Information for Afghans - Pashto Translation
د 2022 کال د مارچ پر 16 مه نېټه، د کورني امنیت وزیر الخاندرو ان. مایورکاس (Alejandro N. Mayorkas) ، 18 میاشتو لپاره د مؤقت خوندي شوي حالت (TPS) لپاره افغانستان ته یو نوی اختصاص اعلان کړ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره خبریزه اعلامیه وګورئ. د مؤقت خوندي حالت په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره زمونږ د مؤقت خوندي حالت وېبپاڼې ته ورشئ.
د داسې یوه افغان په توګه، چې د متحده ایالاتو له لورې یا یې په استازیتوب په کار ګومارل شوی وي، که په متحده ایالاتو کې دننه یا بهر اوسېږئ، د شین کارت ترلاسه کولو لپاره باید د I-360 فورمه، د امریکايي – اسیايي، کونډ/ کونډې یا ځانګړي کډوال لپاره عریضه وسپارئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره زمونږ د I-360 فورمې پاڼه ووینئ.
که چېرې تاسو له متحده ایالاتو بهر اوسېږئ
که چېرې مونږ، ستاسو د I-360 فورمه تصدیق کړو، مونږ به تصدیق شوې عریضه د کډوالۍ ځانګړې وېزې قونسلي پروسس لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږو. له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې وېزې ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د قونسلي پروسس پاڼه ووینئ.
که چېرې تاسو په متحده ایالاتو کې دننه اوسېږئ
که چېرې مونږ، ستاسو د I-360 فورمه تصدیق کړو، خو تاسو متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د ځانګړې وېزې له مخې داخل شوي نه یاست، تاسو باید د حیثیت د تعدیل له لارې د شین کارت ترلاسه کولو لپاره، د I-485 فورمه، د دایمي استوګې یا د حیثیت تعدیل ثبتولو لپاره غوښتنلیک، وسپارئ.
د حیثیت د تعدیل وړتوب
تاسو به هغه مهال د حیثیت د تعدیل مستحق یاست که چېرې:
- ستاسو پلټنه شوي وي یا منل شوي یاست او یا هم متحده ایالاتو کې د اوسېدلو مشروطه اقامه درکړل شوي وي؛
- تاسو په فزیکي ډول په متحده ایالاتو کې موجود یاست؛
- تاسو له دې امله د کډوالۍ د وېزې ترلاسه کولو مستحق یاست چې د یوې تصدیق شوې I-360 فورمې ګټه وړونکي یاست؛
- تاسو ته د کډوالۍ وېزې یوه شمېره، ستاسو د غوښتنلیک سپارلو پر وخت په سمدستي ډول موجوده وي. (دا هغه مهال امکان لري، چې ستاسو د کډوالۍ کټګورۍ لپاره ستاسو د لومړیتوب نېټه اوسنۍ وي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، زمونږ د وېزې شتون او د لومړیتوب نېټې پاڼه او د بهرنیو چارو وزارت د وېزې خبر پاڼه ووینئ.)؛ او
- تاسو د قانوني دایمي استوګنې لپاره متحده ایالاتو ته د منلو وړ یاست یا د نه منلو د معافۍ یا کوم بل ډول مرستې او ملاتړ مستحق یاست.
که چېرې تاسو متحده ایالاتو ته د یوه کډوال په حیث داخل شوي یاست، د داسې یوه افغان په توګه خپل حیثیت نه شئ تعدیلولی، چې د متحده ایالاتو له لورې یا یې په استازیتوب ګومارل شوی وي. تاسو باید د یوه کډوال په حیث غوښتنه وکړئ.
که چېرې تاسو په افغانستان کې د بشري بحران له امله په متحده ایالاتو کې د مشروطې اقامې له ترلاسه کولو وروسته د شین کارت (ګرین کارت) لپاره غوښتنه کوئ او تاسو د افغانستان تبعه یا د هغې کورنۍ غړی (مېړه/ مېرمن یا تر 21 کلنۍ کم عمره مجرد ماشوم) یاست، چې تصدیق شوې د I-360 فورمه، د امریکايي – اسیايي، کونډ/ کونډې یا ځانګړي کډوال لپاره عریضه ولري، د I-485 فورمه، د دایمي استوګې یا د حیثیت تعدیل ثبتولو لپاره غوښتنلیک سپارلو لپاره لاندینۍ لارښوونې تعقیب کړئ.
تاسو باید د I-485 فورمې سپارلو لپاره په متحده ایالاتو کې په فزیکي ډول موجود یاست او په خپله فورمه کې د متحده ایالاتو پته ولیکئ.
لارښوونې:
- د حیثیت د تعدیل غوښتونکې کورنۍ هر غړي لپاره یوه جلا د I-485 فورمه ډکه کړئ.
- د غوښتنلیک ډول: د 2 برخې په 1.c مادې کې، ”ځانګړي افغان یا عراقي تبعه، I-360 فورمې“ لپاره خانه انتخاب کړئ، او د خپلې تصدیق شوې د I-360 فورمې د کډوالۍ عریضې د رسید شمېره داخله کړئ. تاسو کولای شئ چې د رسید شمېره ستاسو په تصدیق شوې خبرتیا (I-797 فورمه) کې ومومئ.
- په 10 برخه، 6.a مادې کې خپله د I-485 فورمه لاسلیک کړئ. که چېرې ستاسو د I-485 فورمه ستاسو له لورې لاسلیک شوې نه وي، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره یې منلی نه شي.
- د غوښتنلیک سپارلو موقعیت: تاسو باید خپل غوښتنلیک یوازې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې فونیکس بند صندوق (Phoenix lockbox) ته وسپارئ چې لاندې یې پته لیکل شوې ده. مونږ د متحده ایالاتو پوستي خدمت، فیدیکس FedEx، یو پی ایس UPS، او دی ایچ ایل DHL پوستي خدمات قبلوو.
USCIS
Attn: AFGHAN NFB (Box 21281)
1820 E. Skyharbor Circle S
Suite 100
Phoenix, AZ 85034-4850
- خپلې کورنۍ لپاره ټولې د I-485 فورمې په یوه پاکټ کې واچوئ.
- که تاسو غواړئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره تاسو ته د غوښتنلیک د تایید بریښنایی خبرتیاوې واستوي، نو د G-1145 فورمه، د بریښنایی غوښتنلیک خبرتیا/د منلو سند، ډکه کړئ.
د فیس معلومات: که چېرې تاسو ته په افغانستان کې د بشري بحران لامله، په متحده ایالاتو کې د اوسېدنې مشروطه اقامه درکړل شوي وي او د یوه ځانګړي افغان کډوال په حیث غوښتنه کوئ، تاسو اړ نه یاست چې د غوښتنلیک سپارلو یا بایومیټریک خدماتو فیس ورکړئ. د 2009 کال د افغان متحدینو د خوندیتوب ماده، 602(b) څپرکی، څنګه چې تعدیل شوی دی، هغو افغانانو لپاره د ځانګړو کډوالو کټګوري پنځولې ده، چې د متحده ایالاتو، آیساف یا د دغه ډول ځواکونو کوم بل ځای نیوونکي له لورې یا یې په استازیتوب، د 2001 کال د اکتوبر میاشتې د 7 مې نېټې او د 2023 کال د ډېسمبر میاشتې د 31 مې نېټې ترمنځ، لږ تر لږه د یوه کال مودې لپاره ګومارل شوي وي. تاسو باید د متحده ایالاتو حکومت ته د وفادارۍ او خپل ارزښتمند خدمت ښودنې لپاره یوه مثبته سپارښتنه یا ارزونه ولرئ. همدا راز تاسو باید وښایاست چې د متحده ایالاتو حکومت ته د کار کولو له امله له تهدید سره مخ شوي یاست یا ورسره اوس هم مخ یاست. له دې پرته، څنګه چې د کورني امنیت د سکرتریت له لورې ټاکل شوي وي، تاسو باید د شالید/ تاریخچې له معاینې او مناسب سکریننګ تېر شئ او د کډوالۍ وېزې ترلاسه کولو لپاره مستحق وګڼل شئ او په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې لپاره ومنل شئ.
د 2021 کال د جون پر 30 مه نېټه، Pub. L. 117-31 (PDF) په ماده کې تعدیل راغی څو دغه پروګرام د 2023 کال د ډېسمبر میاشتې تر 31 مې نېټې وغځیږي او د هغو اصلي غوښتنلیک سپارونکو مجموعي شمېره تر 34,500 تنو پورې زیاته کړي، چې ښايي د کډوالۍ ځانګړی حیثیت ورکړل شي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د پالیسۍ کتابګوټی، یوه کډوال لپاره شین کارت پاڼه او د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې وېزې وېبپاڼه ووینئ.
یادونه:. که تاسو مشروط هستوګنې لرونکې افغان تبعه یا ( افغان پارولي ) یاست چې له رارسیدو سره سم مو د CBP څخه د افغان پارولي د معلوماتو پاڼه یا د متحده ایالتونو د سفارت د کونسلګرۍ مامور څخه د مشروط هستوګنې (پارول) شرایطو په اړه خبرتیا ترلاسه کړې وي، ستاسو پارول د ځینو طبي شرایطو تابع دی. که تاسو متحده ایالتونو ته د سفر دمخه طبي شرایط نه وې بشپړ کړي یا مو په دولتي موقعیتونو کې چې هلته دا خدمتونه وړاندې کېږي، معاینات نه وي کړي، تاسو اړ یاست چې له دې طبي شرایطو سره د خپل مطابقت په اړه خبر ورکړئ. تاسو باید خپل راپور د افغان پارولي د واکسیناسیون حالت USCIS ته وړاندې کړئ.
د ټولو هغو مشروط هستوګنې لرونکې افغانانو ( افغان پارولي ) لپاره چې کار کول غواړي، په متحده ایالتونو کې په قانوني بڼه تر کار کولو وړاندې باید د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) ستاسو د
I-765 فورمې، د استخدام د جواز غوښتنلیک تصدیق کړي.
د یوه افغان پارولي په حیث څوک د کار کولو اجازې لپاره غوښتنه کولای شي
تاسو ښايي د یوه افغان پارولي په توګه هغه مهال د کار کولو اجازې لپاره غوښتنه وکړئ چې:
- تاسو د 2021 کال د جولای میاشتې پر 30 مه نېټه یا له هغه وروسته، متحده ایالتونو کې د چټکو بشردوستانه لاملونو یا د کډوالۍ او تابعیت تر قانون لاندې د مهمو عامه ګټو د لاملونو (INA) 212(d)(5) له مخې مشروط هستوګنه درکړل شوی وی یا پارول شوي یاست.
د کار کولو لومړنۍ اجازې لپاره غوښتنه کول
که چېرې تاسو د یوه افغان پارولي په توګه خپله د I-765 فورمه ثبتوئ، د مهربانۍ له مخې لاندې یادې شوې لارښوونې تعقیب کړئ. ستاسو د لومړنۍ I-765 فورمې په بدل کې هېڅ ډول فیس نشته.
- د I-765 فورمه بشپړه کړئ (08/25/20 نسخه)
- په 1 برخه کې، د غوښتنلیک لامل ساحه کې، ” 1.a. د استخدام قبلولو لومړنۍ اجازه“ غوره کړئ
- په 2 برخه، 27 شمېره، ستاسو د مستحق کېدلو د کټګورۍ په اړه معلومات، “(c)(11).” کې ولیکئ. دا د پاروليز د کټګورۍ شمېره ده. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د I-765 فورمې ویبپاڼې ته ورشئ.
- د خپلې I-94 فورمې، پاسپورت یا د سفر د نورو هغو اسنادو یو نقل وساتئ چې متحده ایالتونو کې د چټکو بشردوستانه لاملونو یا د کډوالۍ او تابعیت تر قانون لاندې د مهمو عامه ګټو د لاملونو (INA) 212(d)(5) له مخې تاسو ته د پارول درکول څرګندوي. د I-94 فورمې د ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د ګمرکاتو او سرحد خوندیتوب ادارې (CBP) د I-94 فورمې وېبپاڼه وګورئ.
- که چېرې تاسو پاسپورت نه لرئ، تاسو کولای شئ په پورته یاده شوې وېبپاڼه کې د ”تر ټولو تازه I-94 تر لاسه کړئ“ په انتخابولو سره، د خپلې A – شمېرې په کارولو خپله I-94فورمه بېرته ترلاسه کړئ. د پاسپورت شمېرې په ساحه کې خپله A – شمېره ولیکئ او د پاسپورت د ورکوونکي هېواد په ځای کې “USA” ولیکئ.
- ډاډه اوسئ چې د فورمې ټولې برخې بشپړې کړئ. که چېرې له دغو برخو څخه کومه برخه تشه پاتې وي، مونږ به ستاسو فورمه رد کړو:
- 1 برخه – د غوښتنې لامل
- 2 برخه – کورنی نوم
- 2 برخه – د زېږېدلو نېټه
- 2 برخه – پته
- 2 برخه – د مستحق کېدلو کټګوري
- 3 برخه – لاسلیک
- د I-94 فورمه، پاسپورت یا د پورته تشرېح شوو نورو سفري اسنادو له یوې کاپي سره د I-765 فورمه وسپارئ.
د سپارلو پته او د فیس معلومات
خپله لومړنۍ د I-765 فورمه له پورته ثبوت او معلوماتو سره لاندې یادې شوې پتې ته واستوئ.
USCIS WESTERN FORMS CENTER
ATTN: OAW I-765
10 Application Way
Montclair, CA 91763-1350
د فیس معلومات: هغه افغانان چې په افغانستان کې د بشري بحران له امله متحده ایالتونو ته پارول شوې وي، د خپلې I-765 فورمې لپاره د فیس په ورکولو اړ نه دي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د غوښتنلیکونو د ملاتړ په مرکزونو کې د مهالوېشونو په ترتیبولو سره به د افغانانو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړل شي څود هغوي بایومترېک ترلاسه شي. هغه ادارې چې له غوښتنلیک سپارونکو سره د هغوي د I-765 فورمې په برخه کې مرسته کوي، د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته یې باید په ډله ییزه توګه وسپاري.
د I-765 فورمې له ډکولو وروسته
USCIS ښايي له تاسو وغواړي چې د مرکې لپاره حاضر شئ یا د بایومتریک (د ګوتو نښان، عکس، او/یا لاسلیک) لپاره ورشئ چې ستاسو د هویت تصدیق کولو، اضافي معلوماتو ترلاسه کولو، او مخینې او امنیتي معایناتو ترسره کولو لپاره ترسره کېږي، په دې کې د جرمي تاریخي سوابقو کتل هم شامل دي چې د فدرالي تحقیقاتو بیورو (FBI) لخوا پر مخ وړل کېږي، مخکې له دې چې ستاسو د I-765 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړل شي.
وروسته له دې چې موږ ستاسو غوښتنلیک ترلاسه او ومنو، موږ به تاسو ته په لیکلي ډول خبر درکړو چې تاسو د بایومیټریک خدماتو لیدنه کې برخه اخیستلو ته اړتیا لرئ که نه. که اړتیا وي، هغه خبرتیا چې موږ یې تاسو ته لیږو، تاسو ته به ستاسو د محلي یا ټاکل شوي USCIS د غوښتنلیکونو د ملاتړ مرکز موقعیت او ستاسو د ملاقات نیټه او وخت ښيي. که تاسو د خپل بایومټریک خدماتو ملاقات ته حاضر نه شئ، موږ ښايي ستاسو غوښتنلیک رد کړو.
که موږ ستاسو I-765 فورمه تائید کړه، نو موږ به ستاسو د استخدام جواز سند (EAD) تاسو ته ستاسو په ثبت شوې پته درولیږو. تاسو باید په خپله پته کې د هر ډول بدلون په اړه په 10 ورځو کې USCIS ته خبر ورکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو EAD په وخت او سمه توګه تحویل شوی دی. (تاسو باید USCIS ته د پتې د بدلون په اړه د AR-11 فورمې، د بهرنیانو د پتې د بدلون کارت، په آنلاین ډول ډکولو له لارې د پتې د بدلولو ویب پاڼې په کارولو سره خبر ورکړئ.)
ستاسو د استخدام جواز د نوي کولو یا ستاسو د EAD بدلولو غوښتنې لپاره، د I-765 فورمې پاڼه وګورئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: فدرالي قانون هر کار ګومارونکی چې په متحده ایالاتو کې استخدام کوي، د فیس لپاره یې راجع کوي، یا یو کس په متحده ایالاتو کې د کار لپاره ګوماري، مکلفوي چې د I-9 فورمه ، د کار وړتیا تصدیق، ډکه کړي. د I-9 فورمې او د کارکوونکي په توګه ستاسو د حقونو په اړه نور معلومات د I-9 مرکزي ویب پاڼه کې ومومئ.
د EAD د تصحیح غوښتنه څنګه ترسره کړئ
که ستاسو EAD غلط معلومات یا تېروتنه ولري، تاسو باید USCIS ته لاندې اسناد وسپارئ:
- اصلي کارت چې تېروتنه لري؛
- د کارت د تېروتنې تفصيلي وضاحت (لکه ناسم نوم، د زېږېدو نېټه، او داسې نور)؛
- ستاسو د متحده ایالتونو پُستي پته؛ او
- د سمو معلوماتو د ملاتړيزو/حمایوي اسنادو نقل.
په حمایوي اسنادو کې ستاسو د سمو معلوماتو لرونکي لومړني یا ثانوي اسناد شامل دي. که تاسو لاندې لست شوي ثانوي اسناد سپارئ، نو باید په اړه یې توضیحات ورکړئ چې ولې لومړني اسناد شتون نلري.
- لومړني اسناد:
- پاسپورت؛
- تذکره؛ یا
- د زېږیدنې سند.
- ثانوي اسناد:
- د موټر چلولو جواز/لایسنس
- بیوګرافیک معلومات یا حمایوي اسناد چې د USCIS یا د متحده ایالتونو د حکومت پخوانیو غوښتنلیکونو یا عریضو لپاره وړاندې شوي، یا نور رسمي سوابق چې لاندې اسناد په کې شامل دي:
- I-360 فورمه؛
- DS-157، د کام اپروول ( عمومی رییس) د تائید خبرتیا؛
- I-130 فورمه؛
- I-730 فورمه؛
- د متحده ایالتونو د ویزې غوښتنلیکونه (DS-160, DS-260);
- مذهبي یا طبي اسناد چې ستاسو نوم او د زیږون نیټه ولري؛ یا
- د ښوونځي یا د کار موندنې سوابق چې ستاسو نوم او د زیږون نیټه لري؛ یا
- د زیږون یو ثبت شوی حلف، چې باید لاندې معلومات په کې شامل وي:
- ستاسو د زیږون نیټه، د زیږون ځای، او ستاسو د بشپړ نوم سمه املا؛
- ستاسو د دواړو والدینو بشپړ نومونه؛ او
- حلف کوونکی څنګه ستاسو د زیږون په اړه پوهیږي.
یادونه: د محرمیت محدودیتونه کیدای شي د I-730 فورمې په ځینو معلوماتو باندې پلي شي، چې په دې پورې اړه لري چې معلومات چا سپارلي، له چا سره تړاو لري، او له چا سره شریک کیږي.
که تاسو نشئکولای د پورتنیو غوښتل شويو اسنادو یا ثبت شوو حلفونو څخه کوم یو چمتو کړئ، نو مفصل لیکلي توضیحات وړاندې کړئ چې دا تشریح کوي چې ولې تاسو نشئکولای یاد معلومات وړاندې کړئ. په خپل وضاحت کې لاندې معلومات شامل کړئ:
- ستاسو سم بشپړ نوم، د زیږون نیټه، او د زیږون ځای؛ او
- ستاسو د مور او پلار بشپړ نومونه، د زیږون نیټه، او د زیږون ځای.
تاسو باید د خپل بیان اعتبار هم تصدیق کړئ چې تاسو نشئکولای لومړني یا ثانوي اسناد وړاندې کړئ. تصدیق باید وښیي چې په بیانیه کې هغه معلومات چې تاسو وړاندې کړي د اعتبار وړ دي. تاسو باید خپل تصدیق لاسلیک کړئ، مګر اړینه نه ده چې په قضا کې ثبت شي.
دا معلومات په لاندې پته ولېږئ:
U.S. Department of Homeland Security
Attn: OAW EAD Card Corrections
P.O. Box 648003
Lee’s Summit, MO 64002
تاسو اړتیا نلرئ چې د I-765 نوې فورمه وسپارئ یا د تصحیح شوي کارت د غوښتنې کولو لپاره فیس ورکړئ.
که هغه تېروتنه چې تاسو یې راپور ورکوئ دا وي چې ستاسو په کارت کې ورکړل شوی عکس ناسم دی، موږ ښايي تاسو ته د USCIS د غوښتنلیکونو د ملاتړ مرکز کې د نوي عکس اخیستلو لپاره د ملاقات لپاره خبرتیا واستوو.
د بشپړې شوې I-765 فورمې او د EAD تولید حالت څنګه وګورئ
که تاسو د I-765 فورمې سپارلو وروسته خپل EAD نه وي ترلاسه کړی، د قضیې آنلاین حالت وګورئ یا د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمېره، له دوشنبې تر جمعې، د سهار له 8 بجو د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Eastern په وخت اړیکه ونیسئ، چې د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلوماتو ترلاسه کړئ.
که تاسو په خپل EAD کې ستونزه لرئ، نو لاندې کارونه ترسره کړئ
که چېرته تاسو.... | نو... |
---|---|
په یوه خوندي ځای کې د I-765 فورمه ډکه کړې وي، او USCIS ستاسو EAD درلیږلی وي، مګر تاسو نه وي ترلاسه کړی |
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په Afgovdocs@iom.int اړیکه ونیسئ چې ستاسو د EAD رسید او وروسته یې توزیع تایید کړي. • که چیرې IOM نشيکولاید نور حل ملاتړ وکړي، نو تشخیص کړئ چې ایا تاسو اړتیا لرئ خپله د پوسته خانې پته تازه کړئ یا خپل کارت د نه ترلاسه کولو په اړه راپور ورکړئ (لاندې غوراوي وګورئ). |
اړتیا لرئ چې د خپل EAD ترلاسه کولو لپاره خپله د پوسته خانې پته اصلاح یا تازه کړئ | د AR-11فورمه، د بهرنیانو د پتې بدلولو کارت، په انلاین توګه د پتې د بدلولو ویب پاڼې په کارولو سره، ډکه کړئ. تاسو باید USCIS ته د خپلې پتې بدلولو په اړه په 10 ورځو کې خبر ورکړئ. |
اړتیا لرئ چې د لېږل شوي EAD د نه تحویلۍ یا نه رسیدلو په اړه راپور ورکړئ |
|
که تاسو د EAD یا د کارموندنې جواز لپاره د ځنډیدلي غوښتنلیک په اړه پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ ویب پاڼه وګورئ.
USCIS هغو افغان اتباعو او د دوی د کورنۍ نږدې غړو ته چې متحده ایالتونو ته انتقال شوي د کډوالۍ خدمتونه وړاندې کوي چې تر ننوتلو وروسته د کډوالۍ اضافي پروسس ته اړتیا لري. افغان اتباع او د هغوی کورنۍ چې متحده ایالتونو ته کډه شوي دي له بیلابیلو ډلو څخه جوړ شوي دي:
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د قانوني دایمي اوسیدونکو په توګه داخل شوي دي (د مهاجرت د ځانګړي ویزې لرونکو په شمول)، د مشروط دایمي اوسیدونکو په توګه چې د مهاجرت ځانګړي ویزې ولري، یا هغه چې تر رارسیدو وروسته د افغان ځانګړي مهاجر په توګه طبقه بندي شوي دي
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
د متحده ایالتونو د ګمرکونو او سرحدونو محافظت (CBP) لخوا په متحده ایالتونو کې د قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه داخل شوي یاست | موږ به ستاسو د دایمي استوګنې کارت (چې د ګرین کارت په نوم هم یادیږي) په ثبت شوې پته در واستوو. |
د CBP لخوا متحده ایالتونو ته پارول شوي او وروسته د افغان ځانګړي مهاجر په توګه طبقه بندي شوي یاست. ستاسو د I-94 فورمه، د رارسیدو / روانیدو سند به د "ځانګړي مهاجر حیثیت (SQ/SI) پارول" په ټکو سره ټاپه شوې وي. |
|
په متحده ایالتونو کې د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د CBP م>ُهرسره داخل شوي یاست چې تاسو د CQ1، CQ2، یا CQ3 د داخلې ټولګي (COA) په توګه مني. |
|
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د افغان ځانګړو مهاجرینو په توګه د طبقه بندي لپاره غوښتنه کوي
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
متحده ایالتونو ته د CBP لخوا پارول شوي یاست |
|
هغو افغان اتباعو لپاره چې ځنډیدلي غوښتنلیکونه یا عریضې نه لري
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
متحده ایالتونو ته د CBP په واسطه پارول شوي یاست |
|
د هغو افغان اتباعو لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) د پروسې په اړه د معلوماتو لپاره چې د متحده ایالتونو د حکومت یا د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو/ایساف لخوا ګومارل شوي وي، د ګرین کارټ د هغه افغان وګړي لپاره چې د امریکا د دولت لخوا یا د دی دولت په استازیتوب ګمارل شوی وي ویب پاڼه وګورئ.
هغه غوښتنلیک ورکوونکي، ګټه اخیستونکي، یا د سوابقو وکیلان، چې G-28 فورمې، د وکیل یا باوري استازي په توګه د حاضریدو خبرتیا، ولري، او د افغان ځانګړو مهاجرینو لپاره د ځنډیدلي غوښتنلیک په اړه پوښتنې لري کولای شي د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمیره، له دوشنبې تر جمعې، د سهار له 8 بجو د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Eastern پر وخت ، اړیکه ونیسي. که تاسو له متحده ایالتونو څخه بهر یاست، نو 212-620-3418 شمېرې ته زنګ ووهئ یا د خپلې قضیې حالت په انلاین ډول وګورئ.
د کام د ځنډیدلي غوښتنلیک یا د مهاجرت ویزې په اړه د پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره د مهاجرینو ځانګړو ویزو ته مراجعه وکړئ چې د متحده ایالتونو د حکومت لخوا / په استازیتوب ګومارل شوي وي.
په متحده ایالتونو کې اشخاص کولای شي د پناه غوښتنې غوښتنه وکړي پرته له دې چې د هیواد تابعیت یا د کډوالۍ اوسنی حالت یې په پام کې ونیول شي. که تاسو د نژاد، مذهب، ملیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې د غړیتوب، یا سیاسي نظر له امله تعقیب شوي یاست یا د راتلونکي تعقیب څخه ویره لرئ، تاسو ممکن د پناه غوښتنې وړ یاست.
تاسو باید متحده ایالتونو ته ستاسو د وروستي رارسیدو نیټې څخه د 1 کال دننه د پناه غوښتنه وکړئ، مګر دا چې څرګند کړئ:
- بدل شوي شرایط چې په مادي توګه ستاسو د پناه غوښتنې وړتیا اغیزمنوي یا غیر معمولي شرایط چې په مستقیم ډول د دوسیې له ځنډ سره تړاو لري؛ او
- تاسو د دې شرایطو په پام کې نیولو سره په مناسب وخت کې خپله دوسیه ثبت کړې ده.
په عمومي ډول، د پناه غوښتنې غوښتنلیک تر ثبتولو مخکې، تر یوې مناسبې مودې پورې پارول ساتل د مقرراتو له مخې فوق العاده حالت ګڼل کېږي. د نورو معلوماتو لپاره، په یو کال کې د دوسیې ثبتولو ضرب الاجل درسي پلان (PDF, 545.34 KB) وګورئ. د پناه غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، په متحده ایالتونو کې د پناه اخیستلو ویب پاڼه وګورئ.
که ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک له USCIS سره پروت وي، تاسوکولای شئ د خپلې دوسیې حالت آنلاین وګورئ. تاسو به د رسید هغې شمیرې ته اړتیا ولرئ چې د غوښتنلیک له سپارلو وروسته موږ درکړې ده. د پناه غوښتنې د ځنډیدلو غوښتنلیکونو په اړه د پوښتنو لپاره، تاسو یا ستاسو د سوابقو وکیل باید د قضیې په اړه د قضایي صلاحیت لرونکي دفتر سره اړیکه ونیسي. د پناه غوښتنې دفتر په اړه د معلوماتو موندلو لپاره، د USCIS د خدمتونو او د دفتر موقعیت موندونکي ته مراجعه وکړئ.
موږ د ځینو افغان غوښتونکو لخوا ثبت شوي مثبت د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ګړندي کوو. د حکومت د تمویل د تمدید او د بیړنیو مرستو رسولو تر قانون (PDF) لاندې، موږ د پناه غوښتنې هغو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې د ځینو مشخصو افغان اتباعو او ښاروندانو لخوا ثبت شوي، یا هغوی چې هیڅ تابعیت نه لري او په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې اوسیدل، لکه څنګه چې د دې قانون په 2502 (a) برخه کې تعریف شوي (د نورو معلوماتو لپاره د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست - د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ګړندۍ پروسه برخه وګورئ). د دې قانون تر 2502 (c) مادې لاندې، موږ به د پناه غوښتنې لپاره لومړنۍ مرکه په 45 ورځو کې دننه ترسره کړو او که چیرې کوم استثنایي شرایط موجود نه وي، موږ به د دوسیې له ثبتولو وروسته په 150 ورځو کې وروستۍ پرېکړه بشپړه کړو.
د هغو غیر اتباعو لپاره چې د حکومت د تمویل تمدید او د بیړنیو مرستو رسولو تر قانون (PDF) لاندې نه دي پوښل شوي، موږ به د پناه غوښتنې هغو مثبتو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړو چې د عمومي مثبتې پناه غوښتنې مرکې مهالویش ویب پاڼې کې د ښودل شوو معیارونو سره سمون لري. د پناه غوښتنې دفتر رییسان ممکن د قضیې په اساس، د پناه غوښتنې مرکې لپاره بیړنۍ غوښتنه په پام کې ونیسي، چې هغه حالتونه هم په کې شامل دي چې ستاسو د کورنۍ نږدې غړی د ادعا شوي تعقیب په هیواد کې د زیان له خطر سره مخ وي. مهرباني وکړئ د مرکې د مهال ویش په اړه هر ډول بیړنۍ غوښتنې په لیکلي ډول د پناه غوښتنې دفتر ته چې ستاسو د قضیې په قضايي صلاحیت کې وي، وسپارئ. د پناه غوښتنې دفتر په اړه د معلوماتو موندلو لپاره، د USCIS د خدمتونو او د دفتر موقعیت موندونکي ته مراجعه وکړئ.
د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست - د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو لپاره ګړندۍ پروسه
که تاسو د I-589 فورمه، د پناه غوښتنې او د ایستلو د مخنیوي لپاره غوښتنلیک، ډک کړئ او تاسو په لاندې کټګورۍ کې یاست، تاسو باید لاندې لارښوونې تعقیب کړئ چې د حکومت تمویل تمدید او د بیړنیو مرستو رسولو قانون (PDF) د 2502 (c) برخې لاندې ستاسو د I-589 فورمې ګړندی پروسس ډاډمن کړي:
1 کټګوري
- تاسو د افغانستان ښاروند یاست یا یې تابعیت لرئ، یا تاسو هیڅ تابعیت نه لرئ او په وروستي وخت کې په افغانستان کې اوسیدئ؛
- تاسو د جولای د 30، 2021 او د 2022 کال د سپتمبر تر 30 پورې په متحده ایالتونو کې پارول شوي یاست؛ او
- ستاسو پارول نه دی لغوه شوی.
2 کټګوري
- تاسو د افغانستان ښاروند یاست یا یې تابعیت لرئ، یا تاسو هیڅ تابعیت نه لرئ او په وروستي وخت کې په افغانستان کې اوسیدئ؛
- تاسو د 2022 کال د سپتمبر له 30 نېټې وروسته متحده ایالتونو ته پارول شوي یاست؛ او
- تاسو د یو فرد زوج/زوجه یا ماشوم یاست چې پورته 1 کټګورۍ کې ذکر شوي، یا
- تاسو د یو فرد مور یا پلار یا قانوني سرپرست یاست چې پورته 1 کټګورۍ کې ذکر شوي او د 6 U.S.C. 279(g)(2) لاندې د یو بې سرپرسته ماشوم په توګه تعریف شوی وي; او
- ستاسو پارول نه دی لغوه شوی.
د ګړندي پروسس لپاره لارښوونې
کله چې تاسو خپله I-589 فورمه ډکه کړئ، مهرباني وکړئ لاندې اضافي ګامونه بشپړ کړئ:
- که تاسو د I-589 فورمه سپارئ، نو پر دوسیه باندې، په ویب پاڼه کې د I-589 فورمې، د پناه غوښتنې او د ایستلو د مخنیوي لپاره غوښتنلیک، د "چیرته ثبتولو" یا "ځانګړو لارښوونو" برخې کې د یادو شوو لارښوونو سره سمه پته ولیکئ؛
- د دوسیې پر پوښ باندې یو ځای کې "Attn: OAW" په نښه کړئ؛
- د I-589 فورمې په 1 پاڼه، A.I. برخه، پوښتنه 19c، خپل اوسنی حالت او وروسته د حالت په ساحه کې "(پارول)" ولیکئ. د بېلګې په توګه، که تاسو متحده ایالتونو ته د "OAR" حالت سره داخل شوي یاست، تاسو به د حالت په ساحه کې "OAR (Parole)" ولیکئ؛ او
- د I-589 فورمې 1 برخه، 19c پوښتنه، د نیټې په ساحه کې د ننوتلو وروستۍ نیټه شامل کړئ.
که تاسو خپله I-589 فورمه په سمه توګه ډکه کړئ او موږ تشخیص کړو چې تاسو د پورتنۍ کټګورۍ 1 یا 2 د وړتیا معیارونه پوره کوئ، نو موږ به ستاسو د I-589 فورمه د حکومت د تمویل تمدید او بېړنیو مرستو رسولو قانون (PDF) د 2502 (c) برخې لاندې د ګړندي پروسس کولو لپاره وسپارو.
تاسو ښايي د مهاجرت او تابعیت قانون تر 13 برخې لاندې د ګرین کارت ترلاسه کولو وړ یاست که چېرته:
- تاسو یو تابعیت نه لرونکی شخص یاست چې متحده ایالتونو ته د A-1، A-2، G-1، یا G-2 غیر کډوال په توګه داخل شوي یاست؛
- تاسو د خپل A-1، A-2، G-1، یا G-2 غیر کډوال حالت ساتلو کې پاتې راغلي یاست؛
- ستاسو دندې ډیپلوماتیکې یا نیمه ډیپلوماټیکې وې.
- تاسوکولای شئ وښایئ:
- هغه مجبوروونکي دلایل چې ولې تاسو نشئکولای هغه هیواد ته بیرته ستانه شئ چې داسې حکومت یې استازیتوب کوي چې تاسو یې د ډیپلومات په توګه پیژندلي واست؛ او
- دا چې ستاسو د حالت سمون به د متحده ایالتونو له ملي ګټو سره سم وي؛
- تاسو د ښه اخلاقي کرکټر خاوند یاست؛
- تاسو په متحده ایالتونو کې د قانوني دایمي استوګنې لپاره د منلو وړ یاست؛ او
- د یو قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه ستاسو داخلیدل به د متحده ایالتونو د ملي هوساینې، خوندیتوب یا امنیت سره په ټکر کې نه وي.
د 13 برخې په اړه د نورو معلوماتو لپاره او د هغو افغان اتباعو، چې په ډیپلوماټیک حالت کې منل شوي، اړوند د ثبت کولو د ځانګړو لارښوونو لپاره، د 13 برخې ویب پاڼه وګورئ.
که تاسو په متحده ایالتونو کې د 30 ورځو څخه زیات اوسیږئ، تاسو باید په متحده ایالتونو کې د خپلې فزیکي پتې راپور ورکړئ. تاسوکولای شئ خپله پته آنلاین بدله کړئ او خپله پته په هر ډول ځنډیدلو غوښتنلیکونو او عریضو کې په ورته وخت کې د USCIS آنلاین پتې بدلولو سیسټم په کارولو سره تازه کړئ. تاسو باید متحده ایالتونو یا د دې هیواد سیمو ته له ننوتلو سره سم د 10 ورځو دننه د پتې د بدلون راپور ورکړئ.
ستاسو د پتې بدلولو پورتنۍ طریقه به د USCIS په دوسیه کې په ټولو ځنډیدلو غوښتنلیکونو، عریضو، یا غوښتنو کې ستاسو پته تازه کړي چې تاسو یې په فورمه کې د رسید شمیرې داخلوئ.
مهمه ده چې د پتې د بدلون غوښتنې پر مهال د USCIS سره د هرې ځنډیدلې دوسې لپاره د رسید شمیره داخله کړئ، چې موږ وکولی شو د دې دوسیو سره تړلې پته تازه کړو. موږ به محرم اسناد په دوسیه کې داخلې شوې پتې ته لیږو، نو ځکه مهمه ده چې د ټولو ځنډیدلو دوسیو لپاره د رسید شمیرې داخلې کړئ. تاسوکولای شئ د رسید شمیره د رسید خبرتیا (فورم I-797C) کې ومومئ کوم چې موږ ستاسو د غوښتنلیک یا عریضې له درج کولو وروسته صادره کړې ده. موږ د رسید خبرتیاوې په غوښتنلیک یا عریضه کې لیست شوي پتې ته لیږو.
که تاسو د پتې د بدلون غوښتنې په اړه کومه ستونزه یا پوښتنه لرئ، نو nbcafghancoa@uscis.dhs.gov ته یو برېښنالیک ولېږئ. یادونه: د دې بریښنالیک آدرس څخه یوازې هغه وخت کار واخلئ چې تاسو د 2021 کال د جولای په 30 یا له هغه وروسته د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست پروګرام لاندې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله متحده ایالتونو ته داخل شوي یاست، یا تاسو (یا د کورنۍ غړي مو) د متحده ایالتونو څخه بهر یو افغان یاست چې له USCIS سره مو غوښتنلیک یا عریضه ځنډیدلې پاتې ده.
د حقوقي خدمتونو د موندلو په اړه د معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د حقوقي خدمتونو موندلو ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
که تاسو له متحده ایالتونو څخه بهر یاست، تاسو یا ستاسو په استازیتوب یو څوک کولای شي د بیړني بشري یا د پام وړ عامه ګټو دلایلو پراساس متحده ایالتونو ته د پارول غوښتنه وکړي. هغه اشخاص چې د پارول صلاحیت ورکول شوی وي تر رسیدو وروسته د استخدام د جواز لپاره غوښتنه کولای شي د افغان اتباعو لپاره د پارول په اړه د معلوماتو لپاره، په انګلیسي، پښتو یا دري کې د USCIS د بشري پارول لپاره د غوښتنلیکونو په اړه د افغان اتباعو لپاره د USCIS معلومات وګورئ.
USCIS د ټولو ملیتونو لپاره د پارول ټولې غوښتنې ارزوي چې معلومه کړي چې ایا غوښتنه د بیړني یا وخت حساس دلیل په خاطر په ګړندۍ توګه پروسس کړي او یوازې د تابعیت پراساس د پارول غوښتنې نه ګړندۍ کوي. [د افغان اتباعو په استازیتوب د پارول غوښتنلیکونو لپاره، USCIS اوس مهال له افغانستان څخه بهر د افغان اتباعو لپاره د پارول غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوي نسبت هغو کسانو ته چې په افغانستان کې دي، ځکه چې هغه اشخاص چې د متحده ایالتونو سفارت یا کونسلګرۍ سره نږدې موقعیت کې دي، هلته د پارول ګټه اخیستونکو لپاره د پروسس بشپړولو امکانات موجود دي، مګر موږ په افغانستان کې د موجودوافرادو لپاره د پارول غوښتنلیکونو پروسې ته هم دوام ورکوو.]
د بشري پارول پاتې غوښتنو اړوند پوښتنو لپاره مهرباني وکړئ HumanitarianParole@uscis.dhs.gov ته بریښنالیک واستوئ.
مهاجر یو غیر ښاروند دی چې عموما د خپل هیواد څخه بهر وي او عدلي تعقیب یې تجربه کړې وي یا د نسل، مذهب، قومیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب، یا سیاسي نظر له امله د راتلونکي تعقیب په اړه مدلـله ویره لري.
کډوال او پناه غوښتونکي باید د اړتیا په صورت کې د کوربه حکومتونو سره د ثبت کیدلو په شمول د هغه هیواد ټولې قانوني اړتیاوې پوره کړي چې دوی په کې موقعیت لري. پردې سربیره ، ټول هغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې په دریمو هیوادونو کې میشت دي باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) نږدې دفتر سره ثبت شي. UNHCR نړیواله دنده لري چې مهاجرینو ته ساتنه او مرستې چمتو کړي او د اړتیا په صورت کې د خوندیتوب سند او نورې مرستې وړاندې کولای شي. د یو لږ شمیر خورا زیان منونکو اشخاصو لپاره، کیدای شي په دې کې د متحده ایالتونو د مهاجرینو د داخلې پروګرام (USRAP) یا د بل هیواد د بیا میشتیدنې پروګرام ته راجع کول هم شامل وي. UNHCR به د ثبت او راجستر کولو په وخت کې د دوی د زیان مننې د ارزونې پراساس د بیا میشتیدنې راجع کولو لپاره اشخاص په ګوته کوي.
USRAP ته د لاسرسي په اړه معلومات د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو داخلې ویب پاڼې او د USCIS د مهاجرینو ویب پاڼې کې ومومئ.
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د کډوالۍ بیا میشتیدنې په لټه کې دي، لاندې لومړیتوبونه د هغو افغان اتباعو لپاره موجود دي چې USRAP ته د لاسرسي په لټه کې دي:
لومړیتوب-1 انفرادي قضیې: دا قضیې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د متحده ایالتونو سفارت، یا یو ټاکل شوي غیر دولتي سازمان لخوا په ګوته کېږي او پروګرام ته راجع کیږي.
لومړیتوب-2 د ځانګړي بشري اندیښنو ګروپونه: د 2021 کال د اګست په 2، د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو افغان اتباعو او د کورنۍ د وړ غړو لپاره د لومړيتوب 2 (P-2) نوی پروګرام اعلان کړ. د افغان اتباعو لپاره د P-2 پروګرام په اړه د ځانګړو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د کډوالو د پروسس مرکز SIV/Afghan P-2 ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
لومړیتوب-3 د کورنۍ سره یو ځای کیدل: میرمنې/مېړونه، د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان، یا د هغو کسانو والدین چې دمخه متحده ایالتونو ته د مهاجرینو یا پناه غوښتونکو په توګه منل شوي وي پدې کټګورۍ کې دي.
د کډوالو د ځنډیدلو دوسیو په اړه د پوښتنو لپاره مهرباني وکړئ د کډوالۍ په اړه په دې پته بریښنالیک واستوئ refugeeaffairsinquiries@uscis.dhs.gov
د متحده ایالتونو اتباع او قانوني دایمي اوسیدونکي ممکن د ځانګړو خپلوانو لپاره متحده ایالتونو ته د مهاجرت غوښتنه وکړي. د نورو معلوماتو لپاره، د ګرین کارت وړتیا کټګورۍ ویب پاڼه وګورئ.
پردې سربیره، که تاسو په تیرو 2 کلونو کې په متحده ایالتونو کې منل شوی اصلي کډوال یاست یا اصلي پناه غوښتونکی چې په تیرو 2 کلونو کې یې پناه اخیستې وي، تاسوکولایشئ د I-730 فورمه، د کډوالۍ/د پناه غوښتنې غوښتنلیک وکاروئ، چې پر شرایطو د برابرو د 21 کالو څخه کم عمر لرونکو ناواده شوو ماشومانو او/یا مېرمنې/مېړه لپاره د کډوالۍ ګټو سره یوځای کیدلو د تعقیب غوښتنه وکړئ. دا د "مشتق" مهاجر یا پناه غوښتونکي حیثیت ګڼل کیږي ځکه چې ستاسو ګټه اخیستونکی به خپل حیثیت له تاسو څخه ترلاسه کړي کله چې تاسو د مهاجر په توګه متحده ایالتونو ته داخل شئ یا د پناه غوښتنې سند ترلاسه کړئ. دا عریضه د ثبتولو لپاره 2 کلن ضرب الاجل لري، په هرصورت، په ځینو مواردو کې، USCIS> کیدای شي د بشري دلایلو له مخې د 2 کلونو د ثبتولو ضرب الاجل معاف کړي. د نورو معلوماتو لپاره، د I-730 فورمې ویب پاڼه وګورئ.
غوښتنلیک ورکوونکي او د د G-28 فورمې لرونکي د سوابقو وکیلان چې د کورنۍ پر بنسټ کډوالۍ لپاره د ځنډیدلو فورمونو I-130 یا I-730 فورمې غوښتنلیک په اړه پوښتنې لري کولای شي د USCIS د اړیکو مرکز سره په (800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمېره، له دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار له 8 بجو څخه د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Easternپر وخت، اړیکه ونیسي. که تاسو د متحده ایالاتو څخه بهر یاست، 212-620-3418 ته زنګ ووهئ یا د خپلې دوسیې حالت آنلاین وګورئ.
USCIS د افغان ګټه اخیستونکو په استازیتوب د کورنیو پر بنسټ غوښتنلیکونه ګړندي کوي.
موږ تاسو هڅوو چې I-765 فورمې، د استخدام د جواز لپاره غوښتنلیک، په کارولو سره د ټولنیز خوندیتوب شمیرې (SSN) لپاره غوښتنه وکړئ، او د فورمې لارښوونې تعقیب کړئ. که تاسو د خپلې I-765 فورمې په 2 برخه (ماده 13a-17.b) کې د SSN غوښتنه وکړئ، او ستاسو غوښتنلیک تائید شي، USCIS به دا معلومات په بریښنایی ډول د ټولنیز خوندیتوب ادارې (SSA) ته ولیږدوي، او SSA به تاسو ته SSN وټاکي او د ټولنیز خوندیتوب کارت به درکړي. SSA به ستاسو د ټولنیز خوندیتوب کارت مستقیماً هغې پتې ته واستوي چې تاسو یې په I-765 فورمه کې وړاندې کوئ. که تاسو د متحده ایالتونو په استقبالیه مرکز یا خوندي ځای کې I-765 فورمه ډکه کړې وي، تاسو ښايي په واشنګټن ډي سي کې "د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)" د خپلې پتې په توګه ثبت کړی وي. IOM> د EADs او ټولنیز خوندیتوب کارتونو د لېږلو لپاره ګامونه پورته کوي.
که تاسو په خپله I-765 فورمه کې د SSN غوښتنه نه کوئ، یا تاسو د متحده ایالتونو په دولتي استقبالیه مرکز یا خوندي ځای کې د I-765 فورمه ډکه کړې نه وي، تاسوکولای شئ د SSA ټولنیز خوندیتوب شمیرې او کارت ویب پاڼې کې وړاندې شوو لارښوونو په کارولو سره د USCIS څخه د خپل EAD ترلاسه کولو وروسته د SSN لپاره غوښتنه وکړئ.
له یو څه زیات ودونه یا د زوجونو تعدد هغه مذهبي عمل یا تاریخي دود دی چې کله په یو وخت کې یو سړی له 1 څخه ډیرې میرمنې ولري. د افغانستان د قوانینو له مخې څو ښځې لرل قانوني دي، خو د امریکا په ټولو ایالتونو کې غیر قانوني دي. د متحده ایالتونو قانون کې د زوجونو تعدد غیر قانوني دی. افراد باید په متحده ایالتونو کې د زوجونو تعدد ته دوام ور نه کړي.
په عمومي ډول، موږ د کډوالۍ موخو لپاره د زوجونو د تعدد په حالت کې یوازې لومړی واده په پام کې نیسو چې اعتبار لري. که تاسو د زوجونو تعدد ته ادامه ورکړئ چې متحده ایالتونو ته تر رسیدو مخکې مو لرل یا په متحده ایالتونو کې نوي ودونه پیل کړئ، موږ ممکن ستاسو د کډوالۍ غوښتنلیک یا عریضه رد کړو.
که تاسو د زوجونو د تعدد او د متحده ایالتونو د مهاجرت قانون په اړه پوښتنې لرئ، د خپلې ځایي بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ. که تاسو د قانوني خدمتونو موندلو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د حقوقي خدمتونو موندلو ویب پاڼې ته لاړ شئ.
په عمومي توګه، یو بې سرپرسته ماشوم د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکی شخص دی چې په متحده ایالتونو کې د کډوالۍ قانوني حالت نلري او په متحده ایالتونو کې مور او پلار یا قانوني سرپرست نلري چې پاملرنه او فزیکي حضانت ورته وړاندې کړي.
د داسې ماشومانو د ملاتړ لپاره د شته پروګرامونو او/یا خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) د بې سرپرسته ماشومانو او سپانسرانو لپاره د اړیکو شمېرې: 800-203-7001 ، information@ORRNCC.com ، سره اړیکه ونیسئ یا د بې سرپرسته ماشومانو (UC) پروګرام او د بې سرپرسته کډوالو د کوچنيانو پروګرام (URM) د ORR ویب پاڼو څخه لیدنه وکړئ.
د ناوړه ګټې اخیستنې ډیری ډولونه شتون لري، چې کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه او انساني قاچاق په کې شاملیدلی شي. په متحده ایالتونو کې، داسې قوانین شتون لري چې کولای شي تاسو سره د ناوړه وضعیت یا جبري واده څخه مخنیوي یا تیښتې کې مرسته وکړي.
- کورنی تاوتریخوالی په اړیکو کې د چلند یوه بیلګه ده چې د ځواک ترلاسه کولو یا ساتلو لپاره کارول کیږي او په نږدې ملګري، مور او پلار یا ماشوم باندې د کنټرول لرلو لپاره کارول کېږي. په کورنۍ ناوړه ګټه اخیستنه کې کیدای شي فزیکي، جنسي، احساساتي، مالي، یا رواني ناوړه ګټه اخیستنه یا ګواښونه شامل وي.
- اجباري واده هغه واده ته ویل کیږي چې په هغه کې د جبر، درغلۍ یا ګواښ یو یا تر یو زیات عنصر شامل وي او د یوه یا دواړو کسانو له رضایت پرته ترسره کیږي. رضایت پدې معنی دی چې تاسو د خپلې ټاکل شوې میرمنې سره د واده کولو او د واده وخت سره خپله بشپړه، ازاده او باخبره موافقه کړې ده. اجباري واده ممکن هغه وخت رامنځ ته شي کله چې د کورنۍ غړي یا نور خلک له فزیکي یا احساساتي ناوړه ګټه اخیستنې، ګواښونو یا فریب څخه کار واخلي چې تاسو مجبور کړي چې ستاسو له رضایت پرته واده وکړئ. د اجباري ودونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د اجباري واده ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
- په انساني قاچاق کې د سوداګریز جنسي عمل یا جبري کار کولو لپاره د یو چا څخه ناوړه ګټه پورته کول شامل دي. په عمومي توګه، باید په دې استثمار کې زور، درغلي، یا جبر شامل وي چې د انسان قاچاق وګڼل شي. په هرصورت، که چیرې یو څوک د 18 کلونو څخه کم عمره شخص سوداګریز جنسي عمل ترسره کولو ته وهڅوي، دا د انسان قاچاق ګڼل کیږي حتی که چیرې هیڅ زور، درغلۍ یا جبر په کې موجود نه وي.
که چېرته تاسو اجباري ودونه، کورنی تاوتریخوالی، انساني قاچاق، یا نوره ناوړه ګټه اخیستنه تجربه کړې وي، مهرباني وکړئ له لاندې سرچینو سره اړیکه ونیسئ ترڅو په خپله ژبه کې وړیا مرسته ترلاسه کړئ:
- د کورني تاوتریخوالی ملي هاټلاین: 800-799-7233, 800-787-3224 (TTY), www.ndvh.org
- د جنسي تیري، ناوړه ګټې اخیستنې او زور زیاتي ملي شبکه (RAINN): 800-656-4673، www.rainn.org
- د ورکو شوو او استثمار شوو ماشومانو ملي مرکز: 800-843-5678 www.missingkids.com
- د جرم د قربانیانو ملي مرکز: 800-394-2255, 800-211-7996 (TTY)، www.ncvc.org
- د انساني قاچاق ملي هاټلاین: 888-373-7888 ، متن: 233733
د افغان ښاروندانو لپاره د کډوالۍ د طبي معایناتو شرایط
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
متحده ایالتونو ته د عملیاتو متحدینو ښه راغلاست (OAW) لاندې پارول شوي او تاسو متحده ایالتونو ته له رسیدو وروسته په دولتي تاسیساتو کې د خپل پارول د شرط په توګه طبي اړتیاوې بشپړې کړې وي، چې په I-693 فورمه، د طبي معاینې او واکسین کولو ریکارډ راپور، یا SF-600، د طبي پاملرنې تاریخي ریکارډ کې مستندې شوي وي |
که ستاسو طبي معاینات په I-693 فورمه کې مستند شوي وي، مهرباني وکړئ اصلي فورمه I-693 وساتئ چې ملکي جراح یې تاسو ته د راتلونکي کارونې لپاره په مهر شوې لفافه کې درکوي. د I-693 فورمه د 2 کلونو لپاره خپل څرګند ارزښت ساتي وروسته له هغه چې ملکي جراح د I-693 فورمه لاسلیک کړي. • که ستاسو طبي معاینات په SF-600 کې مستند شوي وي، مهرباني وکړئ هغه SF-600 وساتئ چې تاسو ترلاسه کړی، ځکه چې تاسوکولایشئ دا سند هغه ملکي جراح ته وسپارئ چې ستاسو فورمه I-693 ډکوي، که د تطبیق وړ وي. |
متحده ایالتونو ته د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست (OAW) لاندې پارول شوي یاست، او متحده ایالتونو ته له رسیدو دمخه یا متحده ایالتونو ته له رسیدو وروسته د حکومت لخوا پرمخ وړل شوو تاسیساتو کې مو د خپل پارول د شرط په توګه طبي اړتیاوې پوره کړي نه وي. |
تاسو باید اړین واکسینونه او د نري رنځ (TB) معاینات ترسره کړئ چې ستاسو د پارول شرایطو کې لیست شوي دي. که تاسو د دې خدمتونو د وړاندې کوونکو په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC) د روغتیا څانګې لارښود ویب پاڼې وګورئ.
وروسته له دې چې تاسو دا شرایط پوره کړئ، تاسو باید د افغان پارولي واکسیناسیون حالت ویب پاڼې ته خپل تصدیق داخل کړئ. |
متحده ایالتونو ته د عملیاتو متحدینو ته د ښه راغلاست (OAW>) پروګرام لاندې پارول شوي یاست، او تاسو متحده ایالتونو ته له رسیدو دمخه مو د کډوالۍ طبي معاینه بشپړه کړې ده. |
|
متحده ایالتونو ته د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د CBP مُهر سره داخل شوي یاست چې تاسو د CQ1، CQ2، یا CQ3 د داخلې ټولګي (COA) په توګه مني. |
تاسو باید د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه له داخلیدو سره سم په 30 ورځو کې دننه د کډوالۍ طبي معاینه (په I-693 فورمه کې مستند شوې) بشپړه کړئ. د USCIS لخوا ټاکل شوی ملکي جراح باید دا معاینه ترسره کړي. تاسو ته د نږدې ملکي جراح د موندلو لپاره، زموږ د ډاکټر موندلو ویب پاڼه وګورئ. که تاسو باور لرئ چې تاسو له مخکې د مهاجرت طبي معاینه د متحده ایالتونو څخه بهر د مجوز ډاکټر له خوا لکه څنګه چې په مناسبو DS فورمو کې مستند شوي وي، یا په متحده ایالتونو کې په حکومتي تاسیساتو کې لکه څنګه چې په I-693 فورمه کې مستند شوي وي، بشپړه کړې ده، تاسو باید د خپل مهاجرت طبي معایناتو ثبوت وسپارئ. د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمېره له دوشنبې تر جمعې، د سهار له 8 بجو د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Eastern پر وخت، زنګ ووهئ، چې د خپل استوګنځای اړوند حوزوي صلاحیت لرونکي سیمه ییز ساحوي دفتر کې د شخصي لیدنې غوښتنه وکړئ. |
ستاسو خپله د مهاجرت طبي معاینه له متحده ایالتونو څخه بهر بشپړه کړې وي، متحده ایالتونو ته د قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه داخل شوي یاست، او ممکن دمخه خپل ګرین کارت ولرئ | تاسو لا دمخه د قانوني دایمي اوسیدونکي حالت ترلاسه کولو اړوند ټولې طبي اړتیاوې بشپړې کړې دي. تاسو باید د CDC لارښوونو سره تطابق ته دوام ورکړئ او د روغتیا وزارت له لارې د اړتیا وړ درملنې تعقیب کړئ، که چېرته یې تاسو ته لارښوونه شوې وي. |
ه تاسو یو افغان پارولي یاست چې له رارسیدو سره سم مو د CBP څخه د افغان پارولي د معلوماتو پاڼه یا د متحده ایالتونو د سفارت د کونسلګرۍ مامور څخه د پارول شرایطو په اړه خبرتیا ترلاسه کړې وي، ستاسو پارول د ځینو طبي شرایطو تابع دی. که تاسو متحده ایالتونو ته د سفر دمخه طبي شرایط نه وې بشپړ کړي یا مو متحده ایالتونو ته له رسیدلو وروسته د متحده ایالتونو په یو دولتي استقبالیه مرکز یا خوندي ځای کې طبي معاینه نه وه بشپړه کړې، تاسو باید اړین معاینات او واکسینونه په بل ځای کې ترلاسه کړئ. د CDC د روغتیا وزارت لارښود ویب پاڼې په لست کې ملي، محلي او سیمه ییز روغتیا ریاستونه موجود دي، چې تاسو ته نږدې د واکسین کولو ځای موندلو په اړه اضافي معلومات وړاندې کوي.
کله چې تاسو اړین معاینات او واکسینونه ترلاسه کړئ، تاسو باید د افغان پارولي واکسیناسیون حالت ویب پاڼې کې تصدیق بشپړ کړئ. هر پارولي باید په انفرادي ډول یاد تصدیق بشپړ کړي.
که تاسو یو افغان یاست چې متحده ایالتونو ته کډه شوي یاست، د خپلو ځانګړو طبي اړتیاوو په اړه د زده کړې لپاره پورته جدول وګورئ.
- د (PDF, 211.48 KB)افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - انګلیسي (PDF, 211.48 KB) (PDF, 124.64 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - دري (PDF, 210.09 KB) (PDF, 282 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - پښتو (PDF, 200 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - د مهاجرت د ځانګړې ویزې ضمیمه - انګلیسي (PDF, 130.29 KB) (PDF, 63.83 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - د مهاجرت د ځانګړې ویزې ضمیمه - دري (PDF، 132.56 KB) (PDF, 132.56 KB) (PDF, 185.84 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - د مهاجرت د ځانګړې ویزې ضمیمه - پښتو (PDF, 149.34 KB) (PDF, 208.59 KB)
- په خوندي ځای کې د افغان ځانګړو مهاجرینو لپاره د معلوماتو پاڼه – انګلیسي (PDF, 171.31 KB)
- په خوندي ځای کې د افغان ځانګړو مهاجرینو لپاره د معلوماتو پاڼه - دري (PDF، 291.91 KB) (PDF, 291.91 KB) (PDF, 170.41 KB)
- په خوندي ځای کې د افغان ځانګړو مهاجرینو لپاره د معلوماتو پاڼه – پښتو (PDF, 196.02 KB) (PDF, 192.43 KB)
که چېرې په امريکا متحده ايالتونو کې د مشروط اقامت (parolee) لرونکی افغان تبعه ياست، پام مو وي چې ښايي ځينې کسان درڅخه شخصي معلومات وغواړي. زمونږ د « افغان اتباعو لهپاره معلومات» انټرنيټي پاڼه کې د هغو چارو په باره کې معلومات شته چې د يو مشروط اقامت (parolee) لرونکي کس په توګه يې بايد ترسره کړئ. کله چې يو برښناليک پرانېزئ او ګورئ، نو تل بايد لاندې ټکي په ياد ولرئ:
- د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) عموماً د کډوالۍ ځانګړې ویزو، د کډوالۍ ويزو، غيرکډوالۍ ويزو او د کډوالۍ د نورو آسانتياوو برخه کې ستاسو د معلوماتو لهپاره کوم برښناليک نه در استوئ.
- د متحده ايالتونو دولت د برښناليک پته عموماً په (.gov) سره پای ته رسېږي.
- که چېرې د نه خونديتوب له امله مو خپله فزيکي پته نه وي درج کړې، په دغه حالت کې ښايي د امريکا متحده ايالتونو د کډوالو او اتباعو د خدماتو دفتر انټرنيټي پاڼې uscis.gov څخه برښناليکونه ترلاسه کړئ. په مهربانۍ سره د لېږدونکي کس معلومات چک او وپلټئ چې دغه برښناليک په(.gov) سره پای موموي کنه.
- د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) هيڅکله هم له تاسو نه غواړي چې يو کس ته پيسې واستوئ او يا مو لګښتونو له بل آدرس څخه ورکړئ. له هغه حساب پرته مو چې د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر انټرنيټي پاڼه myUSCIS کې يې لرئ، د ټيلفون او يا بریښنالیک له لارې د لګښتونو ورکړو په اړه د معمولي جعلکاريو دغه انټرنيټي پاڼه مطالعه کړئ.
- USCIS ته د بشردوستانه پارول د غوښتنې په اړه د افغانانو لپاره معلومات
- د هغه افغان لپاره ګرین کارت چې د متحده ایالتونو د حکومت لخوا یا یې په استازیتوب استخدام شوی
- د کډوالو په اړه معلومات
- د پناه غوښتنې معلومات
- د DHS د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست
- د HHS افغان مرستندویه سرچینې
- حقیقي پیژندنه اړوند مکررې پوښتل شوي پوښتنې