Skip to main content
U.S. flag
An official website of the United States government    Here's how you know
Official Government Website

Official websites use .gov
A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure Website

Secure .gov websites use HTTPS
A lock ( A locked padlock ) or https:// means you've safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

Español
Multilingual Resources
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
 
Sign In  
Access USCIS online services.
  • Sign In
  • Create Account
Sign In
Create Account
  • Topics

    • Family

      • Family of Green Card Holders (Permanent Residents)
      • Family of Refugees and Asylees
      • Family of U.S. Citizens
    • Adoption

      • Before You Start
      • Immigration through Adoption
    • Military

      • Citizenship for Military Family Members
      • Naturalization Through Military Service
    • Humanitarian

      • Humanitarian Parole
      • Refugees and Asylum
      • Temporary Protected Status
    • Visit the U.S.

      • Change My Nonimmigrant Status
      • Extend Your Stay
    • Working in the United States

      • Permanent Workers
      • Temporary (Nonimmigrant) Workers
      • E-Verify
      • I-9 Central
    • Avoid Scams

      • Common Scams
      • Find Legal Services
      • Report Immigration Scams
    • Careers at USCIS

      • Career Opportunities
      • Special Hiring Programs
  • Forms

    • Most Accessed Forms

      • I-9, Employment Eligibility Verification
      • I-485, Application to Register Permanent Residence or Adjust Status
      • I-765, Application for Employment Authorization
      • I-90, Application to Replace Permanent Resident Card (Green Card)
      • N-400, Application for Naturalization
    • Family Based Forms

      • I-129F, Petition for Alien Fiancé(e)
      • I-130, Petition for Alien Relative
      • I-360, Petition for Amerasian, Widow(er), or Special Immigrant
      • I-600, Petition to Classify Orphan as an Immediate Relative
      • I-751, Petition to Remove Conditions on Residence
    • All Forms

    • File Online

    • Employment Based Forms

      • I-129, Petition for a Nonimmigrant Worker
      • I-140, Immigrant Petition for Alien Workers
      • I-526, Immigrant Petition by Standalone Investor
      • I-539, Application to Extend/Change Nonimmigrant Status
    • Humanitarian Based Forms

      • I-589, Application for Asylum and for Withholding of Removal
      • I-730, Refugee/Asylee Relative Petition
      • I-821, Application for Temporary Protected Status
  • Newsroom

    • All News

      • Alerts
      • Fact Sheets
      • News Releases
    • Media Contacts

    • Multimedia Gallery

    • Social Media Directory

    • Speeches, Statements, Testimony

  • Citizenship

    • Learners

      • Apply for Citizenship
      • Learn About Citizenship
      • Naturalization Test and Study Resources
    • Educators

      • Educational Products for Educators
      • Resources for Educational Programs
      • Teacher Training Sessions
    • Organizations

      • Outreach Tools
      • Naturalization-Related Data and Statistics
    • Grants

      • Success Stories from Grant Recipients
  • Green Card

    • Green Card Processes and Procedures

      • Adjustment of Status
      • After We Grant Your Green Card
      • Employment Authorization Document
      • Visa Availability and Priority Dates
    • Green Card Eligibility Categories

    • How to Apply for a Green Card

    • Replace Your Green Card

    • While Your Green Card Application Is Pending with USCIS

  • Laws

    • Legislation

      • Immigration and Nationality Act
    • Class Action, Settlement Notices and Agreements

    • Unlawful Presence and Inadmissibility

    • Policy Manual

    • Regulations

    • Administrative Appeals

  • Tools

    • Alien Registration Requirement

    • Self-Help Tools

      • Check Case Processing Times
      • Case Status Online
      • Change of Address
      • E-Request
      • Password Resets and Technical Support
    • Website Resources

      • Archive
      • A-Z Index
      • Website Policies
    • Additional Resources

      • Explore my Options
      • Immigration and Citizenship Data
      • Multilingual Resource Center
      • USCIS Tools and Resources
  • Contact us
  • Multilingual Resources
Main navigation
Skip to main content
  • Humanitarian
Breadcrumb
  1. Home
  2. Humanitarian
  3. Information for Afghans - Pashto Translation

د افغانانو لپاره معلومات

  • English
  • دری
  • پښتو

خبرتیا: موږ به په اتوماتيک ډول تاسې د بیا پېرول (د پېرول اضافي مودې) لپاره د قضیې په اساس په پام کې ونیسو که تاسې یو افغان یاست او تاسې:

  • د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۶ مه له ۱۴ کلنۍ څخه کم عمر درلود؛

  • تاسې د ۲۰۲۱ کال د جولای د ۳۰مې او د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰ نیټې په لړ کې د پېرولي په توګه متحده ایالاتو ته راغلی یاست؛ او

  • تاسې د OAR یا PAR کټګورۍ ترلاسه کړی.

موږ به په اتوماتيک ډول تاسې د بیا پېرول (د پېرول اضافي مودې) لپاره د قضیې په اساس په پام کې ونیسو که تاسې یو افغان یاست او تاسې:

  • د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۶ مه تاسې ۱۴ کاله یا تر هغه ډیر عمر درلود؛

  • تاسې په متحده ایالاتو کې د OAR یا PAR کټګورۍ سره پېرول ترلاسه کړی؛

  • ستاسې د I-589 فورمه، د پناه غوښتنې او د اخراج څخه د مخنوې لپاره غوښتنلیک، یا د I-485 فورمه، د دایمي استوګنې د ثبت یا د وضعیت د سمون لپاره غوښتنلیک تر بیاکتنې لاندې دی؛ او

  • تاسې مخکې له دې چې ستاسې اصلي پېرول دوره پای ته ورسیږي د I-589 یا I-485 فورمه مو ډکه کړي.

که تاسې یو افغان یاست او تاسې د بیا پېرول غوښتنه کوئ، مګر تاسې پورتنۍ اړتیاوې نه پوره کوئ، موږ به په اتوماتيک ډول تاسې د بیا پېرول لپاره په پام کې نه نیسو. تاسې باید خپل د ابتدايي پېرول دورې پای ته رسیدو دمخه د پېرول لپاره بیا غوښتنه کولو لپاره د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک، د پېرول اسناد، او د تګ او راتګ ریکارډونه وسپارئ. موږ تاسې هڅوو چې د آنلاین حساب په کارولو سره د I-131 فورمه ډکه کړئ. د آنلاین غوښتنلیک په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د ځینو افغانانو لپاره د بیا پېرول پروسې ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

خبرتیا: تاسې ممکن په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه د کار کولو لپاره د کار جواز سند (EAD) لپاره غوښتنه کولو لپاره وړ واوسئ که:

  • تاسې په دې وروستیو کې په متحده ایالاتو کې پېرول ترلاسه کړی او ستاسې د پېرول موده لاهم د اعتبار وړ ده؛ یا

  • تاسې د پناهندګۍ غوښتنه کړې او ستاسې غوښتنلیک لږ تر لږه د ۱۵۰ ورځو لپاره د پروسس لاندې دی.

که تاسې لا دمخه د EAD غوښتنلیک پروسه نه ده پیل کړې، تاسې کولی شئ د USCIS حساب په جوړول او د I-765 فورمه په آنلاین بڼه ډکول دلته پیل کړئ. که چیرې غوښتنلیک تصویب شي، د USCIS اداره به ستاسې د کار جواز هغه پتې ته واستوي چې تاسې په خپل غوښتنلیک کې وړاندې کړی. که اړتیا وي، تاسې کولی شئ د دې پرځای د I-765 فورمې لیکلي غوښتنلیک وسپارئ.

خبرتیا: د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) تازه لارښود (PDF)  خپور کړی چې د ORR ګټې او خدمات د هغو افغان پېرولانو لپاره په نظر کې نیسي چې د هغوي د پېرول، پناه غوښتنې یا د وضعیت سمون لپاره غوښتنلیکونه د USCIS ادارې سره د پروسس لاندې وي. دا لارښود د هغو افغان پېرولانو لپاره تطبیق کیږي چې د ابتدايي پېرول موده یې پداسې حال کې چې د دوی غوښتنلیک د USCIS ادارې سره د پروسس لاندې وي پای ته رسیږي.

خبرتیا: که تاسې د خپل افغان کورنۍ خپلوانو په استازیتوب I-130 فورمه ډکه کړې وي او د دې فورمه د ۴ برخې د ۷ مادې د معلوماتو له مخې د دوی زیږون ځای افغانستان نه دی، مهرباني وکړئ د فورمې په پورتنۍ برخه کې "OAW" ولیکی تر سو د اړونده فیس له ورکولو څخه معاف شی. د فیس معافیت دوره تر سپتمبر ۳۰، ۲۰۲۳ پورې د اعتبار وړ دی. د هغو متقاضیانو لپاره چې غواړي د دې فیس له ورکولو څخه معاف شي او د دوی افغان خپلوان په افغانستان کې نه دي زیږیدلي، نشي کولی خپل فورمه آنلاین وسپاري. دا متقاضیان باید د I-130 کاغذی فورمه (PDF, 715.81 KB) ډکه کړي او د اړین لارښود سره سم د پوسته له لارې یې واستوي.

خبرتیا: که تاسې د یو افغان خپلوان په استازیتوب چې له متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوي د I-130 فورمه ډکوئ، د دوی اوسنۍ استوګنځی په ۴مه برخه، ۶۲مه پوښتنه کې ولیکئ. که ستاسې خپلوان دا مهال په افغانستان کې وي، تاسې باید په ۴مه برخه، د ۶۲مې پوښتنې کې د KBL کلمه (د کابل استازیتوب لپاره) ولیکئ. ۴مه برخه، ۶۲مه پوښتنه خالي مه پریږدئ ځکه چې دا ممکن ستاسې د غوښتنلیک پروسس وځنډوي. د I-130 فورمې د ډکولو پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، په شمول چې څنګه موږ سره اړیکه ونیسئ که ستاسې خپلوان د متحده ایالاتو څخه بهر د قونسلګرۍ پروسس کولو یا په متحده ایالاتو کې د وضعیت سمون په لټه کې وي، د I-130 فورمې وېبپاڼې ته لاړ شئ.

دا پاڼه د افغانانو لپاره معلومات وړاندې کوي.

دا ویډیو د پناه غوښتنې دوسیه کولو لپاره د ۱ کال نیټې یوه عمومي کتنه وړاندې کوي. دري او پښتو ویډیوګانې اوسمهال د لاسرسۍ وړ دي. 
پروسهٔ پیرول دوباره برای برخی از افغان ها

موږ د ځینو افغان اتباعو لپاره یو ساده او منظم بهیر وړاندیز کوو چې د I-131 فورمې، د سفر اسنادو غوښتنلیک په کارولو سره، پرته له کوم لګښت څخه، د بیا پېرول او د کار جواز نوي کولو غوښتنه وکړي.

د یو شمېر افغانانو لپاره د بیا پېرول پروسه

د افغانانو لپاره د بیا پېرول په اړه په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

د پناه غوښتنه 

په متحده ایالاتو کې اشخاص کولای شي پرته له دې چې د دوې د هیواد، تابعیت یا د کډوالۍ اوسنی حالت په پام کې ونیول شي د پناهندګۍ غوښتنه وکړي. که تاسې د خپل نژاد، مذهب، ملیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا سیاسي نظر له امله ځورول شوي یا په راتلونکي کې د ځورونې ویره لرئ، تاسې ممکن د پناه غوښتنې وړ واوسئ.

قانون له پناه غوښتونکو څخه غواړي چې متحده ایالاتو ته د دوی د وروستي ننوتلو څخه د ۱ کال دننه د پناهندگۍ غوښتنه وکړي، مګر دا چې دوی وښيي چې دوی د یو کال نیټې دننه د غوښتنلیک ورکولو څخه د استثنا لپاره وړ دي. تاسې د استثنا لپاره وړ یاست که تاسې وښایئ چې:

  • بدل شوي شرایط چې په مادي توګه ستاسې د پناه غوښتنې وړتیا اغیزمنوي یا غیر معمولي شرایط چې په مستقیم ډول د دوسیې له ځنډ سره تړاو لري؛ او
  • تاسې د دې شرایطو په پام کې نیولو سره په مناسب وخت کې خپله دوسیه ثبت کړې ده.

په عمومي ډول، د پناه غوښتنې غوښتنلیک تر ثبتولو مخکې، تر یوې مناسبې مودې پورې خپل قانوني حالت او یا پېرول ساتل د مقرراتو له مخې فوق العاده حالت ګڼل کېږي. که تاسې پداسې حال کې چې ستاسې پېرول لاهم اعتبار لري د پناه غوښتنه وکړئ، تاسې ممکن د ۱ کلن دوسیه کولو وروستۍ نیټې کې د فوق العاده استثنا مستحق واوسئ. (که تاسې د دې شرایطو څخه سرغړونه کوئ، ستاسې پېرول به نور معتبر نوي.) که تاسې د خپل پېرول له پای ته رسیدو وروسته د پناه غوښتنه کوئ، تاسې بیا هم کولی شئ د ۱ کلن پناه غوښتنې استثنا لپاره وړتیا ولرئ که چیرې تاسې د خپل پېرول له پای ته رسیدو وروسته په مناسب وخت کې غوښتنه وکړئ. د نورو معلوماتو لپاره، په یو کال کې د دوسیې ثبتولو ضرب الاجل درسي پلان  (PDF, 545.34 KB) وګورئ. د پناه غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستلو ویب پاڼه وګورئ.

د افغان پېرولیانو لپاره د پناه غوښتنې په اړه نور معلومات د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW)، د پېرول له لارې د پناه غوښتنې اړوند په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې وېبپاڼې کې موندلې شئ.

که ستاسې د پناه غوښتنې غوښتنلیک له USCIS ادارې کې د پروسس لاندې وي، تاسې کولای شئ د خپلې دوسیې حالت په آنلاین بڼه وګورئ. تاسې به د رسید هغې شمیرې ته اړتیا ولرئ چې د غوښتنلیک له سپارلو وروسته موږ درکړې ده. د پناه غوښتنې د ځنډیدلو غوښتنلیکونو په اړه د پوښتنو لپاره، تاسې یا ستاسې د سوابقو وکیل باید د قضیې په اړه د قضایي صلاحیت لرونکي دفتر سره اړیکه ونیسي. د پناه غوښتنې دفتر په اړه د معلوماتو موندلو لپاره، د USCIS د خدمتونو او د دفتر موقعیت موندونکي ته مراجعه وکړئ.

موږ د ځینو افغان غوښتونکو لخوا ثبت شوي مثبت د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو پروسس ګړندي کوو. د حکومت د بودیجې غزولو او بیړني مرستې قانون  (PDF) لاندې، موږ د پناه غوښتنې هغو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې د ځینو مشخصو افغان اتباعو او اوسیدونکو لخوا ثبت شوي، یا هغوی چې هیڅ تابعیت نه لري او په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې اوسیدل، لکه څنګه چې د دې قانون په (a)2502 برخه کې تعریف شوي (د نورو معلوماتو لپاره د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات - د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ګړندۍ پروسه برخه وګورئ). د دې قانون تر (c)2502 مادې لاندې، موږ به د پناه غوښتنې لپاره لومړنۍ مرکه په ۴۵ ورځو کې دننه ترسره کړو او که چیرې کوم استثنایي شرایط موجود نه وي، موږ به د دوسیې له ثبتولو وروسته په ۱۵۰ ورځو کې وروستۍ پرېکړه بشپړه کړو.

د هغو غیر اتباعو لپاره چې د حکومت د بودیجې غزولو او بیړني مرستې قانون  (PDF) لاندې نه دي پوښل شوي، موږ به د پناه غوښتنې هغو مثبتو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړو چې د عمومي مثبتې پناه غوښتنې مرکې مهالویش ویب پاڼې کې د ښودل شوو معیارونو سره سمون لري. د پناه غوښتنې دفتر مدیران ممکن د قضیې په اساس، د پناه غوښتنې مرکې لپاره بیړنۍ غوښتنه په پام کې ونیسي، چې هغه حالتونه هم په کې شامل دي چې ستاسې د کورنۍ نږدې غړی د ادعا شوي خطر په هیواد کې د زیان له خطر سره مخ وي. مهرباني وکړئ د مرکې د مهال ویش په اړه هر ډول بیړنۍ غوښتنې په لیکلي ډول د پناه غوښتنې دفتر ته چې ستاسې د قضیې په اړه د قضایي صلاحیت لرونکي وي، وسپارئ. د پناه غوښتنې دفتر په اړه د معلوماتو موندلو لپاره، د USCIS د خدمتونو او د دفتر موقعیت موندونکي ته مراجعه وکړئ.

د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات - د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو لپاره ګړندۍ پروسه

کله چې تاسې د I-589 فورمه، د پناه غوښتنې او د اخراج څخه د مخنیوي لپاره غوښتنلیک، ډکوئ او تاسې په لاندې ۱ او ۲ کټګوریو کې شامیلیږئ، تاسې باید لاندې لارښوونې تعقیب کړئ ترڅو د حکومت د بودیجې غزولو او بیړني مرستې قانون  (PDF) د (c)2502 برخې لاندې ستاسې د I-589 فورمې ګړندۍ پروسس ډاډمن شي:

  • ۱ کټګوري

  • تاسې د افغانستان اوسیدونکې یاست یا یې تابعیت لرئ، یا تاسې هیڅ تابعیت نه لرئ او په وروستي وخت کې مو په افغانستان کې ژوند کاوه؛
  • تاسې د جولای د ۳۰، ۲۰۲۱ او د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰مې پورې په متحده ایالاتو کې پېرول شوي یاست؛ او
  • ستاسې پېرول نه دی لغوه شوی.
  • ۲ کټګوري

  • تاسې د افغانستان اوسیدونکې یاست یا یې تابعیت لرئ، یا تاسې هیڅ تابعیت نه لرئ او په وروستي وخت کې مو په افغانستان کې ژوند کاوه؛
  • تاسې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر له ۳۰مې نېټې وروسته متحده ایالاتو ته پېرول شوي یاست؛ او
    • تاسې د یو فرد زوج/زوجه یا ماشوم یاست چې پورته ۱ کټګورۍ کې ذکر شوي، یا
    • تاسې د یو فرد مور یا پلار یا قانوني سرپرست یاست چې پورته ۱ کټګورۍ کې ذکر شوي او د 6 U.S.C. (2)279(g) لاندې د یو بې سرپرسته ماشوم په توګه تعریف شوی وي؛ او
  • ستاسې پېرول نه دی لغوه شوی.

د ګړندي پروسس لپاره لارښوونې

کله چې تاسې خپله I-589 فورمه ډکوئ، مهرباني وکړئ لاندې اضافي ګامونه بشپړ کړئ:

  • که تاسې د I-589 فورمه سپارئ، نو پر دوسیه باندې، د I-589 فورمې، د پناه غوښتنې او د اخراج څخه د مخنیوي لپاره غوښتنلیک، په ویب پاڼه کې د "چیرته فایل کړم" یا "ځانګړو لارښوونو" برخې کې د یادو شوو لارښوونو سره سمه پته ولیکئ؛
  • د دوسیې پر پوښ باندې یو ځای کې "Attn: OAW" په نښه کړئ؛
  • د I-589 فورمې په ۱ پاڼه،  A.I. برخه، پوښتنه  .19.c، خپل اوسنی حالت او وروسته د حالت په برخه کې "(پېرول)" ولیکئ. د بېلګې په توګه، که تاسې متحده ایالاتو ته د "OAR" حالت سره داخل شوي یاست، تاسې به د حالت په ساحه کې "OAR (Parole)" ولیکئ؛ او
  • د I-589 فورمې ۱ برخه، .19c پوښتنه، د نیټې په ساحه کې د ننوتلو وروستۍ نیټه شامل کړئ.

که تاسې خپله I-589 فورمه په سمه توګه ډکه کړئ او موږ تشخیص کړو چې تاسې د پورتنۍ ۱ یا ۲ کټګورۍ د وړتیا معیارونه پوره کوئ، نو موږ به ستاسې د I-589 فورمه د حکومت د بودیجې غزولو او بیړني مرستې قانون (PDF) د (c)2502 برخې لاندې د ګړندي پروسس کولو لپاره وسپارو.

د متحدینو د ښه راغلاست پروګرام (OAW) د پناه غوښتونکو لپاره په نوبتي ډول (Circuit-Ride) مرکې ځایونه

که تاسې د OAW برنامې غوښتونکی یاست، ستاسې د پناهندګۍ مرکه ممکن د USCIS په ساحوي دفتر کې ترسره شي. دا چارټ هغه ځایونه لیست کوي چیرې چې د OAW پناه غوښتونکي چې د حکومت د بودیجې غزولو او بیړني مرستې قانون (PDF)(c)2502 برخې لاندې د ګړندي پروسس کولو وړ دي ممکن خپل د پناه غوښتنې مرکې د هغوی استوګنځای پراساس ترسره کړي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د مرکې ځای ممکن بدل شي. ستاسې د مرکې دقیق ځای ستاسې د مرکې په خبرتیا کې په ګوته شوی دی.

که څه هم د USCIS ساحوي دفترونه، چې په چارټ کې لیست شوي، د پناه غوښتنې مرکې مخې ته وړي، د ساحوي دفتر کارمندان نشي کولی د پناه غوښتنې مرکې تنظیم کړي یا د پناه غوښتنې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي. که تاسې د خپلې پناه غوښتنې مرکې په اړه کومه پوښتنه لرئ، د پناه غوښتنې دفتر سره اړیکه ونیسئ چې ستاسې د قضیې واک لري. ستاسې د پناه غوښتنې دفتر موندلو لپاره، د پناه غوښتنې دفتر موقعیت موندونکی وکاروئ.

رواني روغتیا او عاطفي ملاتړ

د افغان اتباعو لپاره، د رواني روغتیا او عاطفي ملاتړ سرچینې د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر په ویب پاڼه کې د افغانانو د رواني روغتیا ملاتړ تر سرلیک لاندې شتون لري.

د غوښتنلیک پروسه

هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې دننه او بهر ژوند کوئ او د متحده ایالاتو دولت له‌ لوري/لپاره ګمارل شوي وي، د ګرين کارت ترلاسه کولو لپاره لومړی باید د I-360 فورمه، د امریشین کوڼډې/کونډ، د ځانګړې کډوالۍ د ډلبندي غوښتنليک لپاره د USCIS ادارې ته مراجعه وکړئ او یا د افغان ځانګړي کډوال ويزې (SIV) د غوښتونکي لپاره د ځانګړې کډوال د ډلبندۍ غوښتنليک لپاره د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت (DOS) د DS-157 فورمه ډکه کړئ.

هغه افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV) غوښتنليک بهير يې د ۲۰۲۲ کال تر جولای ۲۰ نېټې يا وروسته له هغه پيل کړی وي، ښايي د ځانګړي کډوالۍ ويزو د ډلبندۍ لپاره له غوښتنليک سره د DS-157 فورمه په ډکولو او د ماموريت رئيس (COM) له تأييد سره د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت سره ځانګړی کډوال په توګه ومنل شي. د لازياتو معلوماتو لپاره د بهرنيو چارو وزرات د ويب پاڼې لارښوونو هغو افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ويزې چې د متحده ایالاتو له‌ لوري يا لپاره ګمارل شوي وي ته مراجعه وکړئ.

د هغو افغان اتباعو يوه برخه چې له مخکې يې د ځانکړې کډوالۍ ويزې (SIV) لپاره د غوښتنليک بهير پيل کړی او د ۲۰۲۲ کال د جولای تر ۲۰مې پورې يې د ماموريت د رئيس تأييد ترلاسه کړي وي، بايد د خپل ځان لخوا د I-360 فورمه د USCIS ادارې ته واستوي، مګر په لاندې استثنا: که چېرې د ماموريت رئيس د تأييدي مکتوب دا ښيي چې ستاسې DS-157 استول شوی فورمه لاسليک او له غوښتليک سره د ماموريت رئيس له‌خوا تأييد شوی او تاسې د (4)INA 203(b) پر بنسټ د يو ځانګړي کډوال په توګه ډلبندي شوي ياست، د I-360 فورمې استولو ته اړتيا نه‌ لرئ.

څه وخت باید د I-360 فورمه د USCIS ادارې سره ثبت کړئ

افغان اتباع چې مخکې يې د ځانګړې کډوالۍ ويزو (SIV) غوښتنليک بهير پيل کړی او د ۲۰۲۲ کال د جولای تر ۲۰مې پورې يا له هغه مخکې يې د ماموريت رئيس تأييد ترلاسه کړی وي، باید د ځان لپاره د I-360 فورمه د USCIS ادارې ته واستوي. هغه کسان چې غوښتنليک يې د ۲۰۲۲ کال تر ۲۰مې پورې د متحده ایالاتو د ماموريت رئيس لخوا د انتظار په حالت کې وي، په مهربانۍ سره دې لاندې جدول ته مراجعه وکړي.

که تاسې په متحده ایالاتو کې یو افغان یاست او تاسې د لاندې شرایطو څخه یو لرئ:نو بیا
د ماموریت مشر (COM) تصویب پاتې دی او ستاسې د DS-157 فورمه لاسلیک شوییوځل چې ستاسې د ماموریت مشر (COM) تصویب او د DS-157 فورمه ومنل شوه، د I-485 فورمه، د دایمي استوګنې ثبتول یا د وضعیت د سمون لپاره غوښتنلیک ډکه کړئ.
ستاسې د ماموریت مشر (COM) تصویب پاتې دی او ستاسې DS-157 فورمه نه ده لاسلیک شوېکله چې ستاسې (COM) ومنل شي، د I-360 فورمه ډکه کړئ او واستوئ.
ستاسې (COM) پاتې دی او DS-157 نلرئکله چې ستاسې (COM) تصویب شي، د I-360 فورمه ډکه کړئ او واستوئ.
(COM) د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۰مې، دمخه منل شوی ود I-360 فورمه ډکه کړئ او واستوئ.
ستاسې I-360 فورمه د USCIS لخوا پریکړې ته په تمه دهیوځل چې ستاسې فورمه I-360 ومنل شي، د I-485 فورمه ډکه کړئ او وسپارئ.

د لازياتو معلوماتو لپاره زموږ I-360 فورمې پانې ته مراجعه وکړئ

که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوئ

که چېرې ستاسې I-360 فورمه تأييد کړو، ښايي تأييد شوی غوښتنليک مو د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV) د کنوسلي پړاوو بشپړولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته استوو. له هېواد څخه بهر د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV) په اړه د لازياتو معلوماتو لپاره کنسولي پړاوونو بشپړولو سايټ ته مراجعه وکړئ.

که چېرې په متحده ایالاتو کې دننه ژوند کوئ

که چېرې موږ ستاسې I-360 فورمه یا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت (DOS) ستاسې DS-157 فورمه تأييد کړي، خو تاسې متحده ایالاتو ته په دغې ځانکړې کډوالۍ ويزې (SIV) سره دننه شوي نه‌ياست، د ګرين کارټ ترلاسه کولو لپاره د I-485 فورمه، د دایمي اقامې ثبت یا د وضعیت تنظیم غوښتنلیک وړاندې کړئ.

د وضعیت سمون لپاره وړتیا

تاسې ممکن د وضعیت د سمون لپاره وړ یاست که:

  • تاسې په متحده ایالاتو کې ارزونې څخه وروسته داخل شوي یاست یا د پېرول له لارې منل شوي یاست؛
  • په فزيکي بڼه په متحده ایالاتو کې شتون لرئ؛
  • د ځانګړې کډوالۍ ويزو ترلاسه کولو مستحق ياستئ ځکه چې د I-360 فورمه یا د DS-157 فورمه مو تأييد شوی دی؛
  • د ثبت پر مهال ځانګړې کډوالۍ ويزه شمېره له ځنډ پرته تاسې ته درکول کېږي (دا هغه مهال کېږي چې ستاسې د کډوالۍ کټګورۍ لپاره د لومړيتوب نېټه په جريان کې وي. د لازياتو معلوماتو لپاره د لومړيتوب نېټې سره د ويزی لاسرسی او د بهرنيو چارو وزارت د ويزو بولټن) ته مراجعه وکړئ؛ او
  • تاسې په متحده ایالاتو کې د قانوني دایمي استوګنې لپاره د قبلېدو وړ یاست یا د نه قبلېدو معافیت یا نورو  اسانتیاوو لپاره وړ یاست.

که چېرې د يو پناه غوښتونکي په توګه متحده ایالاتو ته دننه شوي ياست، نه‌شئ کولای د هغه افغان په توګه خپل وضعيت تنظيم کړئ چې د متحده ایالاتو دولت له‌لورې/لپاره په دنده ګمارل شوي. او بايد د پناه غوښتونکي په توګه غوښتنليک وړاندې کړئ. د لازياتو معلوماتو لپاره زموږ د پناه غوښتونکو لپاره ګرين کارټ پاڼه وګورئ.

که چېرې په افغانستان کې د بشردوستانه ناورين له امله د يو افغان تبعه يا د کورنۍ غړی (له ۲۱ کلنۍ ټېټ مجرد ماشوم يا د میرمن/میړه) په توګه متحده ایالاتو کې پېرول ترلاسه کولو وروسته د ګرين کارټ لپاره غوښتنليک وړاندې کوئ او د USCIS ادارې قبول شوی I-360 فورمه او یا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د DS-157 تأييد شوي فورمه لرئ د I-485 فورمه، دائمي اقامت ثبتول یا د وضعيت تنظیم غوښتنليک استولو لپاره لاندې لارښوونې تعقيب کړئ.

د I-485 فورمې تشکيلولو لپاره بايد په فزيکي بڼه په متحده ایالاتو کې واوسئ او په خپل فورمه کې د متحده ایالاتو کې خپله پته وړاندې کړئ.

لارښوونې:

  • د کورنۍ هر هغه غړي لپاره چې د وضعيت تنظيم په موخه غوښتنليک وړاندې کوي، بايد جلا جلا I-485 فورمې بشپړ کړئ.
  • د غوښتنليک ډول: په 1.c برخه کې دويمه شمېرې کې، "د افغانستان يا عراق ځانګړي اتباعو لپاره I-360 فورمه یا DS-157" فورمه غوره کړئ. د ۲مې برخې ۳مه شمېره د کډوالۍ غوښتنليک I-360 فورمه، او  DS-157 فورمه د ماموريت رئيس په تأييدي مکتوب کې د دوسيې شمېره يا د کډوالۍ غوښتنليک I-360 دننه کړئ. د خپل I-360 فورمې د رسيد شمېره په خپله تأييدي اعلاميه (I-797 فورمې) کې موندلی شئ.
  • په I-360 فورمې کې د تأييدې اعلاميې يوه کاپي او د ماموريت د رئيس تأييدي مکتوب چې ستاسې د DS-157 فورمې تأييدي ښيي، دننه کړئ.
  • خپل I-485 فورمې د 6.a برخې په ۱۰مه برخه کې لاسليک وکړئ. که چېرې ستاسې I-485 فورم لاسلیک ونه لري، د USCIS اداره نشي کولی هغه ومني.
  • د ثبت ځای: تاسې بايد خپل غوښتنلیک يوازې په لاندې پته د USCIS په فينیکس دفتر کې ثبت کړئ. موږ د متحده ایالاتو فیدیکس FedEx، یو پی ایس  UPS، و دی ایچ ایل DHL پوستي استونې خدمات منو.

USCIS
Attn: AFGHAN NFB (Box 21281)
2108 E. Elliot Rd.
Tempe, AZ 85284-1806

  • د خپلې کورنۍ لپاره ټول I-485 فورمې په يو پاکټ کې واچوئ.
  • که غواړئ هغه مهال چې د USCIS اداره ستاسې غوښتنليک مني، الکترونيکي اطلاعیه ترلاسه کړئ د G-1145 فورمه، د غوښتنليک/منلو الکټرونيکي اطلاعيې غوښتنليک بشپړ کړئ.

د فيس په اړه معلومات: د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۳۰مې، د افغان ځانګړي کډوالو لپاره د هر ډول اړین بایومټریک خدماتو لپاره، د I-601 فورمه، د نه قبلېدو دلیلونو معافیت غوښتنلیک او یا خپل حالت تنظیم کولو لپاره د I-485 فورمې ډکولو لپاره هیڅ کوم لګښت نشته.

د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د متحدینو د ساتنې قانون، (b)602 برخه، لکه څنګه چې تعدیل شوی، د هغو افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې کټګورۍ رامینځته کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷ څخه د ۲۰۲۳ کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې، لږ تر لږه ۱ کال لپاره د متحده ایالاتو د حکومت، نړیوال امنیت مرستندویه ځواک (ISAF) لخوا یا د دې لپاره د کوم ځای ناستي په نوم ګمارل شوي وي. تاسې باید یو مثبت وړاندیز لیک یا ارزونه ولرئ چې د متحده ایالاتو حکومت ته ستاسې وفادار او ارزښتناک خدمت مستند کوي. تاسې باید وښایئ چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا ستاسې د کار په پایله کې د دوامداره جدي ګواښ سره مخ یاست. برسیره پردې، لکه څنګه چې د کورني امنیت د سکرتر لخوا ټاکل کیږي، تاسې باید د مهاجرت ویزې ترلاسه کولو او په بل ډول په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې لپاره د قبلېدو وړ کیدلو لپاره د شالید چیک او مناسب سکرینینګ پروسه بشپړه کړئ.

د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰ مه L. 117-31-2617 (PDF)خپرونې د دغه قانون باندې بياکتنه وکړه او اصلاح يې کړ څو دغه پروګرام د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۳۱ پورې تمديد او د ټولو هغو غوښتونکو شمېر چې ښايي د ځانګړې کډوالۍ ویزه ورته وړاندې شي، ۳۸۵۰۰ تنو ته لوړ کړي.

د لازياتو معلوماتو لپاره د USCIS پاليسۍ لارښود او د افغانانو لپاره د بهرنيو چارو وزارت (DOS) د ځانګړو ویزو ويب سايټ ته مراجعه وکړئ.

د ځانګړو مهاجرینو ویزو (SIV) سره د قانوني دایمي اوسیدونکو لپاره د ګرین کارتونو په اړه معلومات

د کډوالی ځانګړو ویزه لرونکی افغان لپاره د ګرین کارد په بهیر کې ځنډ

په دې وروستیو کې مونږ متوجه شو چې د USCIS اداره د هغو افغان اتباعو د ویزو کاغذي کڅوړې، چې د مهاجرت ځانګړی ویزه (SIV) تر کتګوري لاندي، د قانونې دایمې مقیم (LPRs) په حیث امریکا ته داخل شوي دي، ترلاسه کړي ندي. پخوا به مونږ دغه کڅوړې ترلاسه کولې او د هغو په بنسټ مو د دایمي هستوګنې د اقامت کارت (شین کارت) صادرول. مونږ له نورو ادارو سره کار کوو ترڅو اړین معلومات په وخت سره ترلاسه کړو او ګرین کارتونه سمدستی صادر کړو. همدا راز، مونږ وکولی شو چې ځینې هغه کسانو چې د هغو د ویزه کاغذي کڅوړې مو تر دې دمه ترلاسه کړې نه دې، معلوم او د هغوي ګرین کارتونه دهغو پتی ته لیږو چې مونږ یې په خپلو فایلونو کې لرو.

  • که تاسې د مهاجرت ځانکړی ویزه SIV قانونی دایمی اقامه لرونکی LPR په حیث ۹۰ ورځې مخکې امریکا ته داخل شوي یاست او تر دې دمه مو خپل ګرین کارت نه وې ترلاسه کړی، مهربانې و کړئ د Case Inquiry ویب پاڼې له لارې له مونږ سره اړیکه ونیسئ.
  • که تاسې د CQ مشروۍ اقامه لرونکی یا SQ لادرک ویزی کڅوړو اغیزمن کډوالو د ډلی ځخه یاست، کیدای شي د USCIS ادارې د غوښتنلیک ملاتړي مرکز تاسې ته د ملاقات وخت تعین او خبر درکړي ترڅو خپل بایومیټریک (د تصویر یا د ګوتو نښې اخیستل یا دواړه) وسپارئ. دا ډیره مهمه ده چې تاسې دغه ملاقات ته حاضر شئ ترڅو مونږ وکولی شو ستاسې بایومیټریک ترسره کړو او په دې توګه ستاسې د ګرین کارت په صادرولو کې د لا ډیر څنډ مخه و نیول شي.
  • که تاسې د کډوالی د ځانګړې ویزه SIV قانونی دایمی ویزه لرونکی LPR په توګه متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست او لا هم د کډوالی ویزه کاغذي کڅوړی مو تاسې سره موجود دی، مهرباني و کړئ هغه مونږ ته د پوستې خدماتو له لارې په لاندي پته راولیږئ:

USCIS
Attn: IV
2501 S State Hwy 121 Business
Ste 400
Lewisville, TX 75067

د مشروط اقامت له حالت څخه وتل

ادارهٔ USCIS بسیاری از خدمات و تسهیلات آنلاین دیگر را در uscis.gov ارائه می دهد تا به شما کمک کند معلومات مورد نیاز خود را پیدا نمایید.

که تاسې د مهاجرت ځانګړو ویزه SIV قانونی دایمی ویزه لرونکی LPR تر کتګوري لاندي د مشروط اقامه (CQ1, CQ2 or CQ3) سره امریکا متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست نو باید د USCIS د اړیکو مرکز سره اړیکه ونیسئ، له دغه مرکز څخه د USCIS سیمه ایزه دفتر کی د ملاقات وخت واخلئ ترڅو I-693 فورمه، د واکسین ریکارډ او د روغتیایې معایناتو راپور چې د USCIS ادارې د ټاکل شوي روغتیاپال لخوا بشپړیږي، دغې ادارې ته تسلیم کړئ. کله چې مونږ ستاسې د I-693 فورمه ترلاسه کړو او باورې شو چې دغه فورمه د ټاکل شوي ډاکټر لخوا په صحیح توګه بشپړ شوی او د نه منلو لاملونه شتون ونلري، نو مونږ به ستاسې پر قانونې دایمې اقامه LPR باندې تړل شوی مشروط حالت لري کړو.

که چیری کډه کوئ، تاسې باید د ۱۰ ورځو دننه خپل د نوې پتې معلومات له مونږ سره شریک کړئ کله چه پته مو بدلیږی. د پتې د بدلولو په هکله د لا ډیرو معلوماتو لپاره د څرنګه کولی شئ خپل آدرس بدل کړئ ویب پاڼې څخه کتنه وکړئ.

که کومه پوښتنه لرئ او یا غواړئ چې د USCIS ادارې سره خپل په شخصي معلوماتو کې بدلون راولی، نو د USCIS ادارې د اړیکو له مرکز سره اړیکه ونیسې او د USCIS استاذې سره یې خبرې وکړئ.

د USCIS اداره د uscis.gov ویب پاڼې له لاري لا ډیر خدمات او لاری برابروی ترڅو د هغه معلوماتو په موندلو کی مرسته وکړی چه تاسې ورته اړتیا لرئ.

افغان پېرولیان لپاره – د استخدام د جواز په اړه معلومات 

یادونه: که تاسې پېرول لرونکې افغان وګړې یاست چې متحده ایالاتو ته له رارسیدو سره سم مو د CBP څخه د افغان پېرولي د معلوماتو پاڼه یا د متحده ایالاتو د سفارت د کونسلګرۍ مامور څخه د پېرول شرایطو په اړه خبرتیا ترلاسه کړې وي، ستاسې پېرول د ځینو طبي شرایطو تابع ده. که تاسې متحده ایالاتو ته د سفر دمخه طبي شرایط نه وې بشپړ کړي یا مو په دولتي موقعیتونو کې چې هلته دا خدمتونه وړاندې کېږي، معاینات نه وي کړي، تاسې اړ یاست چې له دې طبي شرایطو سره د خپل موافقت په اړه خبر ورکړئ. تاسې باید خپل راپور د افغان پېرولي د واکسیناسیون حالت ته وړاندې کړئ.

افغان پناه غوښتونکي په اوتومات ډول اجازه لري چې د دوی د پېرول حالت پراساس کار وکړي

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱مه، د USCIS اداره اعلان وکړ چې د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW) عملیاتو لاندې په متحده ایالاتو کې پېرول شوي او ځینې افغانان چې د دوامدار ښه راغلاست (OEW) عملیاتو لاندې پېرول شوي دي په متحده ایالاتو کې د کار کولو وړ دي. دا پدې مانا ده چې که تاسې یو OAW یا ځانګړي OEW پېرولي یاست، موږ اړتیا نلرو چې ستاسې د I-765 فورمه، د کار جواز لپاره غوښتنلیک تصویب کړو ترڅو تاسې په متحده ایالاتو کې کار کولو وړتیا ترلاسه کړئ.

د پالیسۍ دا تازه معلومات د هغو افغان پېرولونو په اړه پلي کیږي چې د I-94 یو تازه فورمه، د تګ او راتګ ریکارډ، د "OAR" د منلو ټولګي لري که چیرې د دوی پېرول پای ته نه وي رسیدلی. که تاسې یو افغان یاست چې د (b)2502، P.L. No. 117-43 برخې لاندې پوښل شوي یاست، مګر ستاسې په I-94 کې د "OAR" ټولګي نه ده مشخص شوي، مهرباني وکړئ د CBPسره په oawi94adjustments@cbp.dhs.gov سره اړیکه ونیسئ ترڅو که مناسب وي ستاسې د منلو ټولګي تازه کړئ.

د دې پېرولیانو لپاره، د دوی تازه د I-94 فورمه د منلو وړ لیست A رسید دی چې د I-9 فورمې لپاره د دوی هویت او د کار اجازه ښیي. دا رسید د کار له نیټې څخه د ۹۰ ورځو لپاره د I-9 فورمې اړتیاوې (یا که بیا تایید شي، د کار د اجازې د پای نیټه) پوره کوي.

د ۹۰ ورځو مودې وروسته، پېرولیان باید د I-765 یوه تازه فورمه، د کارموندنې جواز سند (EAD)، یا غیر محدود ټولنیز امنیت کارت او د منلو وړ I-9 اسنادو له لیست څخه د منلو وړ لیست B پیژندنې سند (لکه د موټر چلولو جواز یا د حکومت لخوا صادر شوی پیژند کارت) وسپاري. د USCIS اداره به ګمارونکو ته د I-9 فورمې ډکولو په اړه اضافي لارښوونې چمتو کړي.

په یاد ولرئ چې د کارموندنې محدودیتونو پرته د ټولنیز امنیت کارت د هغه پېرولیانو او کسانو لپاره شتون نلري چې په دایمي توګه متحده ایالاتو ته منل شوي نه وي. د نورو معلوماتو لپاره، د ټولنیز امنیت کارډونو ډولونو ټولنیز امنیت سازمان ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

هغه کسان چې خپل I-94 فورمه یې کله چې دوی متحده ایالاتو ته پېرول شوي ول ترلاسه کړې وي باید د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو محافظت (CBP) د I-94 فورمې ویب پاڼې ته لاړ شي ترڅو خپل د I-94 فورمه وګوري او چاپ کړي.

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ په I-9 Central کې د کارمندانو حقونه او سرچینې وګورئ.

د یوه افغان پېرولي په حیث څوک د کار کولو اجازې لپاره غوښتنه کولای شي

تاسې کولی شئ د EAD لپاره د یو افغان پېرول لرونکې شخص په توګه غوښتنه وکړئ که تاسې د بیړني بشردوستانه دلیلونو یا د پام وړ عامه ګټو لپاره د مهاجرت او تابعیت (INA) 212(d)(5) قانون لاندې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰مه یا وروسته په متحده ایالاتو کې پېرول شوي یاست.

د کار جواز سند (EAD) لپاره غوښتنلیک

که تاسې د افغان پېرولي په توګه د I-765 فورمه ډکوئ، تاسې کولی شئ خپله فورمه په آنلاین یا د پست له لارې وسپارئ. که تاسې یو افغان یاست چې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله متحده ایالاتو ته د پېرولي په توګه راغلی یاست، تاسې اړتیا نلرئ د I-765 لومړنۍ فورمې یا د خپل EAD کارت بدلولو لپاره د غوښتنلیک فیس ورکړئ. د ۲۰۲۲ کال دسمبر مې۵، څخه پیل، تاسې کولی شئ خپل فیس معافیت د I-765 فورمه آنلاین وسپارئ.

آنلاین غوښتنلیک سپارل

په آنلاین بڼه د I-765 فورمې ډکولو لپاره، وړ غوښتونکي باید لومړی د USCIS آنلاین حساب جوړولو لپاره my.uscis.gov ته مراجعه وکړي. د یو آنلاین حساب جوړولو لپاره هیڅ لګښت نشته، کوم چې مختلف ځانګړتیاوې وړاندې کوي، په شمول د خوندي ان باکس له لارې ستاسې د غوښتنلیک په اړه د USCIS ادارې سره د اړیکې ټینګولو وړتیا.

د ابتدايي یا بدیل EAD لپاره د I-765 فورمې په آنلاین توګه ډکولو لپاره د فیس معافیت ترلاسه کولو لپاره:

  • د وړتیا په برخه کې، خپل "د وړتیا کټګورۍ" غوره کړئ؛

  • د هغه کټګورۍ لپاره چې تاسې یې غوښتن لیک ورکوئ، د ډراپ ډاون څخه "(11)c افغانستان پېرولي" غوره کړئ؛

  • د خپلې غوښتنې دلیل وټاکئ لکه "د استخدام منلو لومړني واک" یا "د ورک شوي، غلا شوي، یا خراب شوي د استخدام واک سند بدلول یا د استخدام واک سند اصلاح کول د شخصي غلطۍ له امله نه د USCIS لخوا"؛ او

  • د صفر ډالر فیس ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیک بیاکتنه او وسپارئ.

    • په ۱ برخه کې، د غوښتنلیک لامل ساحه کې، ".a.,1 د استخدام قبلولو لومړنۍ اجازه" او یا ".b.1 د ورک شوي، غلا شوي یا زیانمن شوي کارت بدلول ..." غوره کړئ.
    • په ۲ برخه کې، خپل اصلي هیواد "افغانستان" وټاکئ. (.19.c پوښتنه) او/یا د خپل تابعیت هیواد "افغانستان" غوره کړئ. (پوښتنه .18.a او .18.b)
    • په ۲ برخه، ۲۷ شمېره، ستاسې د مستحق کېدلو د کټګورۍ په اړه معلومات، "(11)(c)." کې ولیکئ. دا د پېروليانو د کټګورۍ شمېره ده. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د I-765 فورمې ویبپاڼې ته ورشئ.
    • د خپلې I-94 فورمې، پاسپورت یا د سفر د نورو هغو اسنادو یو نقل وساتئ چې متحده ایالاتو کې د چټکو بشردوستانه لاملونو یا د کډوالۍ او تابعیت تر قانون لاندې د مهمو عامه ګټو د لاملونو (INA) 212(d)(5) له مخې تاسې ته د پېرول درکول څرګندوي. د I-94 فورمې د ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د ګمرکاتو او سرحد خوندیتوب ادارې (CBP) د I-94 فورمې وېبپاڼه وګورئ.
      • که چېرې تاسې پاسپورت نه لرئ، تاسې کولای شئ په پورته یاده شوې وېبپاڼه کې د "تر ټولو تازه I-94 ترلاسه کړئ" په انتخابولو سره، د خپلې A – شمېرې په کارولو خپله I-94 فورمه بېرته ترلاسه کړئ. د پاسپورت شمېرې په ساحه کې خپله A – شمېره ولیکئ او د پاسپورت د ورکوونکي هېواد په ځای کې "USA" ولیکئ.

د پوست له لارې غوښتنلیک سپارل

د I-765 کتبي فورمه خپل د اوسنۍ آدرس پر اساس هغه پتې ته واستوئ چې د USCIS د پست آدرس لاک باکس چارټ پاڼه کې ورکړل شوي د ځینې کورنۍ پورې اړوند فارمونو په ویبپاڼې کې په نښه شوي دي.

لاندې د I-765 فورمې ډکولو لپاره ځینې لارښوونې دي:

  • ډاډه اوسئ چې د فورمې ټولې برخې بشپړې کړئ. که چېرې له دغو برخو څخه کومه برخه تشه پاتې وي، مونږ به ستاسې فورمه رد کړو:
    • ۱ برخه – د غوښتنې لامل
    • ۲ برخه – کورنی نوم
    • ۲ برخه – د زېږېدلو نېټه
    • ۲ برخه – پته
    • ۲ برخه – د مستحق کېدلو کټګوري
    • ۳ برخه – لاسلیک
  • د I-94 فورمه، پاسپورت یا د پورته تشرېح شوو نورو سفري اسنادو له یوې کاپي سره د I-765 فورمه وسپارئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د غوښتنلیکونو د ملاتړ په مرکزونو کې د مهالوېشونو په ترتیبولو سره به د افغانانو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړل شي څود هغوي بایومترېک ترلاسه شي. هغه ادارې چې له غوښتنلیک سپارونکو سره د هغوي د I-765 فورمې په برخه کې مرسته کوي، کولی شي غوښتنلیکونه د USCIS ادارې ته په ډله ییزه توګه وسپاري.

د I-765 فورمې له ډکولو وروسته

د USCIS اداره ښايي له تاسې وغواړي چې د مرکې لپاره حاضر شئ یا د بایومتریک (د ګوتو نښان، عکس، او/یا لاسلیک) لپاره ورشئ چې ستاسې د هویت تصدیق کولو، اضافي معلوماتو ترلاسه کولو، او مخینې او امنیتي ارزونې ترسره کولو لپاره ترسره کېږي، په دې کې د جرمي تاریخي سوابقو کتل هم شامل دي چې د فدرالي تحقیقاتو بیورو (FBI) لخوا پر مخ وړل کېږي، مخکې له دې چې ستاسې د I-765 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړل شي.

وروسته له دې چې موږ ستاسې غوښتنلیک ترلاسه کړو او ومنو، موږ به تاسې ته په لیکلي ډول خبر درکړو چې تاسې د بایومیټریک خدماتو ملاقات کې برخه اخیستلو ته اړتیا لرئ او که نه. که اړتیا وي، هغه خبرتیا چې موږ یې تاسې ته لیږو، تاسې ته به ستاسې د محلي یا ټاکل شوي USCIS د غوښتنلیکونو د ملاتړ مرکز موقعیت او ستاسې د ملاقات نیټه او وخت ښيي. که تاسې د خپل بایومټریک خدماتو ملاقات ته حاضر نه شئ، موږ ښايي ستاسې غوښتنلیک رد کړو.

که موږ ستاسې I-765 فورمه تائید کړه، نو موږ به ستاسې د استخدام جواز سند (EAD) تاسې ته ستاسې په ثبت شوې پته درولیږو. تاسې باید په خپله پته کې د هر ډول بدلون په اړه په ۱۰ ورځو کې دننه USCIS ادارې ته خبر ورکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسې EAD په وخت او سمه توګه تاسې ته رسیږي. (تاسې باید USCIS ته د پتې د بدلون په اړه د AR-11 فورمه، د بهرنیانو د پتې د بدلون کارت، په آنلاین ډول ډکولو له لارې د پتې د بدلولو ویب پاڼې په کارولو سره خبر ورکړئ.)

ستاسې د استخدام جواز د نوي کولو یا ستاسې د EAD بدلولو غوښتنې لپاره، د I-765 فورمې پاڼه وګورئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: فدرالي قانون هر کار ګومارونکی چې په متحده ایالاتو کې استخدام کوي، د فیس لپاره یې راجع کوي، یا یو کس په متحده ایالاتو کې د کار لپاره ګوماري، مکلفوي چې د I-9 فورمه، د کار وړتیا تصدیق، ډکه کړي. د I-9 فورمې او د کارکوونکي په توګه ستاسې د حقونو په اړه نور معلومات د I-9 مرکزي ویب پاڼه کې ومومئ.

د EAD د تصحیح غوښتنه څنګه ترسره کړئ

که ستاسې EAD غلط معلومات یا تېروتنه ولري، د اصلاح لپاره تاسې باید USCIS ته لاندې اسناد وسپارئ:

  • اصلي کارت چې تېروتنه لري؛
  • د کارت د تېروتنې تفصيلي وضاحت (لکه ناسم نوم، د زېږېدو نېټه، او داسې نور)؛
  • ستاسې د متحده ایالاتو پُستي پته؛ او
  • د سمو معلوماتو د ملاتړيزو/حمایوي اسنادو نقل.

په حمایوي اسنادو کې ستاسې د سمو معلوماتو لرونکي لومړني یا ثانوي اسناد شامل دي. که تاسې لاندې لست شوي ثانوي اسناد سپارئ، نو باید په اړه یې توضیحات ورکړئ چې ولې لومړني اسناد شتون نلري. که تاسې USCIS ته په بهرنیو ژبو لیکل شوی سند سپارئ، نو تاسې باید د انګلیسی ژبې بشپړ ژباړه چې د یوه ژباړونکی لخوا یې د ژباړلو د بشپړتیا او سموالي د تصدیق خط شامل کړئ، او همدارنګه د ژباړونکي تصدیق چې دوی د بهرنئ ژبې څخه انګلیسی زبې ته د ژباړې وړتیا لري.

  • لومړني اسناد:
    • پاسپورت؛
    • تذکره؛ یا
    • د زېږیدنې سند.
  • ثانوي اسناد:
    • د موټر چلولو جواز/لایسنس
    • بیوګرافیک معلومات یا حمایوي اسناد چې د USCIS یا د متحده ایالاتو د حکومت پخوانیو غوښتنلیکونو یا عریضو لپاره وړاندې شوي، یا نور رسمي سوابق چې لاندې اسناد په کې شامل دي:
      • I-360 فورمه؛
      • DS-157، د کام اپروول (عمومی رییس) د تائید خبرتیا؛
      • I-130 فورمه؛
      • I-730 فورمه؛
      • د متحده ایالاتو د ویزې غوښتنلیکونه (DS-160, DS-260)؛
      • مذهبي یا طبي اسناد چې ستاسې نوم او د زیږون نیټه ولري؛ یا
      • د ښوونځي یا د کار موندنې سوابق چې ستاسې نوم او د زیږون نیټه لري؛ یا
    • د زیږون یو ثبت شوی حلف، چې باید لاندې معلومات په کې شامل وي:
      • ستاسې د زیږون نیټه، د زیږون ځای، او ستاسې د بشپړ نوم سمه املا؛
      • ستاسې د دواړو والدینو بشپړ نومونه؛ او
      • حلف کوونکی څنګه ستاسې د زیږون په اړه پوهیږي.

یادونه: د محرمیت محدودیتونه کیدای شي د I-730 فورمې په ځینو معلوماتو باندې پلي شي، چې په دې پورې اړه لري چې معلومات چا سپارلي، له چا سره تړاو لري، او له چا سره شریک کیږي.

که تاسې نشئ کولای د پورتنیو غوښتل شويو اسنادو یا ثبت شوو حلفونو څخه کوم یو چمتو کړئ، نو مفصل لیکلي توضیحات وړاندې کړئ چې دا تشریح کوي چې ولې تاسې نشئ کولای یاد معلومات وړاندې کړئ. په خپل وضاحت کې لاندې معلومات شامل کړئ:

  • ستاسې سم بشپړ نوم، د زیږون نیټه، او د زیږون ځای؛ او
  • ستاسې د مور او پلار بشپړ نومونه، د زیږون نیټه، او د زیږون ځای.

تاسې باید د خپل بیان اعتبار هم تصدیق کړئ چې تاسې نشئ کولای لومړني یا ثانوي اسناد وړاندې کړئ. تصدیق باید وښیي چې په بیانیه کې هغه معلومات چې تاسې وړاندې کړي د اعتبار وړ دي. تاسې باید خپل تصدیق لاسلیک کړئ، مګر اړینه نه ده چې په قضا کې ثبت شي.

دا معلومات په لاندې پته ولېږئ:

U.S. Department of Homeland Security
Attn: OAW EAD Card Corrections
P.O. Box 648003
Lee’s Summit, MO 64002

تاسې اړتیا نلرئ چې د I-765 نوې فورمه وسپارئ یا د تصحیح شوي کارت د غوښتنلیک لپاره فیس ورکړئ.

که هغه تېروتنه چې تاسې یې راپور ورکوئ دا وي چې ستاسې په کارت کې ورکړل شوی عکس ناسم دی، موږ ښايي تاسې ته د USCIS د غوښتنلیکونو د ملاتړ مرکز کې د نوي عکس اخیستلو لپاره د ملاقات لپاره خبرتیا واستوو.

د بشپړې شوې I-765 فورمې او د چمتو شوې EAD حالت څنګه وګورئ

که تاسې د I-765 فورمې سپارلو وروسته خپل EAD نه وي ترلاسه کړی، د قضیې آنلاین حالت وګورئ یا د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمېرې، له دوشنبې تر جمعې، د سهار له ۸ بجو د ماسخوتن تر ۸ بجو پورې د Eastern په وخت خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره اړیکه ونیسئ.

که تاسې په خپل EAD کې ستونزه لرئ، نو لاندې کارونه ترسره کړئ

که تاسې....

نو بیا ....

خپل د EAD ترلاسه کولو لپاره باید خپل پُستي آدرس سم یا تازه کړئ
  • د AR-11 فورمه، بهرنیانو د پتې د بدلون کارت، په آنلاین ډول ډکولو له لارې د پتې د بدلولو ویب پاڼې په کارولو سره بشپړه کړئ. تاسې باید په خپله پته کې د هر ډول بدلون په اړه په ۱۰ ورځو کې دننه USCIS ادارې ته خبر ورکړئ 
باید د پُست له لارې استول شوې EAD د نه ترلاسه کولو یا نه تحویلۍ په اړه راپور ورکړئ.
  • د USCIS ادارې سرهد بریښنایی غوښتنلیک – د  کارت نه تحویلۍ وېبپاڼې په کارولو سره آنلاین اړیکه ټینګه کړئ.
  • که د USCIS ادارهد نه تحویلۍ ریکارډونه ونلري، موږ ممکن له تاسې څخه وغواړو چې د مثنی کار جواز لپاره غوښتنه کولو لپاره د I-765 فورمه وسپاري.د کار جواز  مثنی کارت لپاره د درخواست کولو لپاره د نوي I-765 فورمه سپارلو لپاره لاندې مرحلې بشپړ کړئ:
    • په ۱ برخه کې، د غوښتنلیک لامل ساحه کې، ".b.1 د ورک شوي، غلا شوي، ویجاړ شوي سند بدلول یا اصلاح ..." غوره کړئ.
    • په ۲ برخه، ۲۷ شمېره، ستاسې د مستحق کېدلو د کټګورۍ په اړه معلومات، "(c)(11)." کې ولیکئ. دا د پېروليانو د کټګورۍ شمېره ده. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د I-765 فورمې ویبپاڼې ته ورشئ.
    • که تاسې خپله فورمه I-765 په کتبيډول وسپارئ، د I-765 کتبي فورمه خپل د اوسنۍ آدرس پر اساس هغه پتې ته واستوئ چې د USCIS د پست آدرس لاک باکس چارټ پاڼه کې ورکړل شوي د ځینې کورنۍ پورې اړوند فارمونو په ویبپاڼې کې په نښه شوي دي.
    • د I-94 فورمې، د تګ او راتګ ریکارډونه، پاسپورت، نور سفري اسنادو یو کاپيچې په متحده ایالاتو کې د بيړنيو بشردوستانه دلیلونو یا د پام وړ عامه ګټو دلیلونوله امله ستاسې د پېرول ترلاسه کول ثابتوي، يا د INA 212(d)(5) پر بنسټ د افغان پېرولپه نښې سره "OAW" یا "OAR" واستوئ.
      • د I-94 فورمې ترلاسه کولو په اړه د لازياتو معلوماتو لپاره د CBP ادارې د I-94 فورمېويب پاڼه وګورئ.
      • که چېرې تاسې پاسپورت نه لرئ، تاسې کولای شئ په پورته یاده شوې وېبپاڼه کې د "تر ټولو تازه I-94 ترلاسه کړئ" په انتخابولو سره، د خپلې A – شمېرې په کارولو خپله I-94 فورمه بېرته ترلاسه کړئ. د پاسپورت شمېرې په ساحه کې خپله A – شمېره ولیکئ او د پاسپورت د ورکوونکي هېواد په ځای کې "USA" ولیکئ.
  • د کارت بیا صادرولو لپاره هیڅ فیس نشته.

که تاسې د کوم ځنډیدلي غوښتنلیک په اړه پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسۍ ویب پاڼه وګورئ.

متحده ایالاتو ته د انتقال شویو افغان اتباعو لپاره معلومات 

د USCIS اداره هغو افغان اتباعو او د دوی د کورنۍ نږدې غړو ته چې متحده ایالاتو ته انتقال شوي د کډوالۍ خدمتونه وړاندې کوي چې تر ننوتلو وروسته د کډوالۍ اضافي پروسس ته اړتیا لري. افغان اتباع او د هغوی کورنۍ چې متحده ایالاتو ته کډه شوي دي له بیلابیلو ډلو څخه تشکیل شوي دي:

د هغو افغان اتباعو لپاره چې د قانوني دایمي اوسیدونکو په توګه متحده ایالاتو ته داخل شوي دي (د مهاجرت د ځانګړي ویزې لرونکو په شمول)، د مشروط دایمي اوسیدونکو په توګه چې د مهاجرت ځانګړي ویزې ولري، یا هغه چې تر رارسیدو وروسته د افغان ځانګړي مهاجر په توګه طبقه بندي شوي دي

که تاسې....

نو بیا ....

متحده ایالاتو ته د قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه منل شوي یاست
  • موږ به ستاسې ګرین کارت په ریګارډ کې ستاسې پُستي پتې ته واستوو.
تاسې د CBP ادارې لخوا پېرول له طریقه متحده ایالاتو ته راغلي یاست او وروسته د ځانګړي افغان مهاجر په توګه طبقه بندي شوي. ستاسې د I-94 فورمه، د تګ او راتګ ریکارډ به د "د ځانګړي مهاجر حالت پېرول (SQ/SI)" کلمو سره ټاپه شوي وي.
  • وروسته له دې چې تاسې د متحده ایالاتو حکومت د کډوالو مرکز یا خوندي ځای کې د I-765 فورمه، د کار جواز لپاره غوښتنلیک ډکه کړئ، موږ به ستاسې د I-765 فورمه د پریکړې لپاره پروسس کړواو ستاسې EAD به په فایل کې ستاسې پتې ته واستوو.
  • که تاسې د متحده ایالاتو حکومت د  کډوالو مرکز یا خوندي ځای کې د I-485 فورمه، دایمي استوګنې د راجستر کولو یا د وضعیت د سمون لپاره غوښتنلیک ډکه کړې، نو موږ به هلته ستاسې د I-485 فورمه ومنو او د قضاوت لپاره به یې واستوو. تاسې باید د I-360 فورمه، د امریشین کوڼډې/کونډ، د ځانګړې کډوالۍ د ډلبندي غوښتنليک ثبت کړې وي، او تاسې باید د I-485 فورمې د فایلولو لپاره  په متحده ایالاتو کې خپل پته وړاندې کړئ.
  • که تاسې د متحده ایالاتو د حکومت د کډوالو مرکز یا خوندي ځای کې د  I-485 فورمه نه وي ډکه کړې، موږ تاسې هڅوو چې ژر تر ژره د I-485 فورمه ډکه کړئ ترڅو د قانوني دایمي اوسیدونکي کیدو لپاره غوښتنه وکړئ او خپل ګرین کارت ترلاسه کړئ.تاسې باید د I-485 فورمې د فایلولو لپاره  په متحده ایالاتو کې خپل پته وړاندې کړئ.که ستاسې پته بدله شي، تاسې باید موږ ته د ۱۰ورځو دننه د خپل نوي پتې په اړه د AR-11 فورمه، د بهرنیانو د پتې د بدلون کارت له طریقه خبر راکړئ.د AR-11 فورمې فایل کولو ترټولو ګړندۍ لاره  آنلاین ده.
  • تاسې اړتیا نلرئ د I-485 فورمې لپاره د فایل کولو یا بایومټریک خدماتو فیسونه ورکړئ که چیرې تاسې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰مې یا وروسته متحده ایالاتو ته د تصویب شوي د I-360 فورمه، د امریشین کوڼډې/کونډ، د ځانګړې کډوالۍ د ډلبندي غوښتنليک د ځانګړی مهاجر، د یو افغان په توګه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حکومت یا ایساف لخوا یا په استازیتوب ګمارل شوی ولئ، پېرول شوي یاست. د فایل کولو ځانګړي لارښوونې په دې کټګورۍ کې د I-485 فورمه ډکوونکو لپاره پلي کیږي. د هغه افغان وګړو لپاره ګرین کارت چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یا په استازیتوب ګمارل شوي ول یا د افغان یا عراقي ژباړونکو لپاره ګرین کارت ویبپاڼو کې د غوښتنلیک په اړه د لارښوونو بیاکتنه وکړئ.
په متحده ایالاتو کې د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د CBP ادارې مهر سره داخل شوي یاست چې تاسې د CQ1، CQ2، یا CQ3 د منلو واک (COA) په توګه مني.
  • د رسیدلو په وخت کې، تاسې باید متحده ایالاتو ته دداخلیدو په  ۳۰ ورځو کې دننه د کډوالۍ طبي معاینه ترسره کړئ ترڅو ستاسې د دایمي اوسیدونکي مشروطه حالت لري شي.
  • که تاسې اوس هم په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ روغتیا معاینه بشپړولو ته اړتیا لرئ، یو ملکي جراح چې د USCIS ادارېلخوا ټاکل شوی باید ازموینه ترسره کړي. کله چې د کډوالۍ طبي معاینه بشپړه شي، ملکي جراح به پایلې په I-693 فورمه، د طبي معاینې راپور او د واکسین ریکارډ  کې درج کړي. د مهاجرت روغتیایی معایناتو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د I-693 فورمې یا یو ډاکټر پیدا کړئ ویب پاڼه وګورئ.
  • که تاسې دمخه د مهاجرت طبي معاینه بشپړه کړې وي (یا د متحده ایالاتو څخه بهر یا دننه) او غواړئ چې خپل د دایمي استوګنې حالت باندې مشروطیت لرې کړئ، خپل د صحي معایناتو اسنادو وړاندې کولو لپاره باید خپل د قضیې د USCIS محلي واک لرونکې دفتر د اړیکو مرکز سره د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۸ بجو څخه تر ماښام ۸ بجو پورې د USCIS 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمیرو له لارې اړیکه ونیسئ.
  • ستاسې د طبي معایناتو په ملاقات کې، موږ به بیاکتنه او ارزونه وکړو چې آیا تاسې د روغتیا اړونده دلیلونو له مخې د قبلېدو وړ نه یاست. که موږ په معقول دلیل وټاکو چې تاسې د قبلېدو وړ یاست، موږ به ستاسې د دایمي استوګنې حالت باندې مشروطیت لرې کړو. که موږ دا معلومه کړو چې تاسې د معقولو دلیلونو پراساس د قبلېدو وړ نه یاست، تاسې ممکن د I-601فورمه، د نه قبلېدو دلیلونو معافیت غوښتنلیک په ډکولو سره د نه قبلېدو معافیت لپاره وړ شئ. ستاسې د دایمي استوګنې مشروطیت له لرې کولو وروسته، موږ به ستاسې ګرین کارت په فایل کې ثبت شوې آدرس ته ولېږو. که ستاسې پته بدله شي، د USCIS ادارې سره د خپل پته نوي کولو څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې د پتې د بدلون برخه وګورئ.
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د افغان ځانګړو مهاجرینو په توګه د طبقه بندي لپاره غوښتنه کوي

که تاسې....

نو بیا ....

په متحده ایالاتو کې د CBP ادارې لخوا پېرول شوي یاست
  • د خپل پېرول شرایطو ته مراجعه وکړئ کوم چې تاسې متحده ایالاتو ته د  راتللو پرمهال ترلاسه کړي.
  • وروسته له دې چې تاسې د متحده ایالاتو د حکومت د کډوالو په مرکز یا خوندي ځای کې د I-765 فورمه، د استخدام جواز لپاره غوښتنلیک ډکه کړئ، موږ به ستاسې د I-765 فورمې په اړه پریکړه وکړواو ستاسې EAD به تاسې ته په سوابقو کې موجود پتې ته واستوو.په افغانستان کې د بيړنيو بشردوستانه دلیلونو له امله متحده ایالاتو ته د پېرول شویو افغانانو لپاره د لومړنۍ I-765 فورمېدوسیه کولو لپاره هیڅ فیس نشته.
  • د دې لپاره چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یا په استازیتوب د دندې پراساس د ځانګړي مهاجر په توګه د وضعیت تنظیم کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، تاسې اړتیا لرئ چې لومړی د بهرنیو چارو وزارت (DOS) سره د ماموریت مشر تأیید (COM) ترلاسه کړئ.د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د DOS د هغې  افغانانو لپاره ځانګړي مهاجرت ویزې چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا / په استازیتوب ګمارل شوي ول او د عراقي او افغان ژباړونکو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIVs) ویبپاڼې وګورئ.
  • د  ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰مې یا وروسته، تاسې کولی شئ د DS-157 فورمې، د افغان SIV غوښتنلیک ورکوونکو لپاره د ځانګړي مهاجرت ډلبندۍ لپاره عریضه په ډکولو سره د مهاجرینو ځانګړي درجه بندي وغواړئ کله چې تاسې د COM تأییدي لپاره غوښتنه کوئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د DOS د هغې  افغانانو لپاره ځانګړي مهاجرت ویزې چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا / په استازیتوب ګمارل شوي ول وګورئ.
  • که تاسې دمخه د SIV غوښتنلیک پروسه پیل کړې وي او د ۲۰۲۲د جولای په  ۲۰مې یا دمخه د COM تأییدي ترلاسه کړی وي، تاسې باید د USCIS ادارېسره د I-360 فورمه، د امریشین کوڼډې/کونډ، د ځانګړې کډوالۍ د ډلبندي غوښتنليک عریضه ثبت کړئ. تاسې کولی شئ خپل غوښتنلیک د اړینو اسنادو سره (په غوره توګه په .pdf بڼه کې) nsci360sivapp@uscis.dhs.gov ته واستوئ.مهرباني وکړئ خپل لاسلیک په عریضه او بریښنالیک آدرس کې شامل کړئ چیرې چې تاسې غواړئ موږ ستاسې د غوښتنلیک بریښنایی رسید واستوو.
  • کله چې د افغان ځانګړي مهاجر په توګه د طبقه بندي کولو لپاره ستاسې عریضه د USCIS یا DOS ادارو لخوا تصویب شي، تاسې کولی شئ د I-485 فورمې، د اقامې دایمي حالتثبتولو یا د وضعیت تنظیم غوښتنلیک په کارولو سره د ګرین کارت (د دایمي استوګنې قانوني حالت) لپاره غوښتنه وکړئ. تاسې باید د I-485 فورمې د فایل کولو لپاره په متحده ایالاتو کې خپله پته درج کړئ.که ستاسې پته بدله شي، تاسې باید موږ ته د ۱۰ورځو دننه د خپل نوي پتې په اړه خبر  راکړئ. تاسې اړتیا نلرئ د I-485 فورمې د فایل کولو یا بایومټریک خدماتو لپاره فیس ورکړئ که چیرې تاسې په افغانستان کې د بېړنۍ بشرې وضعیت له امله متحده ایالاتو ته پېرول شوي یاست. کله چې د I-485 فورمه ډکوئ، تاسې باید د تایید شوي  I-360 فورمې ثبوت یا د ماموریت د مشر تصویب لیک یوه کاپي وړاندې کړئ چې ستاسې د DS-157 فورمې تصویب هم په ګوته کوي. د هغه افغان وګړو لپاره ګرین کارت چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یا په استازیتوب ګمارل شوي ول ویب پاڼې کې د غوښتنلیک لارښوونو بیاکتنه وکړئ.تاسې د وضعیت د سمون لپاره د درخواست کولو وړ نه یاست تر هغه چې USCIS یا DOS ستاسې غوښتنلیک نه وي تصویب کړي.
  • زما د انتخابونو څیړل ویب پاڼې ته لاړ شئ چې د کډوالۍ نور هغه غوراوي وګورئ چې ښايي ستاسې لپاره د لاسرسي وړ وي.
هغو افغان اتباعو لپاره چې ځنډیدلي غوښتنلیکونه یا عریضې نه لري

اگر شما....

سپس....

په متحده ایالاتو کې د CBP ادارې لخوا پېرول شوي یاست
  • د خپل پېرول شرایطو ته مراجعه وکړئ کوم چې تاسې متحده ایالاتو ته د  راتللو پرمهال ترلاسه کړي.
  • وروسته له دې چې تاسې د متحده ایالاتو د حکومت د کډوالو په مرکز یا خوندي ځای کې د I-765 فورمه، د استخدام جواز لپاره غوښتنلیک ډکه کړئ، موږ به ستاسې د I-765 فورمې په اړه پریکړه وکړواو ستاسې EAD به تاسې ته په سوابقو کې موجود پتې ته واستوو.
  • که تاسې د کورنۍ یو داسې غړی لرئ چې ستاسې لپاره د I-130 فورمې، د بهرنیو خپلوانو لپاره عریضې، ډکولو وړ وي، تاسېکولای شئ د I-485 فورمې سره په ورته وخت کې د کورنۍ-پر بنسټ عریضې په څیر د ګرین کارت لپاره هم غوښتنه وکړئ. یا په هغه وخت کې چې عریضه مو د USCIS سره د پروسس لاندي وي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، زموږ د I-485 د جاري فورمو ډکولو ویب پاڼه وګورئ. همدا ډول د مختلفو کټګوریو په اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ د ګرین کارت د شرایطو وړ کټګوریوویب پاڼه هم وګورئ چې تاسې یې تر شرایطو لاندې د کډوالۍ وړ یاست.
  • د ځانګړي مهاجر حالت، د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ عریضې (دI-130 فورمې یا  I-730 فورمې، د کډوال/د پناه غوښتونکو د خپلوانو عریضې)، پناه غوښتنې، او نورو غوراویو په اړه معلومات لاندې وګورئ.
  • زما د انتخابونو څیړل ویب پاڼې ته لاړ شئ چې د کډوالۍ نور هغه غوراوي وګورئ چې ښايي ستاسې لپاره د لاسرسي وړ وي.
د مهاجرت ځانګړې وېزې 

د هغو افغان اتباعو لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) د پروسې په اړه د معلوماتو لپاره چې د متحده ایالاتو د حکومت یا د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو/ایساف لخوا ګومارل شوي وي، د ګرین کارټ د هغه افغان وګړي لپاره چې د امریکا د دولت لخوا یا د دی دولت په استازیتوب ګمارل شوی وي ویب پاڼه وګورئ.

هغه غوښتنلیک ورکوونکي، ګټه اخیستونکي، یا د رسمي وکیلان، چې G-28 فورمې، د وکیل یا باوري استازي په توګه د حاضریدو خبرتیا ولري، او د افغان ځانګړو مهاجرینو لپاره د ځنډیدلي غوښتنلیک په اړه پوښتنې لري کولای شي د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمیرو، له دوشنبې تر جمعې، د سهار له ۸ بجو د ماسخوتن تر ۸ بجو پورې د Eastern پر وخت، اړیکه ونیسي. که تاسې له متحده ایالاتو څخه بهر یاست، نو 212-620-3418 شمېرې ته زنګ ووهئ یا د خپلې قضیې حالت په آنلاین ډول وګورئ.

د (COM) د ځنډیدلي غوښتنلیک یا د مهاجرت ویزې په اړه د پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره د مهاجرینو ځانګړو ویزو ته مراجعه وکړئ چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا /په استازیتوب ګومارل شوي وي.

د هغو افغان اتباعو لپاره ګرین کارتونه چې په دیپلوماتیک حالت سره متحده ایالاتو ته داخل شوي دي (۱۳مه برخه) 

تاسې ښايي د مهاجرت او تابعیت قانون تر ۱۳ برخې لاندې د ګرین کارت ترلاسه کولو وړ یاست که چېرته:

  • تاسې یو تابعیت نه لرونکی شخص یاست چې متحده ایالاتو ته د A-1، A-2، G-1، یا G-2 غیر کډوال په توګه داخل شوي یاست؛
  • تاسې د خپل A-1، A-2، G-1، یا G-2 غیر کډوال حالت ساتلو کې پاتې راغلي یاست؛
  • ستاسې دندې ډیپلوماتیکې یا نیمه ډیپلوماټیکې وې.
  • تاسېکولای شئ وښایئ:
    • هغه معقول دلایل چې ولې تاسې نشئ کولای هغه هیواد ته بیرته ستانه شئ چې داسې حکومت یې استازیتوب کوي چې تاسې یې د ډیپلومات په توګه پیژندلي واست؛ او
    • دا چې ستاسې د حالت سمون به د متحده ایالاتو له ملي ګټو سره سم وي؛
  • تاسې د ښه اخلاقي کرکټر خاوند یاست؛
  • تاسې په متحده ایالاتو کې د قانوني دایمي استوګنې لپاره د قبلېدو وړ یاست؛ او
  • د یو قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه ستاسې داخلیدل به د متحده ایالاتو د ملي هوساینې، خوندیتوب یا امنیت سره په ټکر کې نه وي.

د ۱۳مې برخې په اړه د نورو معلوماتو لپاره او د هغو افغان اتباعو، چې په ډیپلوماټیک حالت کې منل شوي، اړوند د ثبت کولو د ځانګړو لارښوونو لپاره، د ۱۳مې برخې ویب پاڼه وګورئ.

د پتې بدلول 

که تاسې یو افغان وګړې یاست چې متحده ایالاتو ته د پېرول له لارې راغلې یاست، تاسې باید په متحده ایالاتو کې خپل د آدرس بدلولو په ۱۰ ورځو کې دننه د USCIS ادارې ته راپور ورکړئ. تاسې باید هر ځلې چې یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوئ باید مونږ ته خبر راکړئ حتا که په لنډمهاله توګه هم وي. تاسېکولای شئ خپله پته آنلاین بدله کړئ او خپله پته په هر ډول ځنډیدلو غوښتنلیکونو او عریضو کې په ورته وخت کې د USCIS آنلاین پتې بدلولو سیسټم په کارولو سره تازه کړئ.

ستاسې د پتې بدلولو پورتنۍ طریقه به د USCIS په دوسیه کې په ټولو ځنډیدلو غوښتنلیکونو، عریضو، یا غوښتنو کې ستاسې پته تازه کړي چې تاسې یې په فورمه کې د رسید شمیرې داخلوئ.

مهمه ده چې د پتې د بدلون غوښتنې پر مهال د USCIS سره د هرې ځنډیدلې دوسې لپاره د رسید شمیره داخله کړئ، چې موږ وکولی شو د دې دوسیو سره تړلې پته تازه کړو. موږ به محرم اسناد په دوسیه کې داخلې شوې پتې ته لیږو، نو ځکه مهمه ده چې د ټولو ځنډیدلو دوسیو لپاره د رسید شمیرې داخلې کړئ. تاسې کولای شئ د رسید شمیره د رسید خبرتیا (فورم I-797C) کې ومومئ کوم چې موږ ستاسې د غوښتنلیک یا عریضې له درج کولو وروسته صادره کړې ده. موږ د رسید خبرتیاوې په غوښتنلیک یا عریضه کې لیست شوي پتې ته لیږو.

که تاسې د پتې د بدلون غوښتنې په اړه کومه ستونزه یا پوښتنه لرئ، نو nbcafghancoa@uscis.dhs.gov ته یو برېښنالیک ولېږئ. یادونه: د دې بریښنالیک آدرس څخه یوازې هغه وخت کار واخلئ چې تاسې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰مې یا له هغه وروسته د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات لاندې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست، یا تاسې (یا د کورنۍ غړي مو) د متحده ایالاتو څخه بهر یو افغان یاست چې له USCIS سره مو غوښتنلیک یا عریضه د پروسس لاندې ده.

د حقوقي خدمتونو موندل 

د حقوقي خدمتونو د موندلو په اړه د معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د حقوقي خدمتونو موندلو ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

بشري پېرول 

که تاسې له متحده ایالاتو څخه بهر یاست، تاسې یا ستاسې په استازیتوب یو بل کس کولای شي د بیړني بشري یا د پام وړ عامه ګټو دلیلونو پراساس متحده ایالاتو ته د پېرول غوښتنه وکړي. هغه اشخاص چې قانوني پېرول لري متحده ایالاتو ته د رسیدو وروسته د استخدام د جواز لپاره غوښتنه کولای شي. د افغان اتباعو لپاره د پېرول په اړه د معلوماتو لپاره، USCIS ادارې ته د پېرول لپاره د غوښتنلیک په اړه د افغان اتباعو لپاره معلومات (انګلیسي)، USCIS ادارې ته د پېرول لپاره د غوښتنلیک په اړه د افغان اتباعو لپاره معلومات (پښتو) یا USCIS ادارې ته د پېرول لپاره د غوښتنلیک په اړه د افغان اتباعو لپاره معلومات (دري) ویبپاڼې وګورئ.

د USCIS اداره د ټولو ملیتونو لپاره د پېرول ټولې غوښتنې ارزوي چې معلومه کړي چې ایا غوښتنه د بیړني یا وخت حساس دلیل په خاطر په ګړندۍ توګه پروسس کړي او یوازې د تابعیت پراساس د پېرول غوښتنې نه ګړندۍ کوي. [د افغان اتباعو په استازیتوب د پېرول غوښتنلیکونو لپاره، د USCIS اداره اوس مهال له افغانستان څخه بهر د افغان اتباعو لپاره د پېرول غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوي نسبت هغو کسانو ته چې په افغانستان کې دي، ځکه چې هغه اشخاص چې د متحده ایالاتو سفارت یا کونسلګرۍ سره نږدې موقعیت کې دي، هلته د پېرول ګټه اخیستونکو لپاره د پروسس بشپړولو امکانات موجود دي، مګر موږ په افغانستان کې د موجودو افرادو لپاره د پېرول غوښتنلیکونو پروسې ته هم دوام ورکوو.]

د بشري پېرول پاتې غوښتنو اړوند پوښتنو لپاره مهرباني وکړئ ParoleOperations@uscis.dhs.gov ته بریښنالیک واستوئ.

پناه غوښتونکي 

پناه غوښتونکې یو غیر تبعه شخص دی چې عموماً د خپل هیواد څخه بهر وي او نژاد، مذهب، ملیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا سیاسي نظر له امله ځورول شوي یا په راتلونکي کې د ځورونې ویره لري.

کډوال او پناه غوښتونکي باید د اړتیا په صورت کې د کوربه حکومتونو سره د ثبت کیدلو په شمول د هغه هیواد ټولې قانوني اړتیاوې پوره کړي چې دوی په کې موقعیت لري. پردې سربیره، ټول هغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې په دریمو هیوادونو کې میشت دي باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) نږدې دفتر سره ثبت شي. د UNHCR اداره نړیواله دنده لري چې مهاجرینو ته ساتنه او مرستې چمتو کړي او د اړتیا په صورت کې د خوندیتوب سند او نورې مرستې وړاندې کولای شي. د یو لږ شمیر خورا زیان منونکو اشخاصو لپاره، کیدای شي په دې کې د متحده ایالاتو د مهاجرینو د قبولۍ پروګرام (USRAP) یا د بل هیواد د بیا میشتیدنې پروګرام ته راجع کول هم شامل وي. د UNHCR اداره د ثبت او راجستر کولو په وخت کې د دوی د زیان مننې د ارزونې پراساس د بیا میشتیدنې راجع کولو لپاره اشخاص په ګوته کوي.

د USRAP برنامې ته د لاسرسي په اړه معلومات د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو قبولۍ ویب پاڼې او د USCIS د مهاجرینو ویب پاڼې کې ومومئ.

د هغو افغان اتباعو لپاره چې د کډوالۍ بیا میشتیدنې په لټه کې دي، لاندې لومړیتوبونه د هغو افغان اتباعو لپاره موجود دي چې USRAP ته د لاسرسي په لټه کې دي:

لومړیتوب - ۱ انفرادي قضیې: دا قضیې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د متحده ایالاتو سفارت، یا یو ټاکل شوي غیر دولتي سازمان لخوا په ګوته کېږي او پروګرام ته راجع کیږي.

لومړیتوب - ۲ د ځانګړي بشري اندیښنو ګروپونه: د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲مه، د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو افغان اتباعو او د کورنۍ د وړ غړو لپاره د لومړيتوب ۲ (P-2) نوی پروګرام اعلان کړ. د افغان اتباعو لپاره د P-2 پروګرام په اړه د ځانګړو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د کډوالو د پروسس مرکز SIV/Afghan P-2 ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

لومړیتوب - ۳ د کورنۍ سره یو ځای کیدل: میرمنې/مېړونه، د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان، یا د هغو کسانو والدین چې دمخه متحده ایالاتو ته د مهاجرینو یا پناه غوښتونکو په توګه منل شوي وي پدې کټګورۍ کې شامل دي.

د کډوالو د پروسس لاندې دوسیو په اړه د پوښتنو لپاره مهرباني وکړئ refugeeaffairsinquiries@uscis.dhs.gov ته بریښنالیک واستوئ.

د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ عریضې 

د متحده ایالاتو اتباع او قانوني دایمي اوسیدونکي کولې شي د ځانګړو خپلوانو لپاره متحده ایالاتو ته د مهاجرت غوښتنه وکړي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د I-130 فورمه، د غیر اتباعو کورنۍ غړو لپاره غوښتنلیک او د شنه کارت وړ کټګورۍ پاڼې وګورئ.

د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۳۰مې پورې، د هغو افغان اتباعو (ګټه اخیستونکو) لپاره چې بیړنۍ ویزې ورسره شتون لري د I-130 فورمې ډکولو لپاره هیڅ فیس نشته. مهرباني وکړئ د I-130 فورمې په ۴مه برخه او ۷مه ماده کې د خپل خپلوان د زیږون هیواد لیست کړئ. د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې د ثبت شوي غوښتنلیکونو لګښت لپاره، په ورته هیواد کې زموږ سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ. که تاسې غوښتونکې یاست او یا د G-28 فورمې سره په سوابقو کې ثبت یو وکیل یاست، او د I-130 فورمې په اړه چې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنلیکونو لپاره پروسس کیږي پوښتنې لرئ، تاسې کولی شئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو USCIS ادارې اړیکو مرکز سره د 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) له لارې د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له ۸ بجو څخه تر ۸ بجو پورې اړیکه ونیسئ. که تاسې د متحده ایالاتو څخه بهر یاست، د 212-620-3418 شمېرې ته زنګ ووهئ یا د خپل د دوسیې حالت آنلاین وګورئ.

د کورنۍ یوځای کیدل (Follow-to-join) 

د SIV LPRS د مېرمنې/میړه او ماشومانو لپاره

ځینې ​​افغان قانوني دایمي اوسیدونکي چې د OAW برنامې لاندې یې د افغان ځانګړي مهاجرینو (SIV LPRs) په توګه خپل د کډوالۍ حالت یې تنظیم کړی ممکن د متحده ایالاتو څخه بهر د خپلو میرمنو او ماشومانو لپاره د کورنۍ یوځای کیدلو د کډوالۍ ګټې ترلاسه کړي. د I-824 فورمه، د تصویب شوي عریضې په اړه د اقدام لپاره غوښتنلیک، د مخکینۍ تصویب شوي غوښتنلیک یا عریضې په اړه د نورو ګامونو غوښتنه کولو لپاره وکاروئ. میرمن/میړه او د ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکی نا واده شوی ماشوم چې د اصلي مهاجر سره د یوځای کیدو لپاره غوښتنه کوي ممکن د اصلي افغان ځانګړي مهاجر په توګه ورته ځانګړي مهاجر کټګورۍ ورکړل شي. د افغان ځانګړي مهاجر د I-824 فورمې دوسیه کولو لپاره هیڅ فیس نشته.

د پناه غوښتونکو او مهاجرینو مېرمنې او ماشومانو لپاره

پردې سربیره، که تاسې په تیرو ۲ کلونو کې په متحده ایالاتو کې منل شوی اصلي کډوال یاست یا اصلي پناه غوښتونکی چې په تیرو ۲ کلونو کې یې پناه اخیستې وي، تاسې کولای شئ د I-730 فورمه، د کډوالۍ/د پناه غوښتنې کورنۍ لپاره غوښتنلیک وکاروئ، چې پر شرایطو د برابرو د ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکو ناواده شوو ماشومانو او/یا مېرمنې/مېړه لپاره د کډوالۍ ګټو سره یوځای کیدلو غوښتنه وکړئ. دا د "مشتق" مهاجر یا پناه غوښتونکي حالت ګڼل کیږي ځکه چې ستاسې ګټه اخیستونکی به خپل حالت له تاسې څخه ترلاسه کړي کله چې تاسې د مهاجر په توګه متحده ایالاتو ته داخل شئ یا د پناه غوښتنې سند ترلاسه کړئ. دا عریضه د ثبتولو لپاره ۲ کلن ضرب الاجل لري، په هرصورت، په ځینو مواردو کې، USCIS کیدای شي د بشري دلیلونو له مخې د ۲ کلونو د ثبتولو ضرب الاجل معاف کړي. د نورو معلوماتو لپاره، د I-730 فورمې ویب پاڼه وګورئ.

افغان پېروليان - د کورنۍ لپاره بیا یوځای کیدل 

د متحده ایالاتو حکومت ممکن ستاسې د کورنۍ د وړ انتقال لپاره د پرواز مرستې وړاندیز وکړي چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي که تاسې یو افغان یاست چې متحده ایالاتو ته د پېرولي په توګه داخل شوي یاست او:

  • تاسې اوس مهال پرولي یاست؛ یا

  • تاسې په متحده ایالاتو کې پېرول شوي یاست او وروسته د لنډمهاله محافظت حالت (TPS) درته ورکړل شوی.

تاسې کولی شئ د خپلې قانوني میړه/میرمنې* او ستاسې د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي ماشومانو لپاره متحده ایالاتو ته د مهاجرو په توګه د راتګ غوښتنه وکړئ.

د بهرنیو چارو وزارت د افغان کورنۍ د بیا یوځای کیدلو ویب پاڼې ته لاړ شئ او د نورو مفصلو معلوماتو لپاره که تاسې یو د پېرولي یاستئ برخې ته لاړ شئ. دا برخه د DS-4317 فورمې، د افغان پېرولیانو د کورنۍ هغه غړو لپاره د کورنۍ بیا یوځای کولو مرستې چې د متحده ایالاتو څخه بهر دي ته یو لینک لري چې تاسې کولی شئ له طریقه ېې د خپلې کورنۍ د وړ غړو لپاره غوښتنه وکړئ.

د DS-4317 فورمې ډکولو لپاره، تاسې لاندې مواردو ته اړتیا لرئ:

  • د استخدام جواز سند (EAD)؛ یا

  • ستاسې د USCIS شمیره (A-Number) او نور اسناد، لکه ستاسې I-94 فورمه. د I-94 فورمې موندلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د ګمرکونو او سرحدونو خوندیتوب (CBP) ادارې د I-94 فورمې ویب پاڼه وګورئ.

تاسې به د خپلې قانوني میړه/میرمنې* او د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي غیر واده شوي ماشومانو لپاره چې د متحده ایالاتو څخه بهر دي لاندې اسنادو ته هم اړتیا ولرئ:

  • د واده سند – ستاسې د قانوني میړه/میرمنې لپاره*؛

  • د زیږون سند – د هر ماشوم لپاره چې عمر یې د ۲۱ کلونو څخه کم وي؛

  • تذکره – د کورنۍ د هر غړي لپاره؛ او

  • پاسپورت – د کورنۍ د هر غړي لپاره.

*مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې، په عمومي توګه، موږ به یوازې د ټولو ودونو څخه لومړی قانوني واده په پام کې ونیسو چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ موخو لپاره اعتبار لري، مګر دا چې تاسې د طلاق سند یا د مړینې سند د ثبوت په توګه چې لومړی واده پای ته رسیدلی و د ورستۍ هر واده لپاره نکاح خط وړاندې کړئ. د نورو معلوماتو لپاره، د ودونو تعدد برخه وګورئ.

که چیرې د متحده ایالاتو حکومت ستاسې د قانوني میړه/میرمنې او د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان له افغانستان څخه وباسي، ستاسې د کورنۍ غړي به له متحده ایالاتو څخه بهر یو هیواد ته سفر وکړي چیرې چې دوی د متحده ایالاتو د مهاجرینو د داخلې برنامې (USRAP) له لارې د کډوالۍ حالت لپاره په پام کې نیول کیدی شي. د بهرنیو چارو وزارت به ستاسې د DS-4317 فورمې ترلاسه کولو وروسته ستاسې سره ستاسې د کورنۍ غړو لپاره د وتلو اختیارونو په اړه اړیکه ونیسي. که د متحده ایالاتو حکومت ستاسې د کورنۍ له غړو سره مرسته وکړي چې له افغانستان څخه ووځي، دوی به یوازې هغه وخت وتوانیږي متحده ایالاتو ته راشي که د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکي د دوی راتګ تصویب کړي.

تاسې باید د خپلې کورنۍ د غړو انتقال لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. د متحده ایالاتو حکومت تاسې نه اړ کوي چې په افغانستان ته لاړشئ ترڅو چې ستاسې د کورنۍ د غړو په وتلو کې مرسته وکړي او نه هم په افغانستان کې ستاسې شتون ستاسې د کورنۍ غړو سره په چټکۍ سره په وتلو کې مرسته وکړي.

که تاسې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې یا مهاجر دریځ ترلاسه کوئ، د DS-4317 فورمې دوسیه کول به تاسې د I-730 فورمې، د کډوال/د پناه غوښتونکو کورنۍ لپاره عریضه، د سپارلو څخه منع نه کړي. که موږ ستاسې د I-730 فورمه د هغه ګټه اخیستونکي لپاره تصویب کړو چې په افغانستان کې وي، نو هغه ګټه اخیستونکی کولی شي دریم هیواد ته د پروسې ادامې او متحده ایالاتو ته د وروستي انتقال لپاره مرستې ترلاسه کړي.

د USCIS ادارې د مهاجرت فیس 

د USCIS اداره عموما د اړونده کډوال ویزې کڅوړې پروسس کولو او د ګرین کارتونو چمتو کولو لپاره فیس ته اړتیا لري. د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۳۰مې پورې، USCIS به د افغان اتباعو څخه د کډوالۍ فیس نه اخلي.

د ټولنیز امنیت شمېره او کارت 

موږ تاسې هڅوو چې I-765 فورمې، د استخدام د جواز لپاره غوښتنلیک، په کارولو سره د ټولنیز امنیت شمیرې (SSN) لپاره غوښتنه وکړئ، او د فورمې لارښوونې تعقیب کړئ. که تاسې د خپلې I-765 فورمې په ۲مه برخه (13.a.-17.b. ماده) کې د SSN غوښتنه وکړئ، او ستاسې غوښتنلیک تائید شي، USCIS به دا معلومات په بریښنایی ډول د ټولنیز امنیت ادارې (SSA) ته ولیږدوي، او SSA به تاسې ته یو SSN شمیره وټاکي او د ټولنیز امنیت کارت به درکړي. SSA به ستاسې د ټولنیز امنیت کارت مستقیماً هغې پتې ته واستوي چې تاسې یې په I-765 فورمه کې وړاندې کوئ. که تاسې د متحده ایالاتو په یو کډوالۍ مرکز یا خوندي ځای کې I-765 فورمه ډکه کړې وي، تاسې ښايي په واشنګټن ډي سي کې "د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)" د خپلې پتې په توګه ثبت کړی وي. د IOM سازمان د EADs او ټولنیز امنیت کارتونو د لېږلو لپاره ګامونه پورته کوي.

که تاسې په خپله I-765 فورمه کې د SSN غوښتنه نه کوئ، یا تاسې د متحده ایالاتو په دولتي کډوالۍ مرکز یا خوندي ځای کې د I-765 فورمه ډکه کړې نه وي، تاسې کولای شئ د SSA ټولنیز امنیت شمیرې او کارت ویب پاڼې کې وړاندې شوو لارښوونو په کارولو سره د USCIS څخه د خپل EAD ترلاسه کولو وروسته د SSN لپاره غوښتنه وکړئ.

له یو څخه زیات ودونه 

له یو څه زیات ودونه یا د زوجونو تعدد هغه مذهبي عمل یا تاریخي دود دی چې کله په یو وخت کې یو سړی له ۱ څخه ډیرې میرمنې ولري. د افغانستان د قوانینو له مخې څو ښځې لرل قانوني دي، خو د امریکا په ټولو ایالتونو کې دا عمل غیر قانوني دي. د متحده ایالاتو قانون کې د زوجونو تعدد غیر قانوني دی. افراد باید په متحده ایالاتو کې د زوجونو تعدد ته دوام ور نه کړي.

په عمومي ډول، موږ د کډوالۍ موخو لپاره د زوجونو د تعدد په حالت کې یوازې لومړی واده په پام کې نیسو چې اعتبار لري. که تاسې د زوجونو تعدد ته ادامه ورکړئ چې متحده ایالاتو ته تر رسیدو مخکې مو لرل یا په متحده ایالاتو کې نوي ودونه پیل کړئ، موږ ممکن ستاسې د کډوالۍ غوښتنلیک یا عریضه رد کړو.

که تاسې د زوجونو د تعدد او د متحده ایالاتو د مهاجرت قانون په اړه پوښتنې لرئ، د خپلې ځایي بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ. که تاسې د قانوني خدمتونو موندلو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د حقوقي خدمتونو موندلو ویب پاڼې ته لاړ شئ.

د بې سرپرسته ماشومانو لپاره معلومات

په عمومي توګه، یو بې سرپرسته ماشوم د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکی شخص دی چې په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ قانوني حالت نلري او په متحده ایالاتو کې مور او پلار یا قانوني سرپرست نلري چې پاملرنه او فزیکي حضانت ورته وړاندې کړي.

د داسې ماشومانو د ملاتړ لپاره د شته پروګرامونو او/یا خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) د بې سرپرسته ماشومانو او سپانسرانو لپاره د اړیکو شمېرې: 800-203-7001، information@ORRNCC.com، سره اړیکه ونیسئ یا د بې سرپرسته ماشومانو (UC) پروګرام او د بې سرپرسته کډوالو د کوچنيانو پروګرام (URM) د ORR ویب پاڼو څخه لیدنه وکړئ.

د ناوړه ګټې اخیستنې، تاوتریخوالي یا استثمار د قربانیانو لپاره سرچینې 

د ناوړه ګټې اخیستنې ډیری ډولونه شتون لري، چې کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه او انساني قاچاق په کې شاملیدلی شي. په متحده ایالاتو کې، داسې قوانین شتون لري چې کولای شي تاسې سره د ناوړه وضعیت یا جبري واده څخه مخنیوي یا تیښتې کې مرسته وکړي.

  • کورنی تاوتریخوالی په اړیکو کې د چلند یوه بیلګه ده چې د ځواک ترلاسه کولو یا ساتلو لپاره کارول کیږي او په نږدې ملګري، مور او پلار یا ماشوم باندې د کنټرول لرلو لپاره کارول کېږي. په کورنۍ ناوړه ګټه اخیستنه کې کیدای شي فزیکي، جنسي، احساساتي، مالي، یا رواني ناوړه ګټه اخیستنه یا ګواښونه شامل وي.
  • اجباري واده هغه واده ته ویل کیږي چې په هغه کې د جبر، درغلۍ یا ګواښ یو یا تر یو زیات عنصر شامل وي او د یوه یا دواړو کسانو له رضایت پرته ترسره کیږي. رضایت پدې معنی دی چې تاسې د خپلې ټاکل شوې میرمنې سره د واده کولو او د واده وخت سره خپله بشپړه، ازاده او باخبره موافقه کړې ده. اجباري واده ممکن هغه وخت رامنځ ته شي کله چې د کورنۍ غړي یا نور خلک له فزیکي یا احساساتي ناوړه ګټه اخیستنې، ګواښونو یا فریب څخه کار واخلي چې تاسې مجبور کړي چې ستاسې له رضایت پرته واده وکړئ. د اجباري ودونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د اجباري واده ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
  • په انساني قاچاق کې د سوداګریز جنسي عمل یا جبري کار کولو لپاره د یو چا څخه ناوړه ګټه پورته کول شامل دي. په عمومي توګه، باید په دې استثمار کې زور، درغلي، یا جبر شامل وي چې د انسان قاچاق وګڼل شي. په هرصورت، که چیرې یو څوک د ۱۸ کلونو څخه کم عمره شخص سوداګریز جنسي عمل ترسره کولو ته وهڅوي، دا د انسان قاچاق ګڼل کیږي حتی که چیرې هیڅ زور، درغلۍ یا جبر په کې موجود نه وي.

که چېرته تاسې اجباري ودونه، کورنی تاوتریخوالی، انساني قاچاق، یا نوره ناوړه ګټه اخیستنه تجربه کړې وي، مهرباني وکړئ له لاندې سرچینو سره اړیکه ونیسئ ترڅو په خپله ژبه کې وړیا مرسته ترلاسه کړئ:

  • د کورني تاوتریخوالی ملي هاټلاین: 800-799-7233, 800-787-3224 (TTY), www.ndvh.org
  • د جنسي تیري، ناوړه ګټې اخیستنې او زور زیاتي ملي شبکه  (RAINN):  800-656-4673, www.rainn.org
  • د ورکو شوو او استثمار شوو ماشومانو ملي مرکز: 800-843-5678, www.missingkids.com
  • د جرم د قربانیانو ملي مرکز: 800-394-2255, 800-211-7996 (TTY), https://victimsofcrime.org
  • د انساني قاچاق ملي هاټلاین: 888-373-7888, Text: 233733
د افغان پېرولي د واکسین حالت او د کډوالۍ طبي معاینات 

تاسې د یوه افغان پېرولۍ په توګه چې امریکې ته د ننوتلو په وخت کې مو خپله د پېرول معلوماتي ورقه د ګمرکونو او سرحداتو محافظت ادارې (CBP) له چارواکو او یا د امریکا د یوه سفارت له قونسلي دفتر څخه مو پېرول شرایطو یوه اطلاعیه ترلاسه کړي وي، نو ستاسې پېرول د مهاجرت د روغتیایی معایناتو د یو لړ شرایطو پابند دې.

که تاسې متحده ایالاتو ته د ننوتلو د مخه دا طبي معاینات نه وي بشپړ کړي، او که تاسې په متحده ایالاتو کې دننه په دولتي کډوالو مرکز یا خوندي ځای کې د پاتې کیدو پرمهال خپل طبي معاینات بشپړ کړئ نه وي، تاسې مکلف یاست چې اړین روغتیایي معاینات او واکسینونه په بل ځای کې بشپړ کړئ. تاسې کولی شئ د روغتیا وزارت معلوماتی لارښود لینک له لارې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) ویب پاڼې څخه د دولتي، محلي او سیمه ایزو روغتیا ریاستونو لړلیک او همدارنګه د واکسین کولو سایټونه، ومومئ.

وروسته له دې چې تاسې دغه ازموینې او واکسینونه بشپړ کړه، تاسې ته په کارده چې د افغان پېرولی د واکسین تایید لینک له لارې تصدیق شوي اسناد واستوئ. هر یو پېرولي باید د تصدیق برخه بشپړ کړي.

که تاسې یو افغان یاست او امریکا ته راوړل شوي یاست، لاندې جدول ستاسې ځانګړې روغتیايي اړتیاوې تشریح کوي:

د افغان وګړو لپاره د مهاجرت طبي معایناتو اړتیاوې

که تاسې...

او همداراز...

نو باید...

د پېرول له لارې د متحدینو د ښه راغلاست پروګرام (OAW) لاندې امریکې ته راغلې یاست او د راتګ څخه وروسته مو خپل طبي معاینات د خپل پېرول د شرایطو سره سم په یو دولتي مرکز کې بشپړ کړي وي

ستاسې طبي معاینات په I-693 فورمه کې شامل شوي وي

د خپلې اصلي I-693 فورمې یوه کاپي، چې تاسې په دولتې مرکز کې ترلاسه کړئ، په راتلونکي کې د کارولو لپاره وساتئ. د پالیسۍ له مخې او د CDC سره په مشوره، د I-693 دا فورمې د ملکي جراح لخوا د لاسلیک نیټې څخه د ۳ کلونو لپاره خپل احتمالي ارزښت ساتي. د نورو معلوماتو لپاره، د USCIS پالیسي لارښود، ۸م جلد، B برخه، ۴م څپرکی ته مراجعه وکړئ.

که تاسې د خپل I-693 فورمې کاپي نه وي ترلاسه کړې، د خپل محل د روغتیا د چارو اړوند څانګې یا د USCIS ادارې سره اړیکه ونیسئ او د معلوماتو لاسرسی د ازادۍ قانون یا د محرمیت قانون سره سم، دغه لینک له لارې د دغو معلوماتو غوښتنه وکړئ.

ستاسې طبي معاینات په SF-600 فورمې کی ثبت شوي وي

SF-600 فورمې کاپي چې تاسې ترلاسه کړې وساتئ. تاسې کولی شئ دا فورمه هغه ملکي جراح ته چې ستاسې فورمه ډکوي، وسپارئ ترڅو، که اړینه وي، هغه ته د نري رنځ (TB) واکسین او معاینات وښیې. مهرباني وکړئ د خپلو روغتیایی اړتیاو پوره کولو لپاره د SF-600 کارولو څرنګوالي په اړه نوي معلوماتو لپاره د دې پاڼې کتلوته دوام ورکړئ.

که تاسې د SF-600 فورمې یا د روغتیا ازموینې نور اسناد (خپل د ماشومانو ژیږون کارت) ترلاسه کړي نه وي، د خپل اړوند روغتیا څانګې سره اړیکه ونیسئ یا د 2870DD د صحت او غاښونو به اړه معلوماتو د نشرولو رضایت پانه فورمې (PDF) کې، د خپلې پیژند پاڼې او یا پاسپورت په ضمیمې سره، غوښتنه وکړئ.

تاسې کولی شي خپل د DD Form 287 فورمه له ډکولو وروسته د dha.ncr.healthcare-ops.mbx.dod-oaw-health-records-request@mail.mil

بریښنالیک او یا د لاندې پوستې پتې له لارې ولیږئ:

Defense Health Agency
5109 Leesburg Pike Skyline Six,
Suite 504
Falls Church, VA 22041

د پېرول له لارې د متحدینو د ښه راغلاست پروګرام (OAW) لاندې امریکې ته راغلي یاستتاسې متحده ایالاتو ته له رسیدو دمخه، د خپل پېرول د شرط په توګه، او یا په یوه دولتي مرکز کې متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته، طبي اړتیاوې نه وي پوره کړي

تاسې باید اړین واکسینونه او د TB هغه معاینات ترسره کړئ چې ستاسې د پېرول شرایطو کې لیست شوي. که تاسې د دې اړتیاو پوره کولو لپاره د طبي چمتو کونکي موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د روغتیا وزارت معلوماتی لارښود ویب پاڼې وګورئ.

وروسته له دې چې تاسې خپل اړین طبی مهاجرتی معاینات پوره کړل، تاسې باید د د افغان پېرولی د واکسین تایید ویب پاڼې له لارې خپل تاییدي اسناد وسپارئ.

تاسې د پېرول له لارې امریکا ته داخل شوي یاست او ستاسې د پېرول غوښتنه د USCIS ادارې لخوا تصویب شوې او د امریکې سفارت یا قونسلګرۍ لخوا صادر شوی وي د سفر لپاره موقت اسناد ترلاسه کړېتاسې متحده ایالاتو ته د رسیدو دمخه د ګمارل شوي ډاکټر له لوري ټولې طبي اړتیاوې نه وي بشپړې کړې

تاسې باید ټول پاتې طبي اړتیاوې چې د USCIS ادارې په خبرتیا کې د پېرول شرایطو په اړه لیست شوي وي، چې ممکن اړین واکسینونه او د نري رنځ معاینات پکې شامل وي، متحده ایالاتو ته د رسیدو په ۶۰ورځو کې د ننه بشپړ کړئ.

که تاسې د دې اړتیاو پوره کولو لپاره د طبي چمتو کونکي په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د CDC روغتیا وزارت معلوماتی لارښود ویب پاڼه وګورئ.

وروسته له دې چې تاسې خپل اړین طبی مهاجرتی معاینات پوره کړل، تاسې باید د د افغان پېرولی د واکسین تایید ویب پاڼې له لارې خپل تاییدي اسناد وسپارئ.

د پېرول له لارې د متحدینو د ښه راغلاست پروګرام (OAW) لاندې امریکې ته راغلې یاست او د داخلیدو څخه مخکې مو خپل مهاجرتې طبي معاینات بشپړ کړي ويتاسې د وضعیت تنظیم لپاره غوښتنه کړې، مګر ستاسې د کډوالۍ طبي معایناتو اسناد او شواهد شتون نلري، یا د دایمي استوګنې د مرکې له مخې، ستاسې د روغتیا حالت متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته د A په درجه کې راغلې.

کله چې تاسې د دایمې مقیم غوښتنه وکړئ تاسې اړتیا نلرئ د مهاجرت طبي معاینه تکرار کړئ یا د I-693 فورمه وسپارئ. د لا ډیرو معلوماتو لپاره د USCIS پالیسي لارښود، ۸م جلد، B برخه، ۳م څپرکی وګورئ.

په متحده ایالاتو کې د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د CBP سټمپ سره داخل شوي چې تاسې یې د CQ1، CQ2، یا CQ3 د منلو کټګورۍ (COA) په توګه منليیيېباوري یاست چې تاسې مخکې د مهاجرت طبي معاینه، یا د متحده ایالاتو څخه بهر د پینل ډاکټر سره (لکه څنګه چې په DS فورمو کې مستند شو) او یا په متحده ایالاتو کې په یوه حکومتي مرکز کې (لکه څنګه چې په I-693 فورمه کې مستند شوی) بشپړه کړې دهد خپل مهاجرت طبي معایناتو ثبوت وسپارئ. د USCIS ادارې د تماس مرکز ته له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو پورې، ختیځ وخت، په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمیره زنګ ووهئ ترڅو په هغه سیمه ایز ساحوي دفتر کې د شخصي لیدنې غوښتنه وکړئ چې ستاسې د استوګنې ځای د ساحې صلاحیت ولري.
تاسې خپل د مهاجرت طبې معاینات نه وي بشپړ کړي

تاسې باید د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د داخلیدو په ۳۰ ورځو کې دننه د کډوالۍ طبي معاینه (په  Form I-693فورمه کې مستند شوی) بشپړه کړئ. د USCIS ادارې لخوا ټاکل شوی ملکي جراح باید معاینه ترسره کړي. تاسې ته نږدې د ملکي جراح موندلو لپاره، زموږ د ډاکټر موندلو ویب پاڼه وګورئ.

د قانونې دایمې مقیم په توکه په امریکې کې قبول شوی یاستد رسیدو څخه د مخه مو خپل د مهاجرت طبې معاینات د متحده ایالاتو څخه د باندي بشپړ کړيتاسې لا دمخه د قانوني دایمي اوسیدونکي دریځ ترلاسه کولو لپاره طبي اړتیاوې بشپړې کړې. د CDC لارښوونو تعقیب ته دوام ورکړئ. که تاسې ته ویل شوي وي چې تاسې باید اضافي درملنه ترلاسه کړئ، د خپلې روغتیا څانګې سره په اړیکه کې شئ.
د افغانانو په شخصي معلوماتو کې جعلکاري 

که چېرې په امريکا متحده ایالاتو کې یو افغان پېرولي ياست، پام مو وي چې ښايي ځينې کسان درڅخه شخصي معلومات وغواړي. زمونږ د "افغان اتباعو لپاره معلومات" انټرنيټي پاڼه کې د هغو چارو په باره کې معلومات شته چې د يو پېرولي په توګه يې بايد ترسره کړئ. کله چې يو برښناليک پرانېزئ او ګورئ، نو تل بايد لاندې ټکي په ياد ولرئ:

  • د USCIS اداره عموماً د کډوالۍ ځانګړې ویزو، د کډوالۍ ويزو، غيرکډوالۍ ويزو او د کډوالۍ د نورو آسانتياوو برخه کې ستاسې د معلوماتو لپاره کوم برښناليک نه در استوئ.
  • د متحده ایالاتو دولت د برښناليک پته عموماً په (.gov) سره پای ته رسېږي.
  • که چېرې د نه خونديتوب له امله مو خپله فزيکي پته نه وي درج کړې، په دغه حالت کې ښايي د امريکا متحده ایالاتو د کډوالو او اتباعو د خدماتو دفتر انټرنيټي پاڼې uscis.gov څخه برښناليکونه ترلاسه کړئ. په مهربانۍ سره د لېږدونکي کس معلومات چک او وپلټئ چې دغه برښناليک په(.gov) سره پای موموي کنه.
  • د USCIS اداره هيڅکله هم له تاسې نه غواړي چې يو کس ته پيسې واستوئ او يا مو لګښتونو له بل آدرس څخه ورکړئ. له هغه حساب پرته مو چې د امريکا متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر انټرنيټي پاڼه myUSCIS کې يې لرئ، د ټيلفون او يا بریښنالیک له لارې د لګښتونو ورکړو په اړه د معمول جعلکاريو دغه انټرنيټي پاڼه مطالعه کړئ.
اضافي معلومات 
  • د پېرولیانو لپاره په متحده ایالاتو کې د کار موندنې سرچینې
  • د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW)، د پېرول له لارې د پناه غوښتنې اړوند په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې
  • USCIS ته د بشردوستانه پېرول د غوښتنې په اړه د افغانانو لپاره معلومات
  • د هغه افغان لپاره ګرین کارت چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یا یې په استازیتوب استخدام شوی
  • د کډوالو په اړه معلومات
  • د پناه غوښتنې معلومات
  • د DHS د افغان متحدینو د ښه راغلاست عملیات
  • د HHS افغان مرستندویه سرچینې
  • حقیقي پیژندنه اړوند مکررې پوښتل شوي پوښتنې
  • د افغان ځانګړي مهاجرت ویزې لرونکو او پېرولیانو لپاره د کارموندنې معلومات: د INA د تبعیض ضد احکامو لاندېد افغان ځانګړي مهاجرینو ویزې لرونکو او پېرولیانو لپاره د خوندیتوب په اړه حقیقت پاڼه. په پښتو او دري ژبو هم شتون لري.
  • د افغان کاري ځواک د ملاتړ لپاره چټک لارښود
  • کډوالو او نورو وړ نوی وارد شوی کسانو ته د کرایې په اړه معلوماتو پاڼه (PDF)
  • کډوالو او نورو وړ نوی وارد شوی کسانو ته د کرایې په اړه په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتني  (PDF)
معلوماتي بروشورونه 
  • د USCIS آنلاین اکاونټ څنګه جوړ کړو (دري او پښتو) (PDF, 218.37 KB)
  • د یو افغان په توګه د پناه لپارهغوښتنه کول (PDF, 205.75 KB)
  • د یو افغان په توګه د پناه لپاره غوښتنه کول (دری) (PDF, 301.37 KB)
  • د یو افغان په توګه د پناه لپاره غوښتنه کول (پښتو) (PDF, 271.38 KB)
  • د افغان اتباعو لپاره د درغلیو څخه ډډه وکړئ بروشور (PDF, 138.5 KB)
  • د افغان اتباعو لپاره د درغلیو څخه ډډه وکړئ بروشور (دری) (PDF, 201.26 KB)
  • د افغان اتباعو لپاره د درغلیو څخه ډډه وکړئ بروشور (پښتو) (PDF, 184.42 KB)
  • متحده ایالاتو کې ميشتو په شرايطو برابر افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ قانوني مسیرونه (PDF, 228.22 KB)
  • متحده ایالاتو کې ميشتو په شرايطو برابر افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ قانوني مسیرونه (دری) (PDF, 228.22 KB)
  • متحده ایالاتو کې ميشتو په شرايطو برابر افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ قانوني مسیرونه (پښتو) (PDF, 228.22 KB)
  • OAW AR-11 د لاسرسي بروشور  (PDF, 103.24 KB)
  • OAW AR-11 د لاسرسي بروشور (دری)  (PDF, 200.75 KB)
  • OAW AR-11 د لاسرسي بروشور (پښتو)  (PDF, 201.2 KB)
  • په متحده ایالاتو کې میشت پېرول لرونکو افغان اتباعو په اړه معلوماتی پاڼه (PDF, 146.7 KB)
  • په متحده ایالاتو کې میشت پېرول لرونکو افغان اتباعو په اړه معلوماتی پاڼه (دری) (PDF, 318.02 KB)
  • په متحده ایالاتو کې میشت پېرول لرونکو افغان اتباعو په اړه معلوماتی پاڼه (پښتو) (PDF, 313.87 KB)
  • د افغان مهاجرینو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمتونه (PDF, 279.92 KB)
  • د افغان مهاجرینو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمتونه (دری) (PDF, 277.53 KB)
  • د افغان مهاجرینو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمتونه (پشتو) (PDF, 287.88 KB)
  • د پناه غوښتنې پروسې په اړه د آګاهۍلپاره ګټورې لارښوونې (PDF, 109.03 KB)
  • د پناه غوښتنې پروسې په اړه د آګاهۍ لپاره ګټورې لارښوونې (دری) (PDF, 174.64 KB)
  • په متحده ایالاتو کې د افغانانو لپاره د کارموندنې معلومات_د اګست په ۲۰۲۳ کې آپډیټ شوي (PDF)
  • په متحده ایالاتو کې د افغانانو لپاره د کارموندنې معلومات_د اګست په ۲۰۲۳ کې آپډیټ شوي (PDF) (دری)
  • په متحده ایالاتو کې د افغانانو لپاره د کارموندنې معلومات_د اګست په ۲۰۲۳ کې آپډیټ شوي (PDF) (پښتو)
Last Reviewed/Updated:
05/13/2025
Was this page helpful?
0 / 2000
To protect your privacy, please do not include any personal information in your feedback. Review our Privacy Policy.
Return to top
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
Facebook
X, formerly known as Twitter
YouTube
Instagram
LinkedIn
Email
Contact USCIS
U.S. Department of Homeland Security Seal
Agency description

USCIS.gov

An official website of the U.S. Department of Homeland Security

Important links
  • About USCIS
  • Accessibility
  • Budget and Performance
  • DHS Components
  • Freedom of Information Act
  • No FEAR Act Data
  • Privacy and Legal Disclaimers
  • Site Map
  • Office of the Inspector General
  • The White House
  • USA.gov
Looking for U.S. government information and services?
Visit USA.gov