د افغان کاري ځواک یا کارګرانو ملاتړ لپاره لڼډ لارښود.
د افغان کاري ځواک د ملاتړ لپاره یو لنډ لارښود | USCIS (PDF, 139.61 KB)
د متحده ایالاتو د کورنی امنیت وزارت (DHS) د ۲۰۲۳ کال د جون میاشتې په ۸مه نېټه دوه پروسې اعلان کړې چې له مخې یې ځانګړي افغان وګړي کولي شي خپل پېرول او د کار جواز د ۲ دوه کلونو لپاره وساتي:
لومړۍ پروسه:
ځانګړي افغان اتباع کولي شي چی د ۲ کلونو لپاره د پېرول نوي دورې لپاره، د پېرول د تمدید او د کار جواز لپاره د یوې نوې ساده او وړیا غوښتنلیک پروسې له لارې غوښتنه وکړي. هغوی کولای شي په آنلاین یا کتبي بڼه د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک، د پېرول اسناد، او د تګ او راتګ ریکارډونه چې د uscis.gov/i-131 وېبپاڼه کې موندلې شي، د USCIS ادارې ته وړاندې کړي.
۲مه پروسه:
هغه افغان پېرولیان چې لاندې غوښتنې یې د USCIS ادارې پریکړې ته په تمه دي، به په انفرادي ډول د دوی د لومړنۍ پارول او د کار جواز د دوه کلونو پورې تمدید لپاره په نظر کې ونیول شي، پرته له دې چې دوې د بیا پارول غوښتنې لپاره د I-131 فورمه وړاندې کړي.
- د I-485 فورمه، دایمي اقامه ثبتول یا د حالت د سمون غوښتنلیک (uscis.gov/i-485)
- د I-589 فورمه، د پناه غوښتنې او له متحده ایالاتو څخه د اخراج د مخنیوي غوښتنلیک (uscis.gov/i-589)
یادوونه: ګومارونکي اړ دي چې خپل کارکونکو ته اجازه ورکړي تر څو د I-9 فورمې مطابق د منلو وړ اسناد او د لاندني چوکات د لارښوونو له مخې خپل د خوښې سند وړاندې کړي. یو کارکونکې کولۍ شي د سندونو د تصدیق په لومړني او دوهم پړاو کې د منل شوي سندونو له جملې څخه د خپلې خوښې سند وړاندې کړي.
ګومارونکو لپاره اړین معلومات
که چیرې د یوه افغان پېرول لرونکي د پېرول موده نه وي ختمه شوې او متحده ایالاتو ته د PAR او یا OAR په کټګوريو کې منل شوی وي، دوی د خپل پېرول په اساس د کار کولو مستحق دي او کولی شي کار وکړي. د هغو کسانو چې په I-94 یا د متحده ایالاتو ته د تګ او راتګ د سوابقو په فورمه کې د PAR کتګوري ذکر شوې وي، د هغوی د تابعیت هېواد باید افغانستان لیکل شوی وي. کله چې د یو مستحق افغان وګړی پېرول، د پېرول د نوي او ساده غوښتنلیک د پروسې له لارې ومنل شي یا د هغوی د لومړني پېرول موده وغزول شي، دوی کولۍ شي چې د خپل پېرول له منل کیدو سره سمدستي ژر تر ژره کار پیل کړي یا خپل کار ته دوام ورکړي.
له لاندې جدول وګورئ ترڅو د هغو منلو وړ اسنادو په اړه پوه شئ چې افغان کارکوونکي یې د I-9 فورمې، د کاري وړتیا تایید اسناد لپاره د خپل هویت او کاري اجازه د تصدیق لپاره وړاندې کولی شي.
زما د کارګر لومړنۍ پېرول غزول شوی (۲ پروسه) | زما د کارکونکي بیا پېرول، د ساده او وړیا پروسې له لارې منل شوې (۱ پروسه) |
---|---|
هغه افغان پېرول لرونکي چې په EAD کې یې د C11 کتګوري ذکر وي او لومړنۍ پېرول او د کار جواز یې تمدید شوي وي، د I-9 فورمې ډکولو لپاره کولی شي چې د C11 EAD ختم شوی سند او د I-797C فورمه یا د اقدام خبرتیا سره یوځای د A لیست منل شوي اسنادو په حیث د خپل هویت او د کار اجازی د تصدیق د سند په توګه وړاندې کړي. د I-797C فورمه یا د اقدام خبرتیا د هغوی د ختم شوي C11 EAD اعتبار غزوي که چیرې هغوی سره موجود وي. د USCIS اداره به په اوتوماتیکه توګه هغوی ته بل EAD نه لېږي، ځکه چې د کار کولو اجازی ثبوت لپاره نوي EAD درلودلو ته اړتیا نشته. که چیرې ستاسو کارکونکي غواړي نوې EAD چې د هغوی د غزول شوي پېرول نیټې سره سمون ولري ترلاسه کړي، او یا هغوی غواړي چې د یوه بیل وضعیت لکه د پناهغوښتنې غوښتنلیک یا حقوقي حالت د سمون غوښتنلیک له مخې نوې EAD ولري، دوی کولی شي خپل EAD چې د ختمېدو نوې نېته ولري د I-765 فورمې، د کار جواز غوښتنلیک په سپارلو دلته uscis.gov/i-765 ترلاسه کړي. هغه افغانان چې د پېرول نېته یې تمدید شوې ده کولی شي د I-94 نوې فورمه له دې ویبپانې https://i94.cbp.dhs.gov څخه ترلاسه کړي. د I-94 معتبره فورمه چې د PAR کتګوري پکې ذکر شوې او د تابعیت هېواد افغانستان لیکل ښودل شوی او یا د OAR کتګوري پکې لیکل شوی وي د I-9 د فورمې لپاره د هویت او د کار جواز سند د ثبوت په توګه د ګومارنې له نېټې څخه د ۹۰ ورځو لپاره د منلو وړ اسناد دي (او د بیا تصدیق په صورت کې د کار جواز سند د تاریخ تر ختمېدو مخکې د منلو وړ ده). که چیرې ستاسو کارکونکي خپل EAD نه وي ترلاسه کړی یا ورڅخه ورک شوی وي، کولی شي بل سند لدې uscis.gov/i-765 وېبپانې څخه ترلاسه کړي. | د I-94 فورمې چې تاریخ یې نه وي ختم شوی د هویت او کار اجازې د تصدیق او I-9 فورمې لپاره، د ګومارنې له نېټې څخه د ۹۰ ورځو لپاره د منلو وړ ده ( او د بیا تصدیق په صورت کې د کار جواز سند د تاریخ تر ختمېدو مخکې د منلو وړ ده). د ۹۰ ورځو له مودي څخه وروسته یا کله چې د I-94 فورمې نېته ختمېږي، هر یو چې مخکې واقع شو، دغه پېرول لرونکي باید د کار جواز سند (EAD) چې تاریخ یې ختم شوی نه وي یا غیر محدود سوشیل سیکیوریتي کارت او د B لیست د هویت د سندونو له جملې څخه یو سند لکه د دریورۍ لایسنس یا پېژندپانې سره یو ځای باید وړاندې کړي. افغان پېرولیان چې متحده ایالاتو ته د PAR او یا OAR په کټګوريو کې منل شوی دي، اړتیا نلری چې په متحده ایالاتو د کار کولو لپاره EAD ته انتظار اوباسي. په هغه I-94 فورمونو کې چې د PAR کتګوري ذکر شوې دی، په هغه فورمونو کې د تابعیت هېواد باید افغانستان لیکل شوی وي. په یاد ولرئ چې د C لیست غیر محدود سوشیل سیکیوریتی کارت کیدای شي هغو کسانو ته چې د دایمي استوګنې په اساس متحده ایالاتو ته نه وي منل شوي د لاسرسۍ وړ نه وي. |
ياددونه
که چیرې ستاسو کارکونکي په وروستیو کې نوي ځای ته کډه کړې وي حتی که په لنډمهاله توګه وي، دوی باید خپله پته د USCIS ادارې سره آپډیټ کړي. دوی د خپل آنلاین USCIS حساب my.USCIS.gov له لارې، یا پدې ویبپانه uscis.gov/ar-11 کې د AR-11 فورمې، د غیراتباعو آدرس بدلولو کارت په ډکولو سره خپل آدرس بدل کړي. هر ځل چې پېرولیان خپل آدرس بدلوي، دوی باید د پېرول له شرط سره سم د USCIS ادارې ته خبر ورکړي. هیله ده په یاد وساتي چې په پوسته خانه یا بله حوکومتي اداره کې د آدرس بدلول له USCIS ادارې سره ستاسو آدرس نه بدلوي.
ګټورې سرچینې
- د افغانانو لپاره د USCIS ادارېمعلوماتي پاڼې ته په uscis.gov/allieswelcome ویبسایټ کې مراجعه وکړئ ترڅو د هغو مهاجرتي انتخابونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې د ځینو افغانانو لپاره شتون لري. همدارنګه د ځینو افغانانو لپاره د بیا پیرول پروسې پاڼې او په uscis.gov/re-parole-process-for-certain-afghans کې په مکرر ډول پوښتل شويپوښتنو پاڼې ته مراجعه وکړئ.
- د هغو افغانانو په اړه چې د پېرول په اساس د کار مستحق ګنل شوي د لازیاتو معلوماتو لپاره uscis.gov/afghan-parolees-employment-authorized وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ.
- د I-9 فورمې لپاره د منلو وړ سندونه پدې uscis.gov/i-9-central/form-i-9-acceptable-documents وېبپاڼه کې وګورئ.
- ګومارونکي نشي کولی د یو چا تابعیت، د مهاجرت حالت، یا اصلي هیواد پر بنسټ د کارکوونکو څخهد کاري اجازې او هویت تصدیق لپاره له اړتیا زیاته اسناد وغواړي؛ هغه اسناد رد کړي چې په معقول ډول اصلي ښکاري او د کارکوونکي پورې اړه لري؛ یا ځانګړي اسناد مشخص کړي چې کارکوونکی یې باید وړاندې کړي. د عدلیې وزارت د ګومارونکو او کارکوونکو لپاره مهم معلومات په justice.gov/crt/immigrant-and-employee-rights-sectionکې وړاندې کوي.
- د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د ملکي حقونو څانګې د مهاجرینو او کارکوونکو د حقونو برخه (IER) ګټورې سرچینې برابروي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ګمارونکي د ګمارنې، ګوښه کولو، او استخدام په پروسه کې د کارکوونکو څخه د قانوني غوښتنو او نه غوښتنو په اړه پوه وي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د justice.gov/crt/immigrant-and-employee-rights-section وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
- د متحده ایالاتو د مساوي کاري فرصتونو کمیسیون د فدرالي قوانینو پلي کولو مسؤلیت لري چې د کار غوښتونکو، کارکوونکو، او پخوانیو کارکوونکو په وړاندې د تبعیض مخه ونیسي. د کار په ځای کې د تبعیض په اړه د زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د eeoc.gov/overview وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
که د دې صفحې د معلوماتو په اړه کومې پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ public.engagement@uscis.dhs.gov ته بریښنالیک واستوئ.