
A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure Website

Secure .gov websites use HTTPS
A lock ( A locked padlock ) or https:// means you've safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
 
Sign In  
Access USCIS online services.
  • Sign In
  • Create Account
Sign In
Create Account
Horizontal Menu
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
  • Contact us
  • Multilingual Resources
  • Ask Emma
Main navigation
Skip to main content
  • Humanitarian
    • Abused Spouses, Children and Parents
      • Questions and Answers
    • Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
      • Frequently Asked Questions About the Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
    • Consideration of Deferred Action for Childhood Arrivals (DACA)
      • DACA Litigation Information and Frequently Asked Questions
      • Filing Tips for Deferred Action for Childhood Arrivals
      • Frequently Asked Questions
    • Deferred Enforced Departure
      • DED Covered Country - Liberia
      • DED Covered Country – Certain Hong Kong Residents
      • DED Covered Country – Venezuela
    • Information for Afghan Nationals
    • Uniting for Ukraine
      • Frequently Asked Questions About Uniting for Ukraine
    • Humanitarian Parole
      • Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
        • Frequently Asked Questions About Urgent Humanitarian and Significant Public Benefit Parole for Afghans
      • Parole Processing
      • Haitian Family Reunification
      • Filipino World War II Veterans Parole Program
      • Cuban Medical Professional Parole (CMPP) Program
      • Cuban Family Reunification
    • Refugees and Asylum
      • Refugees
        • Refugee Eligibility Determination
        • Refugee Adjudications: Policy and Procedures
        • Refugee Processing and Security Screening
      • Asylum
        • Affirmative Asylum Frequently Asked Questions
        • Affirmative Asylum Interview Scheduling
        • Asylum Merits Interview with USCIS: Processing After a Positive Credible Fear Determination
        • Establishing Good Cause or Exceptional Circumstances for Rescheduling Affirmative Asylum Interviews
        • The 180-Day Asylum EAD Clock Notice
        • FACT SHEET: Implementation of the Credible Fear and Asylum Processing Interim Final Rule
        • Types of Affirmative Asylum Decisions
        • The Affirmative Asylum Process
        • Preparing for Your Affirmative Asylum Interview
        • Obtaining Asylum in the United States
    • Temporary Protected Status
      • Afghanistan
      • Burma (Myanmar)
      • Cameroon
      • El Salvador
      • Ethiopia
      • Haiti
      • Honduras
      • Nepal
      • Nicaragua
      • Syria
      • Somalia
      • Sudan
      • South Sudan
      • Ukraine
      • Venezuela
      • Yemen
    • Victims of Human Trafficking and Other Crimes
      • Victims of Criminal Activity: U Nonimmigrant Status
      • Victims of Human Trafficking: T Nonimmigrant Status
      • Resources for Victims of Human Trafficking and Other Crimes
    • Female Genital Mutilation or Cutting (FGM/C)
    • Forced Marriage
Breadcrumb
  1. Home
  2. Humanitarian
  3. Humanitarian Parole
  4. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
  5. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Parole (Pashto)

Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Parole (Pashto)

  • English
  • دری
  • پښتو

افغانانو ته د موقتې اقامې د اجازې (Parole) لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته د غوښتنليک وړاندې کولو په اړه معلومات

شالید

که چېرې تاسې له متحده ایالاتو څخه  بهر یاست،  ښايي تاسې یا بل کس ستاسو په استازيتوب تاسو ته د عاجلې بشري یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو پر بنسټ، د لنډمهالې مودې لپاره، متحده ایالاتو ته د داخلېدلو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول غوښتنه وکړي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د قضیې – پر – قضیې پر بنسټ د موقتې اقامې اجازه ورکوي او په داخل کې د اوسېدلو موده ټاکي. په داسې حال کې چې د موقتې اقامې اجازه یا پارول په متحده ایالاتو کې د لنډمهاله قانوني اوسېدنې اجازه ورکوي، دا د کډوالۍ حیثیت نه لري او نه هم قانوني او دایمي اوسېدنې (گرین کارت) یا د کډوالۍ کوم بل قانوني حیثیت ترلاسه کولو ته لار هواروي. که چېرې د موقتې اقامې اجازه ترلاسه کړئ، نو به د منل کېدو لپاره غوښتونکي پاتې شئ او که چېرې مستحق یاست، ښايي په متحده ایالاتو کې د قانوني حیثیت لپاره غوښتنه وکړای شئ.

افغان وګړي په افغانستان کې

اوس مهال په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت بند دی او په افغانستان کې ټول قونسلي خدمتونه ځنډېدلي دي نو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره نه شي کولای ستاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول د غوښتنې پروسه، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یاست، بشپړه کړي. (د افغان وګړو لپاره چې په افغانستان کې میشت دي، د بشري یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو پر بنسټ برخه، د لنډمهالې مودې لپاره ، متحده ایالاتو ته د موقتې اقامې د اجازې یا پارول غوښتنې شپږمه برخه په د هغو اشخاصو لپاره چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي د بشري یا اړینې عامه ګټې موقتې اقامې د اجازې یا پارول،  ویب پاڼه کې و ګورئ).  

که چېرې اوس مهال په افغانستان کې یاست، ښايي په‌ خپله یا کوم بل څوک تاسو لپاره د موقتې اقامې د اجازې یا پارول غوښتنه وکړي. که چېرې موږ پرېکړه وکړو، چې تاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول لپاره مستحق نه یاست، نو ستاسو  متقاضي ته به د (نه) ځواب خبر درکړو.  که اوس مهال په افغانستان کې یاست او مونږ پریکړه وکړو چې تاسو په پیل کې د موقتې اقامې د اجازې یا پارول وړ ښکاري نو مونږ به ستاسو متقاضي ته د موقتې اقامې اجازې د پروسې د دوام خبرتیا درکړو. دغه خبرتیا به تشریح کړي چې تاسو باید زموږ له لورې ستاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول د غوښتنې تر بشپړې پروسې مخکې له افغانستان څخه داسې يوه بهرني هېواد ته سفر و کړئ چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په ‌کې موجوده وي.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره اوس مهال له تاسو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته نه شي کولای. د موقتې اقامې اجازې د پروسې د دوام له خبرتیا څخه وروسته، کله چې تاسو داسې یوه موقعیت ته و رسیږي چې هلته د متحده ایالاتو سفارت او یا قونسلګرې موجوده وی نو مونږ ته خبر راکړئ. مونږ به ستاسو په قضیه باندې غور و کړو او که د ټولو شرایطو په نظر کې نیولو سره، تاسو د موقتې اقامې د اجازي وړ پاته شې نو مونږ به د مشروط تایید خبرتیا صادره کړو او ستاسو په نوي موقعیت کې به د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ ته د مشروط تایید خبر ورکړو تر څو ستاسو د موقتې اقامې د اجازي قضې پروسې ته دوام ورکړي.  که چېرې تاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول د یوه پیاوړي ذینفع په توګه د اضافي طی مراحل لپاره کوم درېیم هېواد ته سفر وکړئ، موږ به د مشروطې اقامې  لپاره ستاسو پر غوښتنه تر ممکن حده چټک کار وکړو. له دې سره سره، تاسو باید هلته د څو میاشتو تېرولو لپاره چمتووالی ولرئ.

که چېرې تاسو هغه مهال په افغانستان کې واست چې د موقتې اقامې د اجازې یا پارول لپاره مو غوښتنه کړي وي،  او بیا له افغانستان څخه ووځئ، په مهرباني سره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د خپل نوي موقعیت او اړیکو معلوماتو په اړه خبر ورکړئ. ستاسو متقاضي باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې په ویب پاڼې USCIS online account د خپل انلاین اکونټ له لارې ستاسو نوې پته درج کړي. که ستاسو مقتاضې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې په ویب پاڼه کې د انلاین اکونټ له لارې ستاسو د اړیکو معلومات درج نه شي کړای نو که ممکنه وي، کولی شي HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته ستاسو د نوې پتې او اړیکو معلوماتو (د تیلفون شمیره او بریښنالیک، که موجود وي او بدل شوي وي) په هکله یو بریښنالیک د “Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan” تر عنوان لاندې  و لیږي. د موقتې اقامې د اجازي یا پارول د تقاضاو د ډیروالي له امله، په عمومي توګه، مونږ نشو کولی د دې لپاره چې په نورو هیوادونو کې د متقاضي د ویزې د مودې اعتبار لږ ده، د قضیو پروسې چټکې کړو.  په عمومې ډول د موقتې اقامې د اجازي یا پارول ټولې تقاضاوي عاجلې دي. د طي مراحلو د چټک تیا لپاره باید ستاسو متقاضي مهم دلایل لکه د ژوند له لاسه ورکولو خطر او یا نور ډیر بیړنې او جدي حالات، وړاندي کړئ.

له افغانستان څخه بهر افغانان

د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري، د ياد هېواد د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې سره تر هغه مهاله ستاسو د موقتې اقامې اجازې د غوښتنې د طی مراحل په بشپړولو کې مرسته نه شي کولای، چې د قضیې لومړنۍ پروسه بشپړه نه کړي. که چېرې موږ وپوهېږو چې د موقتې اقامې اجازې لپاره مستحق یاست، مونږ به ستاسو متقاضي ته یو لیک و لیږو، چې موږ ستاسو قضیه د اضافي طی مراحلو لپاره د متحده ایالاتو سفارت ته راجع کړې ده. په دغه اضافي طی مراحلو کې به ستاسو د ګوتو د نښو اخیستل او اضافي معاینه شامله وي. که چېرې کومه استثنا نه وي، مخکې تر دې چې متحده ایالاتو ته مو سفر تصدیق شي،  باید په ‌خپل لګښت د پېنل د یوه ډاکټر له لورې له طبي معایناتو څخه تېر او واکسینونه وکړئ.

که څه هم موږ په چټکۍ سره د موقتې اقامې اجازې د ټولو بيړنيو غوښتنو د طی مراحل هڅه کوو، خو ښايي دغه کار څو میاشتې وخت ونیسي. موږ اوسمهال د هغو افغانانو د موقتې اقامې اجازې غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې له افغانستان څخه بهر دي او  د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې یې پروسې بشپړې شوي هم دي، خو په افغانستان کې دننه افرادو لپاره هم د موقتې اقامې اجازې غوښتن لیکونه طی مراحل کوو.

اصطلاحګانې:

مقتاضي:هغه شخص چې له متحده ایالاتو څخه بهر د یوه فرد په استازیتوب، چې  د موقتې اقامې اجازې غوښتونکی وي (یا بیا ځلې د موقتې اقامې اجازې یا پارول څنګه چې لاندې تشرېح شوي دي)  د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک د I-131  فورمه، ډکه کړي. “اصلي متقاضيان” هغه خلک دي، چې د ځان لپاره د I-131  فورمه ډکوي.

ذینفع:  ذینفع هغه څوک ده چې له متحده ایالاتو څخه بهر د موقتې اقامې اجازه ترلاسه کوي او یا په متحده ایالاتو کې دننه یو شخص وي چې د بیا ځلې موقتې اقامې اجازې غوښتنه کوي.

مالي مرسته کوونکی:  مالي مرسته کوونکی هغه شخص ته ویل کیږي چې د موقتې اقامې اجازه غوښتونې ذینفع لپاره مالي ملاتړ چمتو کوي او د دې لپاره د I-134 فورمه، د ملاتړ تحلیف پاڼه (PDF, 545.21 KB) ډکوي.

د موقتې اقامې اجازې درلودونکی: هغه شخص دی چې په متحده ایالاتو کې اوسېدو لپاره موقتې اقامې اجازه ورکړل شوي وي.

په شرایطو برابر کسان:

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره ښايي د بیړني بشردوستانه یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو له مخې د وګړيو لپاره د قضیې – پر – قضیې پر بنسټ د موقتې اقامې اجازې په ورکولو کې له خپل صلاحیت څخه کار واخلي، څو په شرایطو برابر کسان د یوې لنډمهالې مودې لپاره متحده ایالاتو ته راشي.

موږ، د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتوونکي هڅوو، چې د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼه ولولي. په پوره پاملرنې سره د هغه ثبوت بیاکتنه مهمه ده، چې  ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پارول د ملاتړ یا غوښتنې لپاره ورته اړتیا ولرئ. که چېرې  د غوښتنې په پیل کې ټول اړین اسناد او ثبوتونه وسپارئ، نو کولای شو چې ستاسو غوښتنلیک په ډېر چټک او اغېزناک ډول طی مراحل کړو.

هغه افغانان چې د توکم، مذهب او ملیت له یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې سره د تړاو یا سیاسي نظریې له امله په تېر وخت کې ګواښل شوي وي یا په راتلوونکي کې له ګواښ سره مخ وي، د کډوالو د بیا مېشتېدنې په اړه دې د لاندې  معلوماتو بیاکتنه وکړي:

دا د امريکا پالیسي ده چې د خوندیتوب اړتیاوو ته، د هغو افغانانو په ګډون چې خوندیتوب ته اړتیا لري، د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) د میکانیزم له لارې، د خوندیتوب اړتیاوې طی مراحل کړي. خو په ځینو محدودو شرایطو کې د خوندیتوب اړتیاوې دومره عاجلې وي، چې د یوه کوربه حکومت یا د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) له لارې د خوندیتوب ترلاسه کول یو واقعبینانه انتخاب  نه وي. د خوندیتوب اړتیاوو پر بنسټ د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو لپاره،  د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو لپاره د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ او پر هغه برخه کلېک وکړئ چې خوندیتوب لپاره متحده ایالاتو ته له راتګ سره تړاو لري. دا د ثبوتونو د تصدیق د ډولونو په ګډون، د هغو اړونده ثبوتونو بېلګې چمتو کوي، چې تاسو به د موقتې اقامې اجازې یا پارول د یوې غوښتنې د ملاتړ لپاره، ورته اړتیا ولرئ.

کله چې مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره د عاجلې بشردوستانه او مهمې عامه ګټې لاملونه د خپل صلاحیت په چوکاټ کې ارزو، مونږ ټول مثبت او منفې فاکتورونه پرتله کوو. کله چې د موقتې اقامې اجازې مثبت او منفې فاکتورونه سر پرتله کیږي، نو د افغان وګړو لپاره،  د موقتې اقامې اجازې یا پارول د یوه ذینفع لاندې ځانګړتیاوې به پیاوړی مثبت فکتور وي:

  • د متحده ایالاتو تابعیت درلودونکي شخص د کورنۍ نږدې غړی (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه، یا مور او پلار)؛
  • د متحده ایالاتو د یوه قانوني دایمي استوګن د کورنۍ نږدې غړی (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
  • په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې محلي کارکوونکي او د هغوي د کورنۍ نږدې غړي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
  • د کډوالۍ د ځانګړې وېزې (SIV) غوښتونکي، چې د ماموریت د مشر له لورې یې غوښتنلیکونه تایید شوي وي او د هغوي په قضیه کې شامل د کورنۍ نږدې غړي؛
  • د هغو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي چې پخوا د (OAW) له لارې په متحده ایالاتو کې مېشت شوي وي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان، او که چېرې بې سرپرسته ماشومان وي، د هغوي مراقبت کوونکي، چې مور او پلار یا قانوني ساتونکی په کې شامل دي، خو ورپورې محدود نه وي، او د مراقبت کوونکي مېړه\ښځه او تر ۲۱ کلنۍ کم عمره متکي ماشومان)؛ او
  • هغه کسان چې د سفارت د P1  یا د P2 ډلې راجع کولو له لارې د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) ته راجع شوي وي او د ستنېدنې په څرګند خطر یا له افغانستان څخه بهر په هغه هېواد کې، چې هغوي په کې میشت وي، له جدي او هدف وړ زیان سره مخ وي.

مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پارول قضیې او وړاندي شوي شواهد، د ټولو اړوندو شرایطو په پام کې نیولو سره، د قضیې– پر– قضیې پر بنسټ څیړو. د موقتې اقامې اجازې یا پارول د قضیې تایید په متقاضي پورې مربوط ده چې څرنګه یې وړاندي کوي. د کورنې د روابطو او د په نښه شوي خطر او زیان په هکله د شواهدو د څرنګوالي لپاره مهرباني و کړئ د هغو اشخاصو لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه بهر وی، د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو ویب پاڼه او د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو د ثبوتونو په اړه لارښوونه ویب پاڼه کورئ. په دغو ویب پاڼو کې مونږ یو څه محدود معلومات برابر کړي تر څو د هغو فاکټورونو په هکله چې مونږ یې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د عامو قضیو په هکله، چې آیا تایید شي او که نه، د خلکو په پوهولو کې مرسته وشي.

د غوښتنليک څرنوالی:

له متحده ایالاتو څخه بهر هر څوک کولای شي چې د ځان لپاره د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه وکړي. سربیره پر دې، هر څوک کولای شي چې د بل چا په استازیتوب غوښتنه وکړي؛ دا د یوه ذینفع لپاره د د متقاضي له لورې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه ګڼل کیږي. باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، څو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه وکړئ. د دغو معلوماتو لپاره چې خپل غوښتنلیک چېرته واستوئ، په مهربانۍ سره زموږ د I-131 فورمې لپاره د پتو لیکل وېبپاڼې کې د “بشردوستانه موقتې اقامې اجازه” برخه وګورئ. 

تاسو باید د کورنۍ هر غړي لپاره یوه جلا د I-131 فورمه ډکه کړئ. همدا راز تاسو کولای شئ ټولې I-131 فورمې یو ځای په یوه پاکټ کې وسپارئ. که فورمې په یوه پاکټ کې وي نو باید هره فورمه جلا جلا قات کړئ او ټول ملاتړي سندونه باید په جلا پاکټ کې واچوئ.

د فورمې ډکولو فیس د معافيت غوښتنه

په I-131 فورمه کې باید د فورمې ډکولو فیس یا د فیس معافۍ غوښتنه شامله وي (د I-912 فورمه د فیس معافۍ لپاره غوښتنه، یا لیکلې غوښتنه وکاروئ). د فیس معافۍ غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه وګورئ. متقاضي باید د تحویلۍ د وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافۍ غوښتنه وکړي. که چېرې د بل چا په استازیتوب فورمه ډکوئ، د ذینفع نه، بلکې د فیس ورکولو لپاره د خپلې وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافيت غوښتنه وکړئ.

ښايي د کورنۍ اړوند ټولو غوښتنلیکونو لپاره، چې په عین وخت کې ډک شوي وي، د I-912 فورمه ډکه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه وسپارئ. د فیس د معافيت هر غوښتونکی کس باید د I-912 فورمه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي. که چېرې نه ‌شئ کولای چې د یوه متقاضي  په توګه د فیس ورکولو د وړتیا نه درلودلو ښودونکي اسناد چمتو کړئ، باید تفصیلي تشريح ورکړئ.  که چېرې دغه تفصیلي تشرېح چمتو کړئ او د فیس د معافۍ لپاره مستحق یاست، نو فیس معافۍ لپاره له مرستندویه اسنادو پرته غوښتنه وکړئ.

تاسو باید د موقتې اقامې اجازې یا پارول له هرې غوښتنې سره د I-134 فورمه، د مالی ملاتړ پاڼه او ملاتړي اسناد چمتو کړئ. I-134 فورمه د دي لپاره کارول کیږي چې وښيې چي ذینفع په کافې اندازه مالې سر چینې او ملاتړ لري تر څو و کولی شې په متحده ایالاتو د خپلې لنډ مهالې دورې لګښت پوره کړي. کیدای شي یو ذینفع له یوه څخه ډیر مالې ملاتړي ولري او د هغوي هر یوه لپاره د I-134  فورمه بشپړه کړي. یو ذینفع کولی شي د خپل ځان لخوا هم I-134 فورمه بشپړه کړي. یوه موسسه هم کولی شي د یوه ذینفع لپاره د I-134 فورمه و سپاري. که چېرې موسسه مالي ملاتړ په غاړه واخلي، خو د هغې موسسې کارکوونکی د I-134 فورمه نه شي بشپړولی، ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پارول له غوښتنلیک سره د موسسې له لورې یو لیک یو ځای کړی، چې د موقتې اقامې اجازې یا پارول درلودونکي مالې ملاتړ ته ژمنتیا په ‌کې ښودل شوي وي.  

کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې مرستې تایید کړي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای د ۳۱ څخه د ۲۰۲۲کال د ډیسمبر د ۱۶ مې نېټې پورې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازه یا پارول ورکړل شوي وي، او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته  د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر له ۱۶مې نېټې څخه وروسته هم د موقتې اقامې اجازه ورکړل شوې ده. موږ به د دغې مرستې شتون هغه مهال په پام کې ونیسو چې  پرېکړه کوو ایا د موقتې اقامې اجازې یا پارول درلودونکی متحده ایالاتو ته له رسېدلو سره کافي ملاتړ لري کنه. د هغه افغانانو لپاره چې د بیا مېشتېدنې د ګټو د شتون په وخت کې یې د موقتې اقامې اجازه  ترلاسه کړي وي د هغو لپاره مونږ یو مالې ملاتړ ته اړتیا ولرو،  تر څو وښیې چې متحده ایالاتو ته د رسیدو څخه نیولي د بیا میشتیدنې مرستو د تر لاسه کولو پورې، چې ښايي څو اوونۍ وخت ونیسې، د ذینفع مالې ملاتړ کوي.

د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې په ترڅ کې د مالي ملاتړ اړونده معلوماتو کې باید د ذینفع هر ډول ځانګړې اړتیاوې شاملې وي. له متحده ایالاتو څخه بهر  کسانو  لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول وېبپاڼې ”یوه مالې ملاتړ کوونکې لپاره اړتیا“ برخه وګورئ.

د ذینفع د اړیکو معلومات

د موقتې اقامې اجازې یا پارول په غوښتنلیک کې باید د I-131 فورمې په ځانګړې برخه یا په یوه اضافي سند کې د ذینفع د اړیکو معلومات (برېښنالیک پته، ټیلیفون شمېره او فزیکي پته) شامله وي او باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته په دې معلوماتو کې د هر ډول بدلون خبر ورکړئ. کله چې  ذینفع وتوانیږي چې داسې یوه درېیم هېواد ته په خپلو امکاناتو سفر وکړي چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په کې موجوده وي، نو متقاضي باید سمدستي د ذینفع نوې پته د کډوالۍ خدمتونو ادارې د ذینفع په انلاین حساب کې و رسوې او په دې پته  HumanitarianParole@uscis.dhs.gov  د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته بریښنالیک واستوي او په موضوع کې “Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan” ولیکي او د ذینفع اوسنۍ پته او د اړیکې معلومات (ټلیفون شمېره او برېښنالیک پته که چېرې موجوده وي)، البته که چېرې بدل شوي وي، ولیکي.

د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره د مستحق کېدو او فورمې ډکولو لپاره د لارښوونو په اړه لازیاتو معلوماتو لپاره، له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول وېبپاڼه وګورئ.

د فورمې ډکولو چېک لست

څنګه چې د I-131  فورمې لپاره لارښوونې (PDF, 318.04 KB)  کې تشرېح شول، د بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول په غوښتنو کې باید لاندې موارد شامل وي:

  • د I-131 بشپړه او لاسلیک شوې فورمه (لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
  • اړین فیس( یا یوه بشپړه شوې او لاسلیک شوې د I-912 فورمه یا د فیس معافیت لیکلې غوښتنه) لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
  • د ذینفع، متقاضي او مالې ملاتړ کوونکې د هؤیت د رسمي انځور لرونکو اسنادو یوه یوه کاپي؛
  • د ذینفع د پاسپورټ د هؤیت پاڼې کاپي، یا د حکومت له لورې د هؤیت بل سند، چې د ذینفع تابعیت څرګندوي او دا هم باید ووايي چې پاسپورټ ولې نه لري (که چېرې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت هېڅ سند و نه لري، د هؤیت کوم بل ډول سند باید ولري او دا تشرېح هم ورکړي چې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت سند ولې نه لري)؛
  • د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره د بيړنۍ بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې لامل یوه تشرېح او مرستندویه ثبوت، د چټک پر مخ بیولو لپاره د اړتیا د سند او هغه مودې په شمول چې ذینفع په‌ کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول ته اړتیا لري؛
  • څنګه چې د فورمې په لارښوونو کې تشرېح شوي ، له مناسبو اسنادو سره یوه بشپړه شوې د I-134 فورمه؛
  • که چېرې ذینفع د متحده ایالاتو ویزه نه شي ترلاسه کولای یا د کډوالو د طی مراحل کولو له چېنلونو ګټه نه شي اخیستلی، د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛
  • که چېرې یو ذینفع متحده ایالاتو ته د داخلیدو د منع څخه د معافیت سند نه شي وړاندی کولی،  د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛ او  
  • که چېرې ذینفع د کډوالۍ یا غیر کډوالۍ کوم ځنډېدلی غوښتنلیک یا عریضې لري، د دغو غوښتنلیکونو یا عریضو ثبوت او په اړه یې د پرېکړو یوه کاپي.
د دوسيې په اړه څو مهم ټکي:

د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې، لارښوونې په  ځيرتيا سره ولولئ او دا باوري کړئ چې لاندې  کارونه مو ترسره کړي دي:

د  I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک:

  • په اتمه برخه کې I-131 فورمه، 1.a، ”د غوښتنلیک سپارونکي لاسلیک“ لاسلیک کړئ.
    • لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي (کمپیوتری) نه وي.
    • د غوښتنلیک سپارونکی باید ”د غوښتنیک درلودونکي لاسلیک“ برخه کې لاسلیک وکړي. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، په‌ خپله باید غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسو یې استازیتوب کوئ.
    • که یو څارنوال، تائید شوي استازي او یا بل شخص د دغې فورمې په چمتو کولو کې درسره مرسته کړي وي، هغوي باید نهمه برخه ”د هغه شخص په اړه معلومات چې دغه غوښتنلیک یې چمتو کړی دی، که په خپله د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتونکی نه وي“ بشپړه، فورمه لاسلیک وکړي او نېټه پرې ووهي.
    • په لومړۍ برخه کې خپله پته ولیکئ. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنه کوئ، په لومړۍ برخه کې خپل معلومات ولیکئ. مونږ د پتې له معلوماتو پرته د موقتې اقامې اجازې یا پارول پر غوښتنو غور نه شو کولای.
    • په دویمه برخه کې د ذینفع د ټلیفون شمېره او اوسنۍ پته ولیکئ. مونږ  د اړیکې له معلوماتو پرته د مشروطې اقامې  پر غوښتنو غور نه شو کولی او دا معلومات باید بشپړ وي. ”بېځایه شوی“ لیکل کافي نه دي. که ذینفع په افغانستان کې په یو ځای کې پټ وي د هغه یا هغې وروستني ته و لیکئ.

د I-912 فورمه، د فیس معافيت غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره لیکلې غوښتنه:

  • په مهربانۍ زموږ د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه ولولئ.
  • که چېرې  د I-131 فورمې لپاره فیس نه ورکوئ، باید د I-912 فورمه (یا د فیس معافیت لپاره یوه لیکلې غوښتنه) او اړین مرستندویه اسناد وسپارئ، له دې پرته به مو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د فیس نه ورکولو له امله د I-131 فورمه رد کړي.
  • په ۷ مه برخه، ۶ مه شمېره، ”د غوښتونکي لاسلیک“ برخه کې د I-912 فورمه یا لیکلې غوښتنه لاسلیک کړئ.
    • لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي (کمپیوتری) نه وي.
    • هغه عارض چې د I-131 فورمه ډکوي، په دغه برخه کېI-912  فورمه باید لاسلیک کړي (یا باید لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي). که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، باید په‌ خپله غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسو یې استازیتوب کوئ.
  • د دې تشرېح لپاره مرستندویه اسناد چمتو کړئ چې وښيي د I-131 فورمې ډکوونکی ولې فیس نه شي ورکولای.
    • د متقاضي شخص د مالي ستونزو په اړه اسناد وسپارئ. که چېرې د بل چا په استازیتوب د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه کوئ، نو مرستندویه اسناد باید ستاسو د مالي ستونزو په اړه وي، نه د ذینفع.

که چېرې اسناد ترلاسه کولای نه شئ، مالي ستونزې او دا چې ولې د عاید ثبوت چمتو کولای نه شئ، تشرېح کړئ البته که ممکنه وي.

کله چې تاسو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنلیک ډک کړ

د رسید شمیره

د رسید شمیره یوه ۱۳ رقمی د پیژندنې شمیره ده چې مونږ یې د موقتې اقامې اجازې یا پارول هرې قضیې ته ورکوو. مونږ دا د خپلو قضیو د پیژندنې او تعقیب لپاره کاروو. د رسید شمیره له دری رقمي حروفو، لکه EAC, WAC, LIN, SRC, NBC, MSC  یا IOE چې ورپسې لس شمیرې دي، جوړه شوي. تاسو دغه شمیره په هغه خبرتیا کې تر لاسه کوي چې مونږ یې تاسو ته لیږو.  

د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پارول ټولې هغه قضیې چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه او له هغه وروسته سپارل شوي وي، د قضیو د مدیریت یوه نوی سیسټم ته واړولې. د قضیو د مدیریت دغه نوی سیسټم ټولو معطلو قضیو ته د IOE  رسید شمیره ورکړه. د رسید د شمیرې دغه نوې بڼه د غوښتنو د سپارلو په نیټه او دا چې څومره ژر مونږ ستاسو قضیه پروسس کوو، کومه اغیزه نه کوي. تاسو کولی شي د خپلې قضیې په هکله له مونږ سره په لیکنو کې له هر یوه IOE  او یا MSC رسید شمیرو څخه کار واخلئ. که تاسو زمونږ case status online ویبپاڼه ګوري نو باید د IOE  رسید شمیره و کاروئ.  

د قضیو د پروسس مهال ویش

معمولاً مونږ د غوښتنلیک د سپارلو له نیټې څخه وروسته په ۹۰ ورځو کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول په قضیو پریکړه کوو. که تاسو د غوښتنلیک د سپارلو په وخت کې بشپړ اړین معلومات ور نه کړئ او یا مونږ ستاسو څخه د لاډیرو معلوماتو غوښتنه و کړو په دې صورت کې به ستاسو د قضیې پریکړه له مونږ څخه لاډیر وخت واخلي.

د دې لپاره چې اوسمهال مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پارول ډیر زیات غوښتنلیکونه تر لاسه کوو. مونږ هڅه کوو څو د موقتې اقامې اجازې یا پارول قضیې ژر ژر او په لنډه موده کې پروسس کړو خو متقاضي باید د دوې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د قضیو لپاره له ۹۰ ورځو څخه د ډیر وخت تمه و لري. دا به زمونږ ډیر وخت واخلې چې مونږ په هغو غیر متوقعه غوښتنلیکونو، چې د ۲۰۲۱ کال د مني څخه را په دیخوا مونږ تر لاسه کړي، کار و کړو او د قضیو د پریکړو عادي حالت ته واړو. مونږ به ټول اړین ګامونه واخلو تر څو د ۲۰۲۳ مالي کاله (د ۲۰۰۳ د سپټمبر ۳۰) پوري د قضیو د پروسس په نښه شوي مودې ته ستانه شو، البته که مو مخکې و نشو کړای.  

د معطلو غوښتنلیکونو لپاره د مرستندویه معلوماتو سپارنه

تاسو کولی شي د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنې I-131  معطل شوي فورمې په هکله نوي او اضافي معلومات USCIS online account د انلاین اکونټ له لاري و سپاري.

که مونږ ستاسو قضیه رد کړه  او تاسو و غواړي چې نوی او اضافي معلومات و سپاري نو باید د I-290B  فورمه او دI-131  د سفر د اسنادو غوښتنې نوي فورمه  له اړینو مرستندویه اسنادو سره و سپارئ.

د استناف یا بیا پیل غوښتنه I-290 فورمه

که تاسو په دې باور یاست چې زمونږ پریکړه ستاسو د قضیې په هکله صحیح نه ده، تاسو کولی شي زمونږ څخه په خپله پریکړه له سره د غور، د بهیر د بیا پیل یا دواړو، رسمي غوښتنه وکړئ. تاسو نه شي کولی د اداري “استناف” غوښتنه و کړئ.

تاسو باید د  I-290B د فیس د معافیت فورمه  او د فیس انداره که لازمه وي، ډکه او د رد د خبرتیا نیټې څخه وروسته د ۳۳ ورځو په ترڅ کې و سپارئ. که چیرې مونږ د ۲۰۲۱ کال د اگست له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر دیرشمې پورې د I-131   فورمه رد کړو کیدای شي مونږ د افغان وګړو لپاره دI-290B  فورمې فیس چې د لومړي ځل لپاره د موقتې اقامې اجازې یا پارول د رد شوي قضیې بیا پیل یا بیاغور په هکله سپارل شوي وي، معاف کړو. د I-290B  له هرې فورمې سره چې تاسو یې سپاري د رد خبرتیا یوه کاپي ضمیمه کړئ او د I-290B  فورمې په سر کې (د افغان موقتې اقامې اجازې یا پارول) و لیکئ. که تاسو د ۳۳ ورځو قانونې مهال ویش موده کې د I-290B  فورمه و نه سپارئ نو کیدای شې مونږ ستاسو د I-290B  فورمه رد کړو، خو مونږ بیا هم اړونده شواهدو باندې غور کوو او پریکړه به و کړو چي آیا د بیاپیل د خدمت حرکت به مناسب وي او که نه.  د I-290B  فورمې ویبپاڼه د فیس، د سپارلو د موقعیت او نورو اړتیاوو په هکله معلومات په بر کې لري.

د بدیل په توګه، تاسو کولی شي د I-131، د سفر د اسنادو غوښتنې نوی فورمه، د سپارلو له فیس سره یو ځای، و سپارئ (یا د فیس د معافیت یوه نوی فورمه I-131، د فیس د معافیت غوښتنې فورمه) او د موقتې اقامې اجازې یا پارول د غوښتنې اړوند ملاتړو ثبوتونو، د هرو نویو او د پام وړ حقایقو په شمول، و سپاري. 

متحده ایالاتو ته له رسېدلو وروسته:

د موقتې اقامې اجازه یا پارول، په متحده ایالاتو کې د لنډمهالې قانوني اوسېدنې اقامه ده، خو د کډوالۍ کوم قانوني حیثیت نه لري او نه هم د کډوالۍ قانوني حیثیت ته لاره هواروي. کله چې متحده ایالاتو ته ورسېږئ، د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې له ختمېدلو څخه وړاندې باید اضافي ګامونه واخلئ څو باوري شي چې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې له پای ته رسېدلو وروسته په قانوني ډول پاتې شئ. که چېرې ونه توانېږئ چې په متحده ایالاتو کې دايمي قانوني اوسېدنې لپاره لاره هواره کړئ، د کډوالۍ له جدي پایلو سره مخ کېدی شئ.

  • د موقتې اقامې اجازې یا پارول شرایط: که چېرې خبر درکړل شي چې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د یوه شرط په توګه خپل روغتیایی سکریننګ او واکسینونه ترسره کړئ، باید دغه کارونه ترسره او متحده ایالاتو ته د رسېدلو څخه وروسته په ۶۰ ورځو کې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د واکسینونو وېبپاڼې له لارې خپل موافقت څرګند کړئ.  
  • د بیا مېشتېدنې ګټې. کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې مرستې تصویب کړې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۳۱ څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر د ۳۰ مې پورې  په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول ورکړل شوي وي او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته هم، چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰ مې نېټې وروسته د موقتې اقامې اجازې یا پارول ورکړل شوي وي. د بیا مېشتېدنې مرستو ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، متحده ایالاتو ته تر را رسېدلو وروسته د بیا مېشتېدنې له یوې ځايي ادارې سره اړیکه ونیسئ. د بیا مېشتېدنې ادارو لړلیک به د کډوالو د طی مراحل د مرکز د اړیکو په لست په وېبپاڼه R&P Agency Contacts کې د "R&P مربوطې داریکتوري" لاندې ومومئ.
  • د پتې بدلون: د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتونکی چې په متحده ایالاتو کې له ۳۰ ورځو څخه ډیر میشت وي نو باید د خپلې فزیکې پتې په هکله راپور ورکړې. که چیري متحده ایالاتو ته له داخلېدلو وروسته ستاسو پته بدلیږي، باید د لاندې  لارښوونو سره سم په لسو ورځو کې موږ ته خبر راکړئ:
    • زموږ د پتې د بدلون انلاین فورمه کارول؛ یا
    • ستاسو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د موجود انلاین حساب له لارې (که تاسو یې لرئ).  د انلاین حساب جوړونې په هکله د لاډیرو معلوماتو لپاره د د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې انلاین حساب څه ډول جوړ کړو و ګورئ.
  • بیا – د موقتې اقامې اجازه یا پارول.  ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې له پای ته رسېدلو څخه لږ تر لږه ۹۰ ورځې مخکې، د یوې نوې I-131 فورمې په ډکولو، د  موقتې اقامې اجازې یا پارول بیا غوښتنه وکړئ. په دې غوښتنه کې باید لاندې موارد شامل وي:
    • اړین فیس یا ( د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره یوه لیکلې غوښتنه)؛
    • یوه نوې د I-134 فورمه؛ او
    • تازه ملاتړي ثبوتونه، چې د بیا ځلې موقتې اقامې اجازې یا پارول له مخې په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدلو اړتیا څرګنده کړي.
  • د کار اجازه. د I-765 فورمه د کار اجازې لپاره غوښتنلیک  فورمه ډکه کړئ څو متحده ایالاتو ته د موقتې اقامې اجازې یا پارول له مخې تر داخلېدلو وروسته تر (c)(11) کټګورۍ لاندې د کار د اجازې غوښتنه وکړئ.
  • له متحده ایالاتو څخه وتل. له متحده ایالاتو څخه بهر ذینفع ته د موقتې اقامې اجازې یا پارول یو چمتو شوی سند، متحده ایالاتو ته د ننوتلو په بندر کې یوازې یو ځل د اعتبار وړ دی. که چېرې ذینفع له متحده ایالاتو څخه ووځي، له وتلو سره سم به یې د موقتې اقامې اجازه پای ته ورسیږي. که چېرې هغه وغواړي چې له متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي او بیا بېرته راستون شي، باید بهر ته تر سفر وړاندې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتلو لپاره پر I – 131 فورمه یو جلا غوښتنلیک وسپاري. په متحده ایالاتو کې دننه اوسېدلو پر مهال د مخکې له مخکې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنې په اړه معلوماتو لپاره، د I-131 فورمې لارښوونې (PDF, 327.03 (KB (PDF, 318.04 KB)  وګورئ. ذینفع ښايي له متحده ایالاتو څخه بهر د ویزې او یا یو ځل بیا د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره غوښتنه وکړي څو بېرته دغه هېواد ته راستون شي.
  • شین کارت (ګرین کارت). که چېرې  د یوه تصدیق شوي I-130 فورمه، نږدې خپلوانو لپاره عریضي ذینفع یاست او یوه ویزه موجوده وي، د I-485 فورمه د دایمي مېشتېدنې د ثبت یا د حیثیت د تعدیل لپاره غوښتنلیک وسپارئ څو د قانوني دایمي مېشتېدنې لپاره د حیثیت تعدیل غوښتنه وکړئ او شین کارت ترلاسه کړئ.
  • خپلوانو– سره–یو–ځای– کېدل. که چېرې  د یوه تصدیق شوي د I-730 فورمه، د کډوال/ پناه غوښتونکي د خپلوان عریضې (PDF, 219.42 KB) ذینفع یاست، ښايي متحده ایالاتو ته د ننوتلو پر مهال د یوه کډوال یا پناه غوښتونکي په حیث د کډوالۍ حیثیت ترلاسه کړئ. باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د اړیکو مرکز ته زنګ ووهئ څو د نوموړې ادارې له ساحوي دفتر سره، چې ستاسو پر مېشتېدنې واک او کنټرول لري، د یوه وخت ټاکلو غوښتنه وکړئ څو ستاسو د کډوالۍ حیثیت تصدیق کړي.
  • پناه. که  باور لرئ چې د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي یاست یا له ځورېدلو وېرېږئ، د I-589 فورمه، د پناه او د لیرې کولو مخنیوي لپاره غوښتنلیک وسپارئ. تاسو باید متحده ایالاتو ته د وروستني داخلیدو له نیټې څخه د یوه کال په موده کې د پنا غوښتنه و کړئ. مګر داچې و ښیې چي:
    • پناغوښتنې ته ستاسو په وړتیا د حالاتو د بدلون د پام وړ اغیز،  او یا غیرمعمولي حالات چې ستاسو د غوښتنې په سپارلو کې د تاخیر سبب شوی وي: او
    • د هغه مهال ویش په دوران کې چې د استثنا لپاره ټاکل شوی وي، تاسو په یو مناسب وخت کې غوښتنه سپارلې.

که چیرې تاسو د پنا غوښتنه و کړئ او ستاسو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه لا معتبره وي یا ستاسو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنې د دورې له پای ته رسیدو څخه وروسته په یوه مناسب وخت کې وي، په عمومې ډول مونږ دغه غیر معمولي حالت بولو.  د لا ډیرو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې  د پنا غوښتنې ته مراجعه و کړئ.

د پناه اخېستوونکيو ته د رسيدهګۍ  او د کډوالۍ ځانګړو  وېزو په اړه اضافي معلومات:

مشروطه اقامه باید د دې لپاره ونه کارول شي، چې یوازې د عادي ویزې د طی مراحل د کړنلارو یا مهالوېشونو مخه ونیسي یا د کډوالۍ د طی مراحل د چینلونو ځای ونیسي.

که تاسو د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې د غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي وي یا له ځورېدلو وېرېږي او له افغانستان څخه د باندي یاست، د بیا مېشتېدنې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ ته مراجعه وکړئ. که په افغانستان کې یاست او باور لري چې محفاظت ته اړتیا لري تاسو کولی شي له awaazaf.org  سره اړیکه و نیسئ او یا د ۴۱۰ له لاري آواز بشري مرستی Awaaz لاین ته زنګ ووهئ.

د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د لاسرسي په اړه اضافي معلوماتو لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو منلو پروګرام وېبپاڼه وګورئ. تاسو کولی شي د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ په حواله، یا د ستاسو د کورنۍ د  هغه غړي د خپلوي د سند په واسطه، چې په متحده ایالاتو کې د پناغوښتونکي یا ځانګړي ویزې درلودونکي وي، لاسرسی پیدا کړئ. سربیره پر دې، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د منلو پروګرام ځانګړو افغانانو لپاره د دویم لومړیتوب ټاکنه اعلان کړه، دا هغه افغانان دي، چې د متحده ایالاتو له حکومت، د دغه هېواد له مالي ملاتړه برخمنو پروګرامونو یا پروژو او یا د ياد هېواد له نادولتي مؤسسو او رسنیو سره یې، کار کړی وي.

د متحده ایالاتو حکومت هغو افغانانو لپاره د غوښتنلیکونو چټک او اغېزناک  طی مراحل ته ژمن دی، چې د کډوالو د ځانګړې وېزې (SIV) مستحق وي. د کډوالو ځانګړې وېزو لپاره د مستحق ګڼلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، په مهربانۍ د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼې هغو افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) جې د متحده ایالاتو د حکومت له لوري یا یې په استازیتوب ګومارل شوي وو ته مراجعه وکړئ.

اړونده لېنکونه:

 

له متحده ایالاتو څخه بهر اشخاصو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول

د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه

د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک

د I-134، د مالې ملاتړ فورمه

د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه

د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات

 

 

Last Reviewed/Updated:
11/18/2022
Was this page helpful?
0 / 2000
To protect your privacy, please do not include any personal information in your feedback. Review our Privacy Policy.
Return to top
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
Facebook
Twitter
YouTube
Instagram
LinkedIn
Email
Contact USCIS
U.S. Department of Homeland Security Seal

USCIS.gov

An official website of the U.S. Department of Homeland Security

Important links
  • About USCIS
  • Accessibility
  • Budget and Performance
  • DHS Components
  • Freedom of Information Act
  • No FEAR Act Data
  • Privacy and Legal Disclaimers
  • Site Map
  • Office of the Inspector General
  • The White House
  • USA.gov
Looking for U.S. government information and services?
Visit USA.gov