د افغانانو لپاره د بیا پېرول برنامې په اړه په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې
لومړۍ پوښتنه. زه اوس هم د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته انتظار یم چې زما د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کړي. ایا زه خپل د لومړنۍ پېرول مودې پای ته رسیدو دمخه د نوي ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د بیا پېرول غوښتنلیک لیږلو ته اړتیا لرم؟
ځواب. که تاسې یو افغان یاست چې د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې په ۳۱ یا وروسته، متحده ایالاتو ته د OAR یا PAR کټګورۍ (COA) له طریقه راغلي یاست، او تاسې د پناه غوښتنې یا د وضعیت د سمون غوښتنلیکونو په اړه د پرېکړې ته انتظار یاست، مونږ به د هرې قضیې پر اساس، ستاسې د لومړني پېرول یا (د مشروطه لنډمهاله استنوګنې) او د کار رسمي اجازې تمدید په پام کې ونیسو.
د قضیې پر اساس د ابتدايي پېرول تمدید د هغو افغان اتباعو لپاره دی چې:
- د OAR یا PAR کټګوریو له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي،
- خپل د I-485 فورمه، د دایمي استوګنې ثبتولو یا د وضعیت د تنظیم کولو غوښتنلیک یا د I-589 فورمه، یا د پناه غوښتنې او د اخراج څخه د مخنیوي غوښتنلیک په اړه د پرېکړې په انتظار دي، د اصلي غوښتونکي په غوښتلنلیک کې د شامل کسانو په شمول؛ او
- د لومړني پېرول د نېټې د ختمېدو څخه مخکې، د پناه غوښتنې یا د وضعیت تنظیمولو لپاره غوښتنه ورکوي.
که چیرې موږ ستاسې د لومړنۍ پېرول موده تمدید کړو:
- موږ به تاسې ته د I-797C فورمه یا رسمی خبرتیا (Notice of Action) واستوو، دا به پدې معنی وي چې موږ ستاسې د پېرول لومړنۍ دوره او که چیرې د تطبیق وړ وي ستاسې د کار جواز (EAD) تر ۲ کلونو پورې تمدید کړې. دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې تاسې د پېرول له مخې د کار کولو اجازه لرئ، او که موږ ستاسې د پېرول لومړنۍ موده تمدید کړو تاسې به وکولی شئ په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه کار کولو ته ادامه ورکړئ. تاسې کولی شئ خپل c11 د کار ختم شوی جواز (EAD) او د I-797C فورمه چې ستاسې د کار جواز (EAD) د غزیدلو ثبوت دی یو ګمارونکي ته د هویت او کار کولو د اجازی د رسمی سند په توګه د I-9 فورمې (د استخدام وړتیا د تصدیق) لپاره وړاندې کړئ.
- یادوونه: که تاسې له خپل ګمارونکي سره د کار کولو یا استخدام د وړتیا په تاییدلو کې پدې خاطر له ستونزو سره مخ یاست چې ګومارونکې ستاسې د کار ختم شوی جواز (EAD) او I-797C فورمه چې ستاسې د کار جواز (EAD) د تمدید ثبوت دی نه قبلوي، مهرباني وکړئ د عدلیې وزارت د کډوالو او کارګرانو د حقونو پاڼې ته لاړ شئ یا د دوی د کارګرانو لپاره د اړیکو شمېرې (800-255-7688) ته زنګ ووهئ.
- کله چې موږ ستاسې د پېرول لومړنۍ موده تمدیدوو، د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو د سانتې اداره (CBP) به ستاسې د I-94 فورمه، د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه تازه کړي، ترڅو ستاسې د پېرول د تمدید شوي مودې نیټه وښيي.
- که تاسې د کار نوی جواز غواړئ، یا تاسې هیڅکله د خپل ابتدايي پېرول پر بنسټ د کارجواز (EAD) نه درلود، یا ستاسې د کار جواز (EAD) ورک شوی وي، تاسې کولی شئ د c11 کټګورۍ په کارولو سره د I-765 فورمې، د کار رسمي جواز لپاره غوښتنلیک له طریقه په آنلاین یا کتبي ډول خپل غوښتنلیک وسپارئ. موږ به د پېرول تمدید د پروسې یوي برخې په توګه ستاسې د I-765 فورمې فیس معاف کړو. تاسې باید د خپل د I-797C فورمې یوه کاپي چې ستاسې د پېرول د غزېدلو ښکارندوی کوي له خپل I-765 غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ که چیرې یو غیر تبعه کس د لومړني پېرول د تمدید لپاره په پام کې ونیول شي مګر دا کس د نوي ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د بیا پېرول غوښتنه هم وکړي، د USCIS اداره به په عمومي ډول د لومړني پېرول مودې غزولو ته لومړیتوب ورکړي. که تمدید زموږ لخوا ومنل شي، نو موږ به د نوی ساده پروسې له لارې د بیا پېرول غوښتنلیک یا I-131 فورمې اداري پروسه بنده کړو.
۲مه پوښتنه. د (USCIS) اداره ماته زما د پېرول د تمدید خبر راکړ. ایا زه اړتیا لرم چې د نوي جواز کار کارت (EAD) لپاره غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه، د پېرول د تمدید لپاره، خپل د کار ختم شوی جواز (EAD) او د I-797C فورمه چې ستاسې د کار جواز (EAD) د تمدید ثبوت دی یو ګمارونکي ته د هویت او کار کولو د اجازی د رسمی سند په توګه او د I-9 (د استخدام وړتیا د تصدیق فورمه) لپاره وړاندې کړئ. که تاسې د کار نوی جواز غواړئ، یا تاسې هیڅکله د خپل ابتدايي پېرول پر بنسټ د کار جواز (EAD) نه درلود، تاسې کولی شئ د c11 کټګورۍ په کارولو سره د I-765 غوښتنلیک په آنلاین یا کتبي ډول وسپارئ. موږ به د پېرول تمدید د پروسې یوې برخې په توګه ستاسې د I-765 فورمې فیس معاف کړو. د غوښتنلیک څرنګوالي په اړه د لارښوونو لپاره دې uscis.gov/allieswelcome وېبپاڼې ته لاړشئ او د 'افغان پېرول لرونکو لپاره د کار د رسمي جواز' په برخه کې پدې اړه معلومات تر لاسه کړئ.
۳مه پوښتنه. که د USCIS اداره زما ابتدايي پېرول تمدید کړي، ایا زما ګمارونکی کولی شي له ما څخه د EAD د وړاندې کولو غوښتنه وکړي؟
ځواب. نه، ستاسې ګمارونکۍ اجازه نلري چې د I-9 فورمې لپاره د کوم ځانګړي سند غوښتنه وکړي. دا کیدای شي غیرقانوني تبعیض یا توپیري چلند وګڼل شي. ستاسې ختم شوی (c11 EAD)، ستاسې د I-797C فورمې سره یوځای ستاسې د EAD غزېدو، د هویت د ثبوت او د I-9 فورمې لپاره ستاسې د ګمارونکي ته معتبره سند دی. تاسې کولی شئ د عدلیې وزارت د کډوالو او کارکونکو د حقونو برخې پاڼې ته مراجعه وکړئ او د یو کارکونکي په توګه د خپلو حقونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او د احتمالي تبعیض یا توبيري چلند په اړه راپور ورکړئ.
۴مه پوښتنه. که زه خپل د پناه غوښتنې I-589 فورمې یا د I-485 ګرین کارډ لپاره غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په انتظار یم، ایا د USCIS اداره به په اتوماتيک ډول زما د لومړني پېرول موده تمدید کړي؟
ځواب. موږ د هرې قضیې پر اساس، د ټولو هغو افغان وګړو لپاره چې د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۳۱مې نېټې یا له هغې څخه وروسته متحده ایالاتو ته د OAR یا PAR کټګورۍ سره راغلي دي او خپل (I-589 فورمې) یا (I-485 فورمې) غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په انتظار دي، د لومړني پېرول تمدید په پام کې نیسو. تاسې اړتیا نلرئ چې د خپل غوښتنلیک په اړه موږ ته خبر راکړئ یا د خپل لومړني پېرول د غزولو لپاره غوښتنلیک ولېږئ. مونږ ټول هغه افغان پېرول لرونکي چې یاد شوي معیارونه پوره، او د پناه غوښتنې یا د وضیعت د تنظیم غوښتنلیک یې له مونږ سره وي تشخیص کړو، او دوی به زمونږ لخوا د پېرول د غزولو لپاره د هرې قضیې پر اساس په پام کې ونیول شي.
۵مه پوښتنه. ایا د USCIS اداره به د قضیې پر اساس، د ۲ کلونو لپاره زما د لومړني پېرول د احتمالي غزولو د بیاکتنې چارو د پیلېدو په اړه ماته خبر راکړي؟
ځواب. نه، خو، که چیرې ستاسې د پېرول غزول ومنل شي موږ د I-797C فورمې د لیږلو له لارې تاسې ته د لومړنۍ پېرول مودې او د کار جواز سند (EAD) د غزېدلو په هکله په انفرادي ډول خبر درکوو. زموږ موخه دا ده چې وړ کسانو ته ژر تر ژره او په موثره توګه پېرول تمدید کړو.
۶مه پوښتنه. زه باور لرم چې زه د خپلې لومړنۍ پېرول د مودې د غځولو لپاره وړ یم ځکه چې زه د پناه غوښتنې غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په تمه یم، مګر د USCIS ادارې لخوا مې د تمدید په اړه هیڅ معلومات نه ده ترلاسه کړې. زما د پېرول لومړنۍ دوره ډیر ژر ختمېږي. ایا زه اړتیا لرم چې د ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د I-131 فورمې، د سفر لپاره د سند غوښتنلیک، د پېرول اسناد او د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه په سپارلو سره د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړم؟
ځواب. که تاسې د I-589 یا I-485 فورمې لېږلي وي، موږ به تاسې د پېرول د تمدید لپاره په پام کې ونیسو او تاسې اړتیا نلرئ چې د بیا پېرول غوښتنه وکړئ. موږ د پېرول د ختمیدو نیټې څارو او د دې نیټو په پام کې نیولو سره تمدیدولو ته لومړیتوب ورکوو.
۷مه پوښتنه. د USCIS اداره به څومره ژر د I-797C فورمې لیږل پیل کړي ترڅو افغان پېرول لرونکو ته د دوی د قضیې پر اساس د ابتدايي پېرول د تمدید په اړه خبر ورکړي؟
موږ د ۲۰۲۳ په جولای میاشت کې د لومړنیو خبرتیاو لیږل په دوامداره توګه پیل کړي. موږ د هغو کسانو د لومړني پېرول غزولو د وړتیا د تثبیت لړۍ چې د I-589 فورمه او I-485 فورمې یې لیږلي دي پيله کړې ده. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، که تاسې کډه کوئ حتی که د لنډ مودې لپاره هم وي، تاسې باید خپل پوستي او فزیکي پته د USCIS ادارې سره د ۱۰ ورځو په موده کې تازه کړئ. تاسې کولی شئ د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې او یا زموږ د پتې د بدلولو وسیلې په کارولو سره uscis.gov/addresschange خپل آدرس تازه کړئ (مهرباني وکړئ په فورمه کې د USCIS سره ستاسې د پاتې غوښتنلیکونو سره تړلي د ټولو رسیدونو شمیرې شاملې کړئ). دا به موږ ته وړتیا راکړي چې ستاسې اړوند خبرتیاوې ستاسې اوسني پتې ته واستوو.
۸مه پوښتنه. ایا تاسې د قضیې پر اساس د ابتدايي پېرول د تمدید لپاره د اصلي پناه غوښتونکي غوښتنلیک پورې اړوند کسان په پام کې نیسئ؟
ځواب. هو، موږ به د اصلي پناه غوښتونکي د ماشومانو، مېرمنې یا میړه د پناه غوښتنې قضیه، لکه څنګه چې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۸مه اعلان شوې، د اصلي پناه غوښتونکي غوښتنلیک پر بنسټ فیصله کوو، او همدارنګه د دوی د پېرول د تمدید په اړه غور کوو.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، د کوچنيو ماشومانو په ګډون ټول هغه کسان، چې غواړي د ګرین کارډ لپاره غوښتنه وکړي باید خپل د I-485 فورمه جلا جلا وسپاري.
۹مه پوښتنه. ما د ځانګړي مهاجر په توګه د I-485 فورمه ډکه کړې، مګر د خپل رسید شمیره مې نه ده ترلاسه کړې. تاسې به په دې حالت کې زما د ابتدايي پېرول تمدید څنګه په پام کې ونیسئ؟
ځواب. موږ به یوازې هغه وخت د پېرول تمدید په پام کې ونیسو چې یو کس د I-589 فورمې یا I-485 فورمې غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په انتظار وي. د رسید دشمېرې د نه ترلاسه کولو لپاره ډیرې دلیلونه شتون لري، لکه:
موږ ستاسې غوښتنلیک نه دی ترلاسه کړی؛
موږ ستاسې غوښتنلیک ترلاسه کړی خو تر اوسه مو نه دی پروسس کړی؛
موږ د رسید خبرتیا درلېږلې او دا لاهم په پُسته کې ده؛ یا
موږ ستاسې غوښتنلیک رد کړی.
که تاسې آنلاین غوښتنلیک لېږلې وي، تاسې د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې کولی شئ د خپل غوښتنلیک په اړه معلومات وګورئ.
۱۰مه پوښتنه. ما د کورنۍ پر بنسټ د ګرین کارډ لپاره غوښتنلیک لېږلې دی. ایا د USCIS اداره به زما د ابتدايي پېرول د تمدید لپاره زما غوښتنه په پام کې ونیسي پداسې حال کې چې زه ستاسې لخوا خپل د ګرین کارډ غوښتنلیک بشپړولو ته په انتظار یم؟
ځواب. هو، د قضیې پر اساس، د کورني امنیت اداره (DHS) به د هغه افغان اتباعو د پېرول لومړنۍ دوره د دوه ۲ کلنو لپاره تمدید ګړي چې د ګرین کارډ غوښتنلیک لري.
۱۱مه پوښتنه. که زما مؤکل د پناه غوښتنې یا د ګرین کارډ لپاره درخواست وکړي، نو ایا زه کولی شم د G-28 فورمه ډکه کړم ترڅو د مؤکل د پېرول د تمدید د څرنګوالي په اړه معلومات او خبرتیاوې ترلاسه کړم؟
ځواب. هو، یو وکیل یا د اعتبار وړ استازی باید د هر ډول فورمې لپاره چې دوی یې په اړه معلومات غواړي د G-28 فورمه، د وکیل یا د اعتبار وړ استازی په توګه د حاضریدو خبرتیا واستوي. موږ نشو کولی چې د I-485 یا I-589 فورمې لپاره د لیږل شوي د G-28 فورمه د I-765 فورمې لپاره هم ومنو.
۱۲مه پوښتنه. که کوم بل وکیل د افغان پېرول لرونکي لپاره د پناه غوښتنې یا ګرین کارډ غوښتنلیک ډکولو کې مرسته کړې وي، او زه وغواړم ډاډ ترلاسه کړم چې دوی د پېرول موده غزیږي، ایا زه کولی شم د دوی لپاره د G-28 فورمه ډکه کړم او د دوی د پېرول د تمدید د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړم؟ په داسې حال کې چې د پناه غوښتنې یا د ګرین کارډ غوښتنلیک لپاره د دوی وکیل دغه معلومات ترلاسه کوي؟
ځواب. هو، تاسې باید د مخکیني منظور شوي I-765 فورمې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د G-28 فورمه ولېږئ، او د امکان په صورت کې، د خپل مؤکل د پېرول د تمدید په اړه معلومات ترلاسه کړي.
۱۳مه پوښتنه. زه څنګه کولی شم د خپل پېرول د تمدید د څرنګوالي په اړه معلومات او خبرتیا ترلاسه کړم؟
ځواب. لاندې جدول تشریح کوي چې څنګه خپل د قضیې په اړه پوښتنې او معلومات ترلاسه کړي که تاسې یو پېرول لرونکو افغان یاست او:
- د پېرول د تمدید اړوند د خبرتیا I-797C فورمه مو نه ده ترلاسه کړې؛
- خپل د I-589 یا I-485 فورمو په اړه پرېکړې ته په تمه یاست؛ او
- او ستاسې د پېرول لومړنۍ موده په راتلونکو ۱۴ تقویمي ورځو کې پای ته رسیږي.
که تاسې | بیا |
---|---|
خپل د USCIS حساب له لارې I-589 یا I-765 آنلاین فورمه کړې وي | تاسې کولی شئ خپل د USCIS آنلاین حساب له لارې موږ ته یو خوندي پیغام واستوئ ترڅو خپل د پېرول د تمدید په اړه معلومات ترلاسه کړئ. تاسې کولای شئ خپل د آنلاین حساب له لارې ټول ځانګړتیاو ته لکه د خبرتیاو د لیدلو وړتیا، د شواهدو غوښتنو ته ځواب ورکول او خپل د قضیی د څرنګوالي په اړه معلوماتو ته لاسرسې ولرئ. |
د USCIS ادارې ته مو کتبي فورمه او خپل د رسید شمیره چې IOE سره پیل کیږي سپارلې وي | موږ به تاسې ته د USCIS آنلاین حساب جوړولو په اړه د حساب منلو خبرتیا واستوو. دغه خبرتیا به ستاسې حساب ته د لاسرسې لپاره یو کوډ ولري چې د ۹۰ ورځو لپاره اعتبار لري او تاسې سره د حساب جوړولو په برخه کې مرسته کوي. که ستاسې د آنلاین منلو کوډ موده پای ته رسیدلی وي، تاسې کولی شئ خپل کتبي ډکه شوی فورمه د خپل USCIS آنلاین اکاونټ سره وصل کړئ. د دې پروسې په جریان کې سیسټم به تاسې ته د نوي کوډ درخواست کولو اختیار درکړي، چې موږ به یې ستاسې ثبت شوي آدرس ته د میل له طریقه واستوو. د خپل USCIS آنلاین اکاونټ له طریقه د فورمونو ډکولو په څېر، د USCIS آنلاین اکاونټ جوړول به تاسې ته اجازه درکړي چې د بریښنالیک یا پیغام له لارې د خپل قضیې په اړه په اتومات ډول خبرتیا ترلاسه کړئ، خپل د قضیې وضعیت وګورئ، د پروسس وختونه وګورئ، شواهد او اسناد واستوئ، خپل آدرس تازه کړئ، او له هرې وسیلې په څېر موږ ته خوندي پیغامونه واستوئ. |
تر اوسه مو د USCIS آنلاین اکاونټ نه دې جوړ کړې | تاسې کولی شئ د USCIS د اړیکو مرکز ته له دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۸ بجو پورې پدې شمېرو اړیکه ونیسئ 800-375-5283 (TTY 800-767-1833). کله چې تاسې د USCIS د اړیکو مرکز ته زنګ ووهئ، د "افغان" ووایاست ترڅو ستاسې اړیکه په ژوندې بڼه له مرسته کوونکي سره ونښلول شي. تاسې ممکن انتظار وکړئ چې د تلیفون له لارې له یوه استازي سره خبرې وکړئ. د USCIS د اړیکو مرکز د دري یا پښتو ژبو ژباړونکي نلرې. که ستاسې ستونزه سمدلاسه نه حل کېږي اوتاسې غواړئ چې د USCIS استازي سره خبرې وکړئ، موږ به ستاسې غوښتنه د USCIS د مهاجرت خدماتو مامور ته واستوو. موږ به ستاسې د غوښتنې د تایید په موخه تاسې ته بریښنالیک چې له تاسې سره زمونږ لخوا د تماس نیولو تخمینی وخت لیکل شوی وي درواستوو. کله چې تاسې د USCIS اړیکې مرکز ته زنګ وهئ، مهرباني وکړئ لاندې معلومات له ځان سره ولرئ:
د USCIS د اړیکو مرکز استازی ممکن تاسې څخه ستاسې د هویت تصدیق کولو لپاره اضافي بیوګرافیک یا نورو معلوماتو وړاندې کولو غوښتنه وکړي. |
که تاسې د یو پېرولي مور یا پلار یاست چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم وي:
موږ به د ۱۸ کالو څخه د کم عمر پېرول لرونکو ماشومانو په اړه معلومات شریک نه کړو مګر دا چې هغه مور او پلار یا قانوني سرپرست د USCIS د اړیکې مرکز ته زنګ وهي د ماشوم په غوښتنلیک یا د USCIS اړوند اسنادو سیسټم کې ثبت او ذکر شوي وي. د ماشوم د قضیې په اړه د بحث کولو څخه مخکې، د USCIS د تماس مرکز استازي به زموږ د اسنادو سیسټم کې د اوسني معلوماتو پربنسټ د ماشوم سره د تلیفون کونکي خپلوي یا اړیکه تایید کړي. موږ به له مور یا پلار څخه وغواړو چې د ماشوم په اړه لاندې معلومات تصدیق کړي:
- بشپړ نوم (لومړی نوم، منځنی نوم که شتون ولري، او وروستی نوم یا تخلص)؛
- د زیږون نیټه؛
- په متحده ایالاتو کې د اوسیدو اوسنۍ پته؛ او
- د I-485 فورمې یا I-589 فورمې لپاره د رسید شمیره چې له مخې یې د ماشوم د لومړنۍ پېرول د مودې تمدیدول یا غزول په پام کې نیول کیږي.
د USCIS د اړیکو مرکز استازی ممکن له مور او پلار څخه وغواړی چې د مور او پلار (او ماشوم) د هویت تصدیق کولو لپاره اضافی بیوګرافیک او نور معلومات چمتو کړي.
پوښتنه: که چیرې یو افغان د ۱۴ کالو څخه کم عمر ولري خو د بیا پېرول، پناه غوښتنې یا د شنه کارت لپاره د پروسس لاندې غوښتنلیک ونلري، نو څه باید وکړي؟
ځواب: د کورني امنیت وزارت (DHS) د دغو اشخاصو د قضیې پر اساس بیاکتنه کوي ترڅو د دوی د لومړني پېرول موده د ۲ کلونو لپاره تمدید کړي. په ځانګړې توګه، هغه کسان چې د قضیې په اساس د پېرول د تمدید لپاره وړ دي په هغو کې د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لرونکي ځینې افغان اتباع شامل دي چې په متحده ایالاتو کې په عمده توګه د OAR یا PAR کتګوریو له طریقه د متحدینو ته ښه راغلاست عملیاتو (OAW) برنامې لاندې پېرول شوي دي مګر د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر ۲۶مې پورې لاندې فورمې نه دي سپارلي:
I-131 فورمه، د سفر اجازې لپاره غوښتنلیک، د پېرول اسناد او هیواد ته د تګ او راتګ ریکارډونه (د بیا پېرول لپاره غوښتنه کولو لپاره)؛
I-485 فورمه، دایمي استوګنې ثبتولو او یا د وضعیت د تنظیم غوښتنلیک؛ او
I-589 فورمه، د پناه غوښتنې او د اخراج څخه د مخنیوي غوښتنلیک.
دا د دوی د کم عمر له امله زیان منونکي نفوس دی او ځکه چې ډیری یې احتمال لري په متحده ایالاتو کې پرته له خپل مور او پلار یا قانوني سرپرست څخه شتون ولري. د دغو افغان اتباعو څخه ډیری یې ممکن ظرفیت، سرچینو ته لاسرسی، او د مهاجرت پیچلي سیسټم ته د لاسرسۍ عمومي وړتیا ونلري او په پایله کې، په مستقیم ډول یا د قانوني خدمتونه چمتو کونکو له طریقه د I-131 فورمه (د پېرول لپاره عریضه)، I-485 فورمه، یا I-589 فورمه ندي وړاندې کړي. که دوی خپل پېرول وضعیت خوندي نکړي، دوی به د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدماتو د وزارت د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر لخوا چمتو شوي د اساسي ګټو لپاره خپل وړتیا له لاسه ورکړي. د پېرول له لاسه ورکول پدې معنی هم کیدی شي چې دوی به ونشي کولی خپل قانوني دریځ وساتي ترڅو په راتلونکي کې قانوني دایمي استوګنې لپاره خپل وضعیت تنظیم کړي.
که موږ د یو افغان تبعې لومړنۍ پېرول موده تمدید کړو، د کورني امنیت وزارت (DHS) به د I-94 آنلاین فورمه تازه کړي ترڅو د تمدید شوي پېرول موده په سیسټم کې منعکس کړي. هغوې کولی شي د CBP په I-94 فورمې ویب پاڼې کې د دوی د پېرول د تمدید ثبوت په توګه دا تازه شوی فورمه I-94 ترلاسه او ډاونلوډ کړي. د I-94 فورمې ته د لاسرسي لپاره، دوی باید لاندې معلومات داخل کړي:
لومړی نوم او وروستی نوم؛
د زیږون نیټه؛
د سند شمیره یا A-نمبر (د A په ګډون)؛ او
اصلي هیواد
CBP په انګلیسي (PDF)، دري (PDF)، او پښتو (PDF) ژبو کې د ټولو وروستي I-94 فورمونو د لټون څرنګوالي په اړه لارښوونې چمتو کړي.
یو پېرول لرونکې افغان کولی شي په ورته وخت کې د مهاجرت څو لارې تعقیب کړي. دا پروسه د ګټو لپاره په نورو غوښتنلیکونو، په شمول د لنډمهاله خوندي حالت یا پناه غوښتنې، باندې اغیزه نه کوي. په یاد ولرئ چې ستاسې پېرول به په اوتومات ډول له منځه لاړشی که تاسې د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړ. که چیرې یو پېرول لرونکی کس وغواړي چې بل هیواد ته سفر وکړي او بیرته متحده ایالاتو ته راستون شي، دوی باید لومړی د I-131 فورمې، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک، د پېرول اسناد، او د تګ او راتګ ریکارډونو په کارولو سره د مخکینۍ پېرول غوښتنه وکړي. د بیا پېرول لپاره دمخه ثبت شوې غوښتنه به د مخکینۍ پېرول سند لپاره غوښتنه ونه ګڼل شي.
لومړې پوښتنه: زه اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو څخه بهر یم ایا زه کولی شم د دې ساده پروسې له لارې د بیا پېرول غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه، د دې ساده پروسې لاندې بیا پېرول غوښتنه کولو لپاره، تاسې باید اوس مهال په متحده ایالات کې شتون ولرئ او د OAR یا PAR په کتګورۍ حالت ولرئ. پدې اړه د نورو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره د بشری یا د پام وړ عامه ګټو پېرول غوښتنې لپاره هیله ده د uscis.gov/humanitarian/humanitarianparole وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
۲مه پوښتنه. ایا د بیا پېرول غوښتنلیک سپارلو نوې پروسه د USCIS آنلاین حساب په کارولو سره د غوښتنلیک سپارلو او یا په لیکلي ډول غوښتنلیک پروسې ته ورته ده؟ د مثال په توګه، ایا د بیا پېرول او جواز کار (EAD) غوښتنو لپاره د فیس معافیت دواړه آنلاین او کاغذي فایلونو باندې پلي کیږي؟
ځواب. هو، که تاسې په آنلاین یا کتبي توګه د بیا پېرول غوښتنه وکړئ، د ساده غوښتنلیک پروسه یو شان ده او د فیس معافیت ورباندې پلې کیږی. که چیرې د بیا پېرول لپاره د USCIS آنلاین حساب له لارې غوښتنه وکړئ، تاسې کولی شئ د غلطیو مخه ونیسئ لکه لاسلیک نکول، د فورمې د پاڼو نشتون، او نیمګړی غوښتنلیک. دا زمونږ لخوا د کتبي غوښتنلیک د نه منل کیدو یا رد کیدولو عمده دلیلونه دي.
تاسې کولی شئ د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې د برقي وسایلو (کمپیوتر، تلیفون او نور) څخه فورمه وسپارئ، اړین شواهد اپلوډ یا شریک کړئ، او خپله پته په خپل آنلاین حساب له لارې تازه کړئ. که تاسې سمدلاسه خپله فورمه بشپړه نه کړه، ستاسې معلوماتو خاکه به د ۳۰ ورځو لپاره د ناتکمیله فورمو په برخه کې خوندي وساتل شي. تاسې کولی شئ خپل د قضیې وضعیت، د قضیې تاریخ، او ستاسې د قضیې ملاتړ لپاره اسناد شریک کړئ، او همدارنګه زموږ لخوا استول شوې خبرتیاوې لکه د بایومیټریک مهالویش، د رسید خبرتیاوې او د ثبوت یا سند په اړه غوښتنې خپل آنلاین حساب له لارې کتلی شئ. موږ په پښتو او دري ژبو سرچینې لرو چې د آنلاین حساب جوړولو په برخه کې له تاسې سره ګام په ګام لارښوونه کوي.
۳مه پوښتنه. آیا د افغان پېرول لرونکو لپاره د بیا پېرول غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت پروسې لپاره د پای کوم نېټه شتون لري؟
ځواب. هو، هغه افغان وګړي چې د کډوالۍ وضعیت یې نه دی تایید شوی باید د خپل لومړنی پېرول دورې له پای ته رسیدو څخه مخکې او د ۲۰۲۳ کال د جون مياشتې له ۸مې نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړی. که ستاسې د پېرول موده پای ته ورسیږی، نو تاسې به د پېرول پراساس د استوګنې قانوني جواز له لاسه ورکړئ مګر داچې تاسې د پناه غوښتنې، قانونی دایمی استوګنې (LPR) یا لنډمهال لپاره د خوندیتوب حالت (TPS) لپاره ومنل شئ. او یا تاسې د قانوني استوګنې د مودې په جریان کې د خپل پناه غوښتنې غوښتنلیک په اړه پریکړې ته انتظار کوئ. که چیرې ستاسې بیا پېرول غوښتنلیک تصویب شی، تاسې کولی شئ د کډوالو د بیا میشته کولو د دفتر (ORR) لخوا تمویل شوی امتیازاتو او خدماتو مستحق پاتې شئ. په یاد ولرئ، که ستاسې پېرول پای ته رسیږی او د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) درته ومنل شی، تاسې به د هغو امتیازاتو مستحق نه یاست کوم چې افغان پېرول لرونکي یې مستحق دي.
۴مه پوښتنه. که چیرې ما (یا یو بل کس زما په استازیتوب) دکورني امنیت وزارت (DHS) لخوا نوی ساده پروسې له اعلانولو څخه مخکي د I-131 فورمه د بیا پېرول غوښتنې لپاره غوښتنلیک لېږلي وي، نو زه باید څه وکړم؟
ځواب. که تاسې (یا کوم بل چا ستاسې په استازیتوب)، په ۲۰۲۳ د جون په ۸مه د دې نوی ساده پېرول پروسې پیل کولو دمخه د بیا پېرول غوښتنې لپاره I-131 فورمه سپارلې وي، مهربانی وکړئ دې HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته د "افغان بیا پېرول/Afghan re-parole" او رسید شمیره چې له IOE څخه پیل کیږی په لیکلو سره برېښنالیک واستوئ. موږ به ستاسې د پخوانۍ غوښتنلیک په نوې ساده پروسه کې شامله کړو که تاسې د ایمیل له لارې ځان راته راوپیژنئ. که ستاسې بیا پېرول منظور شی، نو تاسې باید د I-765 فورمې او خپل پېرول دغزیدو د خبرتیا د کاپی سره یوځای د نوی جواز کار کارت (EAD) لپاره په جلا توګه غوښتنه وکړئ، تاسې به د فیس ورکولو څخه معاف یاست.
همدارنګه تاسې کولی شئ د نوی اعلان شوی ساده پروسې له لارې په ورته وخت کې د بیا پېرول او د جواز کار کارت (EAD) لپاره غوښتنه وکړئ او د فیس له ورکولو څخه به معاف کړای شئ. که تاسې د اعلان شوی نوی ساده پروسې په کارولو سره بیا غوښتنه کوئ، مهربانی وکړئ دې HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته د "افغان بیا پېرول/Afghan re-parole" او رسید شمیره چې له IOE څخه پیل کیږی په لیکلو سره برېښنالیک یا ایمیل واستوئ، او په برېښنالیک کې دا خبره په ګوته کړئ چې تاسې غواړئ چې خپل پخوانۍ درخواست بیرته واخلئ.
۵مه پوښتنه. زه پدې پوهېږم چې د بیا پېرول او د کار جواز د غوښتنلیکونو فیس د ځینو افغان اتباعو لپاره معاف دی. آیا زه اړتیا لرم چې د فیس د معافیت لپاره په جلا توګه فورمه ډکه یا غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه، که چیرې تاسې یو افغان وګړې یاست او د متحده ایالاتو ته د OAR یا PAR د کتګوریو لاندې راغلي یاست. موږ به په اتومات ډول ستاسې د بیا پېرول او کار جواز کارت (EAD) غوښتنلیکونو سره تړلی ټول فیسونه حذف یا معاف کړو.
۶مه پوښتنه. ایا زه اړتیا لرم چې د پېژندنې سند په توګه خپله تذکره وړاندې کړم؟
ځواب. نه، تاسې باید لږترلږه د دولت لخوا صادر شوی د پیژندنې یو سند وسپارئ چې ستاسې د عکس، نوم، او د زیږون نیټې ښودنه وکړي لکه د کار جواز (EAD)، د موټر چلولو جواز، پاسپورټ یا تذکره. دهویت یا پېژندنې سند په توګه یوازیې د تذکرې وړاندې کول حتمي نده.
که تاسې د USCIS ادارې ته په بهرنیو ژبو لیکل شوی سند سپارئ، نو تاسې باید د انګلیسی ژبې بشپړ ژباړه چې د یوې ژباړونکی لخوا یې د ژباړلو د بشپړتیا او سموالي تصدیق خط، او همدارنګه د ژباړونکي تصدیق چې دوی د بهرنۍ ژبې څخه انګلیسی ژبې ته د ژباړې وړتیا لري، شامل کړئ.
۷مه پوښتنه. آیا غوښتونکي کولی شي د آنلاین I-131 فورمې له لارې د بیا پېرول غوښتنلیک د پروسس د ګړندي کیدلو غوښتنه وکړي؟
ځواب. هو، د پېرول د پای نیټې په پام کې نیولو سره، موږ په عموم ډول د نوی ساده پروسې له لارې د افغان پېرول لرونکو د تمدید غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو، مګر که تاسې خپل د پروسې ګړندي کولو لپاره غوښتنه کوئ، نو تاسې باید خپل د غوښتنې دلیل یا دلیلونو په هکله اضافي توضیحات وړاندې کړئ. د ګړندی غوښتنلیک څرنګوالی په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دا ویبپاڼه څرنګه د ګړندیتوب لپاره غوښتنه وکړو وګورئ.
۸مه پوښتنه. آیا حقوقي وکیل یا د اعتبار وړ استازې چې ما سره د بیا پېرول لپاره د I-131 فورمې ډکولو کې مرسته کوي، اړتیا لری چې د حقوقي وکیل یا د اعتبار وړ استازي په توګه د G-28 فورمه ډکه کړي؟
ځواب. که تاسې غواړئ د یو حقوقي وکیل یا معتبر استازی سره په مرسته غوښتنلیک ډک کړئ، حقوقي وکیل یا معتبر استازی باید ستاسې د کورنۍ هر غړي لپاره چې غوښتنلیک ډکوي د G-28 فورمه هم وسپاري. وروسته، که تاسې وغواړئ چې یو بل حقوقي وکیل یا معتبر استازی تاسې سره د پناه غوښتنې غوښتنلیک یا ګرین کارډ غوښتنلیک په اړه مرسته وکړي، هغه وکیل به هم اړتیا ولري چې د کډوالۍ غوښتنلیکونو لپاره د G-28 فورمه وسپاري. د بیلابیلو غوښتنلیکونو لپاره د G-28 فورمې سپارل ستاسې په غوښتنلیکونو باندې منفی اغیزه نلري.
۹مه پوښتنه. ما پدې وروستیو کې خبرتیا ترلاسه کړه چې د USCIS اداره زما د I-131 فورمه د غلط فیس لپاره رد کړې. ایا تاسې کولی شئ تشریح کړئ چې ولې؟
ځواب. موږ د لاک باکس لخوا د کتبی I-131 فورمونو لپاره د غوښتنو رد کیدلو په تعداد که د زیاتوالې په اړه خبر یو، که څه هم د نوی ساده پروسې پر اساس د فیس تادیه اړینه نده. مګر د فورمونو د رد یا نه منل کیدلو دلیل په فورمو کې د PAR یا OAR د راتګ کتګوریو ناسم یا اشتباه لیکل دي. که چېری په فورمه کې د PAR یا OAR کټګوری پرته بل کوم کټګورۍ لیست شوې وي، غوښتنلیک به د ناسم مهاجرت دفتر ته واستول شی یا موږ به ستاسې فایل / قضیه رد کړو. د پروسې د غلطیو، رد او ځنډ څخه مخنیوی لپاره، موږ غوښتونکی هڅوو چې د خپل د USCIS آنلاین حساب له لارې غوښتنه وکړي.
۱۰مه پوښتنه. که زما پوستي آدرس زما له فزیکي آدرس څخه توپیر ولري نو زه څنګه کولئ شم خپل پوستي او فزیکی آدرسونه لیست کړم؟
ځواب. اوس مهال د I-131 فورمه، په فورمه کې یوازې د یوې پتې یا آدرس د لیکلو اجازه ورکوی. په سمه توګه د پوستې یا میل د ترلاسه کولو د ډاډ لپاره، مهربانی وکړئ خپل پوستي آدرس د فزیکی آدرس په ځای کې ولیکئ.
په یاد ولرئ، که تاسې کډه کوئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د USCIS آنلاین حساب له لارې خپل پته تازه کړئ یا د AR-11 فورمې، د غیر اتباعو د آدرس بدلولو کارت له لارې خپل آدرس تازه کړئ. د آنلاین حساب له لارې پته نوی کولو په اړه ویډیویی لارښوونې شتون لری چې څنګه خپل د آنلاین حساب له لارې کولئ شئ خپله پته تازه کړئ او څنګه د AR-11 فورمه په آنلاین توګه شریک کړئ. تاسې باید په ۱۰ ورځو کې دننه خپل د نوی پتې یا آدرس په اړه د USCIS ادارې ته خبر ورکړئ، حتی که تاسې په لنډمهاله توګه نوی آدرس ته کډه کوئ.
که تاسې په لسو ورځو کې دننه خپل د پتې بدلون راپور نه وی ورکړی، نو تاسې باید بیا هم هرڅومره ژر چې کیدلای شي له USCIS ادارې سره خپل آدرس تازه کړئ. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د متحده ایالاتو پوستی خدمات USPS یا د متحده ایالاتو د حکومت کومې بلې اداره کې د آدرس بدلول له USCIS ادارې سره هېڅ اړیکه نلري او ستاسې آدرس له USCIS ادارې سره نه بدلوي. مهربانی وکړئ خپل معلومات دواړه USCIS او USPS سره په جلا توګه تازه کړئ.
مهم یادونه: د USCIS اداره به EADs یا د کار جواز، په I-131 فورمه کې لیکل شوی پتې او یا زموږ سره په اسنادو کې وروستي آدرس ته د پوستې له لارې واستوي.
لومړۍ پوښتنه. ایا د نوی بیا پېرول غوښتنلیک یوازې د USCIS آنلاین حساب له لارې ډکولو لپاره شتون لری؟
ځواب. نه، په کتبي توګه هم غوښتنه کولای شئ. په کتبي توګه د غوښتنلیک فایل کولو څرنګوالی په اړه د نورو معلوماتو لپاره د ځینو افغانانو لپاره د بیا پېرول پروسې پانې ته مراجعه وکړئ. موږ تاسې هڅوو چې د آنلاین حساب له لارې غوښتنلیکو واستوئ. که تاسې د بیا پېرول لپاره د USCIS آنلاین حساب له لارې غوښتنه کوئ، تاسې به وکولی شئ د غلطیو مخه ونیسئ لکه لاسلیک نکول، د فورمې د پاڼو نشتون، او نیمګړی غوښتنلیک. دا زمونږ لخوا د کتبي غوښتنلیک د نه منل کیدو یا رد کیدولو عمده دلیلونه دي. همدارنګه د نورو ګټو تر څنک زموږ لخوا استول شوې خبرتیاوې، د قضیی اړوند تازه معلومات، د قضیی تاریخچه، د رسید خبرتیاوې او دخپل کیس اړوند د ثبوت یا سند په اړه غوښتنې خپل آنلاین حساب له لارې کتلی شئ.
۲مه پوښتنه. ولې د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان باید ځانته د USCIS آنلاین حساب ولری؟
ځواب. هر غوښتونکی چې د نوی ساده پروسې له لارې غوښتنه کوی باید یو ځانګړی حساب او بریښنالیک آدرس ولري. که چیرې مور او پلار یا حقوقي سرپرست کم عمر لرونکی ماشوم په استازیتوب غوښتنلیک وړاندې کوي، نو دوی باید د ماشوم لپاره حساب جوړ کړي. د مور او پلار یا حقوقي سرپرست په نشتوالی کې، باید یو قانوني ساتونکې یا حقوقي خدماتو چمتو کوونکې ممکن د I-131 فورمې او د EAD جواز کارت لپاره غوښتنلیک کې له ماشوم سره مرسته وکړي.
۳مه پوښتنه. ایا والدین کولی شی د USCIS آنلاین یو حساب رامینځته کړي او د کورنۍ غړو لپاره یو ځای غوښتنه وکړي؟ ایا کورنۍ کولی شي د نورو پېرول پروسو په څیر د کورنۍ ټولو غړو لپاره غوښتنه وکړي لکه د اوکراین لپاره د اتحاد د پروسې په څېر؟
ځواب. د دې ساده پروسې له لارې نه. د کورنۍ هر غړی، حتی د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان باید خپل د USCIS آنلاین حساب ولري ځکه چې سیسټم ځانګړی بریښنالیک آدرس ته اړتیا لری. د اوکراین لپاره اتحاد پروسه د خپلو اړتیاو سره یوه جلا پروسه ده.
۴مه پوښتنه. ایا د ۱۴ کالو څخه کم او ۱۴ کالو څخه ډیر عمر لرونکي کسانو لپاره د I-131 فورمې په ډکولو کې څه توپیر یا فرق شته؟
ځواب. کله چې د USCIS آنلاین حساب له لارې د بیا پېرول لپاره غوښتنه کوئ، والدین یا قانوني سرپرست کولی شي د ۱۴ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لپاره لاسلیک وکړي. د ۱۴ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان هم کولی شي خپل ځان لپاره لاسلیک وکړي. که چیرې مور او پلار د خپل ماشوم لپاره معلومات ډکوي، نو مور او پلار باید د "چمتوکونکې" برخې کې معلومات ولیکي.
۵مه پوښتنه. ما خپل د ۱۴ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لپاره د USCIS آنلاین حساب له لارې بیا پېرول غوښتنه کړې. زه څنګه کولی شم د خپل ماشوم په استازیتوب آنلاین فورمه کې خپل نوم لاسلیک کړم؟
ځواب. افغان کوچنیان کولی شي د مور او پلار یا د قانونی سرپرست لاسلیک پرته په خپله خوښه د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړي. که چیرې مور او پلار د کوچنی ماشوم په استازیتوب لاسلیک وکړي، نو مور او پلار باید د خپل او ماشوم تر منځ د اړیکو لپاره د زیږون سند یا د برکټي/فرزندي اخیستلو سند وړاندې کړي. یو قانونی سرپرست ښایي د ۱۴ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم په استازیتوب او همدارنګه د دماغي پلوه یوه ناتوانه یا معذور انسان لپاره هم لاسلیک وکړي. موږ یو سند ته اړتیا لرو چې د قانونی استازی واک په ګوته کړي چې د ذهنی ناتواني لرونکي کس یا د کم عمر ماشوم استازیتوب کوی ترڅو د امتیازاتو لپاره غوښتنه وکړي. د سرپرستۍ حقوقي سندونه چې د محکمې یا با صلاحیته حکومتی حقوقي دفتر لخوا صارد شوي چیرې چې ماشوم یا د دماغي ناتواني کس هلته ژوند کوي د منلو وړ اسناد ګڼل کیږي. د نورو معلوماتو لپاره د PM Vol 1, Part B, Chapter 2 وېپپاڼه وګورئ.
۶مه پوښتنه. ایا والدین یا قانونی سرپرست اړتیا لري چې د ۱۴ کالو څخه کم عمره ماشومانو لپاره مختلف یا اضافی شواهد وړاندې کړي؟
ځواب. هر شخص باید د عمر په پام کې نیولو پرته خپل د بیا پېرول غوښتنلیک وړاندې کړي. مور او پلار یا قانونی سرپرست کولی شی د قانونی اړیکو ثبوت په چمتو کولو سره د ۱۴ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لپاره د بیا پېرول غوښتنلیک بشپړ کړي، د ماشوم په استازیتوب لاسلیک وکړي، او یو قانونی سرپرست کولی شي د یوه دماغي ناتوانه کس په استازیتوب هم لاسلیک وکړي. موږ یو سند ته اړتیا لرو چې د قانونی استازی واک په ګوته کړی چې د ذهنی ناتواني لرونکي کس یا د کم عمر ماشوم استازیتوب کوي ترڅو د امتیازاتو لپاره غوښتنه وکړي. د سرپرستۍ حقوقي سندونه چې د محکمې یا با صلاحیته حکومتی حقوقي دفتر لخوا صارد شوي چیرې چې ماشوم یا د دماغي ناتواني کس هلته ژوند کوي د منلو وړ اسناد ګڼل کیږي. د نورو معلوماتو لپاره د PM Vol 1, Part B, Chapter 2 وېپپاڼه وګورئ.
افغان کوچنیان کولای شی چې له مور او پلار یا د قانونی سرپرست له لاسلیک پرته هم په خپله د پېرول غوښتنه وکړي.
۷مه پوښتنه. آیا قانونی استازي به د خپل مؤکلینو یا مشتریانو ټولو خبرتیاو او اسنادونو ته لاسرسۍ ولري؟
ځواب. که چیرې قانونی استازی د خپل مراجعینو USCIS آنلاین حساب سره وصل وي او ورته لاسرسۍ ولري، نو دوی کولای شي چې ټولو هغو خبرتیاو ته لاسرسۍ ولري چې موږ یې د مراجعینو حساب ته لیږو. مهربانی وکړئ زموږ د آنلاین غوښتنلیک ډکولو لپاره د وکیلانو او اعتبار لرونکي استازو ویبپاڼه د لاښوونو لپاره وګورئ.
۸مه پوښتنه. آیا د USCIS آنلاین حساب په دری او پښتو ژبو کې شتون لري؟
ځواب. نه، د USCIS آنلاین حساب یوازې په انګلیسی ژبه کې شتون لري. د USCIS ادارې ټولې آنلاین او کتبي فورمې یوازې په انګلیسی ژبې کې د لاسرسۍ وړ دي. موږ په پښتو او دري ژبو یوازې ویدیویي لارښوونې چمتو کړي دي.
لومړۍ پوښتنه. وروسته له دې چې د ساده پروسې له لارې زما بیا پېرول ومنل شي، څومره ژر به خپل نوی جواز (EAD) ترلاسه کړم؟
ځواب. موږ به ژر تر ژره د ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د وړ افغان اتباعو غوښتنلیک او د EAD جواز کارت پروسس بشپړ کړو. د آنلاین غوښتنلیک سپارل د کتبي غوښتنلیک لیږلو اړتیا له مینځه وړي او د غوښتنلیک پروسې موده کموي او په لیکلي یا کتبي غوښتنو کې لیدل شوي عامې غلطیو مخه نیسي چې د غیر ضروري ځنډ لامل کیږي. وروسته له هغه چې تاسې د خپل پېرول لپاره ومنل شي، موږ په اتومات ډول ستاسې د EAD جواز کارت ستاسې په اسنادو کې لیکل شوي پتې ته د پوست له لارې لیږو.
په یاد ولرئ، که تاسې کډه کوئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د USCIS آنلاین حساب له لارې خپل پته تازه کړئ یا د AR-11 فورمې، د غیر اتباعو د آدرس بدلولو کارت له لارې خپل آدرس تازه کړئ. د آنلاین حساب له لارې پته نوی کولو په اړه ویډیویی لارښوونې شتون لری چې څنګه خپل د آنلاین حساب له لارې کولئ شئ خپله پته تازه کړئ او څنګه د AR-11 فورمه په آنلاین توګه شریک کړئ. تاسې باید په ۱۰ ورځو کې دننه خپل د نوی پتې یا آدرس په اړه د USCIS ادارې ته خبر ورکړئ، حتی که تاسې په لنډمهاله توګه نوی آدرس ته کډه کوئ.
که تاسې په لسو ورځو کې دننه خپل د پتې بدلون راپور نه وی ورکړی، نو تاسې باید بیا هم هرڅومره ژر چې کیدلای شي له USCIS ادارې سره خپل آدرس تازه کړئ. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د متحده ایالاتو پوستی خدمات USPS یا د متحده ایالاتو د حکومت کومې بلې اداره کې د آدرس بدلول له USCIS ادارې سره هېڅ اړیکه نلري او ستاسې آدرس له USCIS ادارې سره نه بدلوي. مهربانی وکړئ خپل معلومات دواړه USCIS او USPS سره په جلا توګه تازه کړئ.
مهمه یادونه: USCIS به EADs یا د کار جواز، په I-131 فورمه کې لیکل شوی پتې او یا زموږ سره په اسنادو کې وروستي آدرس ته د پوستې له لارې واستوي.
۲مه پوښتنه. ایا د USCIS د بیا پیرول غوښتنلیک او EAD د رسید خبرتیا به په اوتومات ډول د بیا پیرول غوښتنلیک او EAD نوي کول په ګوته کړي؟
ځواب. نه، کله چې تاسې د بیا پېرول لپاره غوښتنه کوئ، تاسې د نوی دورې لپاره غوښتنه کوئ، نه د لومړنۍ پېرول د دورې تمدید لپاره. که موږ ستاسې د بیا پېرول غوښتنه تصویب کړو، نو تاسې د پېرول له مخې د کار کولو وړ کس پېژندل کېږئ.
۳مه پوښتنه. که زما نوم زما د لومړنی پېرول پراساس زما د اوسنی EAD کې غلط ډول لیکل شوي وي، او ما د بیا پېرول غوښتنه کې خپل نوم نه وي اصلاح کړې، ایا دا پدې مانا ده چې زه نشم کولی بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه، د بیا پېرول غوښتنې برخې په توګه، تاسې باید د I-131 فورمه خپل نوم اصلاح کولو ورسته وسپارئ. سربیره پردې، تاسې اړتیا لرئ د حکومت لخوا درکړل شوي شواهد یا اسناد وړاندې کړئ چې ستاسې سم نوم ښکارندوی وکړي. تاسې کولې شئ خپل تذکره، یا ستاسې د پاسپورت د معلوماتو پاڼه وړاندې کړئ. تاسې باید د انګلیسی نه پرته په بله ژبه کې د اسنادو انګلیسی ژباړه هم ضمیمه کړئ.
لومړۍ پوښتنه. د بیا پېرول د ساده پروسې غوښتنلیک لپاره ایا زه اړتیا لرم چې د بایومتریک معلومات لکه د ګوتو نښې یا نوی عکس وسپارم؟
ځواب. ستاسې د بیا پېرول لپاره د I-131 غوښتنلیک فورمه ترلاسه کولو او منلو وروسته، موږ به تاسې ته خبر درکړو که تاسې بایومیټریک معلوماتو د سپارلو لپاره بایومیټریک خدماتو ملاقات وخت ته اړتیا لرله. د اړتیا په صورت کې، بایومیټریک خدمات به فیس نلري، او د USCIS اداره د بایومیټریک معلوماتو د مرکز پته، نیټه او وخت به په لیږل شوی خبرتیا کې شامل وي. که تاسې د بایومیټریک معلوماتو لپاره ټاکل شوی وخت کې ګډون ونه کړئ، نو ستاسې غوښتنه ممکن ونه منل یا رد شي. که ستاسې د ځینو افغان اتباعو لپاره د متحدینو د هرکلی ماموریت په جریان کې ترلاسه شوی بایومیټریک معلومات بیا وکارول شي، نو تاسې به بایومیټریک معلوماتو او بایومیټریک لپاره د ملاقات وخت ته اړتیا ونلرئ.
لومړۍ پوښتنه. ایا زه اړتیا لرم چې د بیا پېرول لپاره د نوي غوښتنلیک پروسې لاندې د مهاجرت د طبي معایناتو او د واکسین راپور I-693 فورمه وسپارم؟
ځواب. نه، موږ د بیا پېرول لپاره د I-693 فورمې ته اړتیا نلرو.
لومړۍ پوښتنه. زه څنګه کولی شم خپل د بیا پېرول او د کار جواز (EAD) غوښتنلیکونو په اړه معلومات لاس ته راوړم؟
ځواب. که تاسې د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې I-131 فورمه سپارلې وي، نو تاسې کولی شئ د خپل آنلاین حساب له لارې د خپل فایل یا قضیې په اړه معلومات ترلاسه کړئ. موږ د آنلاین حساب له لارې ستاسې د قضیې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو څرنګوالی په اړه لنډ ویډیو چمتو کړې. تاسې کولی شئ د قضیې آنلاین وضعیت له لارې هم د کار جواز (EAD) او خپلې قضیې او غوښتنلیک په اړه خپل د رسید شمیرې په لیکلو سره معلومات ترلاسه کړئ.
لومړۍ پوښتنه. د افغان اتباعو لپاره د دې نوی غوښتنلیک پروسې له لارې د اداري لړۍ اټکل شوی موده څومره ده؟
ځواب. اوس مهال، موږ نشو کولی اټکل وکړو چې د قضیې پروسس به څومره وخت واخلي. مګر مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د بیا پېرول غوښتنلیک نوی پروسې له لارې، موږ به ژر تر ژره د مستحقو افغان وګړو د غوښتنلیکونو په اړه تصمیم نیول پیل کړو او په نوبت سره غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړو. د آنلاین حساب له لارې د غوښتنو لیږل د پروسس وخت کموی او په لیکلی غوښتنلکونو کې معمولو غلطیو مخه نیسي چې د غیر ضروري ځنډ لامل کیږی.
۲مه پوښتنه. د بیا پېرول غوښتنلیکونه څنګه پروسس کیږی؟ د بېلګې په توګه، آیا تاسې غوښتنلیکونو ته د پېرول د نېټې د ختمېدو له مخې لومړیتوب ورکوئ یا تاسې ته د غوښتنلیکنو د رسیدلو د نېټې له مخې؟
ځواب. موږ د غوښتنلیک د رسیدو له وخت پر اساس د غوښتنلیک په اړه پریکړه پیل کوو او عمومی وضعیت په پام کې نیولو سره، پشمول د غوښتونکی د پېرول د پای نیټه، مګر مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې په فورمونو کې غلطي (لکه د لاسلیک نشتوالی، په کتبي غوښتنلکونو کې د پاڼې نشتوالی) کولی شی د بیا پېرول غوښتنلیک د پروسې د ځنډیدلو لامل وګرځي.
۳مه پوښتنه. که چیرې پداسې حال کې زما د لومړني پېرول نېټه پای ته ورسیږي چې زما د بیا پېرول غوښتنلیک په اړه پرېکړه نده شوې؟ ایا تاسې به زما د بیا پېرول غوښتنلیک پروسس کولو پرمهال زما پېرول وغځوئ؟
ځواب. ستاسې د لومړنی پېرول دورې پای ته رسیدو وروسته، تاسې به د خپل استوګنې قانونی موده له لاسه ورکړئ، مګر دا چې ستاسې د کډوالۍ قانونی حالت، لکه د پناه غوښتنی حالت یا لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) ومنل شي. یا ستاسې د پناه غوښتنې غوښتنلیک، لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) یا قانونی دایمی استوګنې (ګرین کارډ) په اړه د پریکړې پراساس په قانونی استوګنې په موده کې اوسئ. موږ تاسې هڅوو چې ژر تر ژره د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړئ.
لومړۍ پوښتنه. ایا زه به د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې (CBP) لخوا نوی I-94 فارمه یا د تګ/ راتګ د سوابقو فورمه ترلاسه کړم؟
ځواب. که تاسې د ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د I-131 فورمې په لېږدولو ورسته ستاسې بیا پېرول غوښتنه زمونږ لخوا ومنل شي، نو ستاسې د I-94 تازه فورمه به د USCIS ادارې لخوا لیږل شوي خبرتیا سره ضمیمه شي. وروسته له هغې چې ستاسې بیا پېرول غوښتنه ومنل شي، تاسې کولی شئ خپل نوی I-94 فورمه د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې (CBP) د ادارې له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړئ.
۲مه پوښتنه. زه څنګه کولی شم وګورم چې زه په OAR کتګورۍ کې یم او که په PAR کې یم؟
ځواب. ستاسې د راتګ کتګورۍ ستاسې په I-94 فورمه کې شامل دی. هغه کسان چې متحده ایالاتو ته د رارسیدو په وخت کې یې د I-94 فورمه ترلاسه کړې وي باید د CBP وېبپاڼې کې د I-94 فورمه څخه لیدنه وکړي ترڅو خپل I-94 فورمه وګوري او چاپ کړي. خپل د I-94 فورمه ترلاسه کولو لپاره تاسې مکمل نوم (نوم او تخلص)، د زیږون نیټه، د سند شمیره یا A - شمیره (د A حرف په شمول) او ستاسې د تابعیت هیواد ته اړتیا لرئ. د CBP یا د سرحدونو او ګمرکونو د ساتنې اداره په پښتو (PDF) (PDF)، دری (PDF) (PDF) او انګلیسی (PDF) (PDF) ژبو کې د I-94 فورمې د ترلاسه کولو څرنګوالی په اړه لارښوونې چمتو کړي دي.
که ستاسې د I-94 فورمې کې د PAR یا OAR کټګورۍ مشخص شوې نه وي، مهربانی وکړئ لومړۍ د I-94 فورمې وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ ترڅو خپل د راتګ کټګورۍ په اړه آپډیټ وګورئ، که نه نو د CBP سرحدونو او ګمرکونو محافظت ادارې سره د OAW او I-94 په اړه پوښتنې وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسئ. د پوښتنې فورمې په سر کې د "موضوع" ډراپ-ډاون مینو شتون لري؛ "I-94 / د مسافرینو اطاعت" غوره کړئ. بیا، د "تطبیق وړ مسلې" ډراپ-ډاون مینو لپاره، "د متحدینو عملیاتو پناهځای (OAR/OAW)" غوره کړئ.
لومړۍ پوښتنه. لکه څنګه چې د کورنۍ امنیت وزارت (DHS) ویبپاڼې کې یادونه شوې د ځینې اوکرایني پېرول لرونکو د لومړنی پېرول موده تمدید شوه. ولې د متحده ایالاتو حکومت د افغان اتباعو پېرول په اتومات ډول نه غزوي؟
ځواب. په اوکراین باندې د روسیې له بې سببه یرغل وروسته، ځینې اوکراینی وګړي او د دوی د کورنۍ غړی د ۲۰۲۱ کال په جریان کې د اوکراین لپاره د یووالي برنامې له پیل کیدو دمخه د ۸ اونیو په لړ کې متحده ایالاتو ته رغلل. په هغه وخت کې، د اوکراین لپاره د یووالی پروګرام شتون نه درلود او دوی ته د یو کال پېرول ورکړل شو، پداسې حال کې چې هغه کسان چې د اوکراین لپاره د یووالي پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلل، هغوې ته دوه کالونو لپاره ېې پېرول ترلاسه کړل. د کورنۍ امنیت وزارت (DHS) د یو کال پېرول لرونکو اشخاصو پېرول موده وغځوله ترڅو د هغو کسانو په څیر ورته شي چې د اوکراین لپاره د یووالي برنامې له لارې دوه کلن پېرول ترلاسه کړي. لکه څنګه چې د کورنۍ امنیت وزارت (DHS) په ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د ځینو افغان وګړو لومړنی پېرول د دوه کلونو لپاره تمدید کړ.
۲مه پوښتنه. که چیرې زه د DT کتګوري لرم ایا د دې نوی غوښتنلیک پروسې له لارې بیا پېرول او د کار جواز کارت (EAD) لپاره غوښتنه کولی شم؟
ځواب. نه، د DT د راتګ کتګورۍ معمولا د یو کال یا لږ وخت لپاره ورکول کیږي. که تاسو یو افغان یاست چې د لاندې معیارونو څخه یو یې پوره کوئ، د پیرول په توګه متحده ایالاتو ته د ننوتلو راهیسې، CBP ممکن ستاسو د ننوتلو کټګورۍ OAR ته بدله کړې وي او ستاسو پېرول د ۲ کلونو لپاره غځول شوی وي. د خپل اوسني I-94 فورمې لیدلو او کاپي کولو لپاره، د CBP I-94 فورمې ویب پاڼه وګورئ. د CBP یا د سرحدونو او ګمرکونو د ساتنې اداره په پښتو (PDF)، دری (PDF) او انګلیسی (PDF) ژبو کې د I-94 فورمې د ترلاسه کولو څرنګوالی په اړه لارښوونې چمتو کړي دي.
مخکې لدې چې خپل د بیا پېرول غوښتنه وړاندې کړئ، تاسې باید د CBP یا د ګمرکونو او سرحدونو محافظت ادارې سره اړیکه ونیسئ اوخپل د راتلو کتګوري تازه کړئ. که تاسې خپل د I-94 فورمې کې د "OAR" یا "PAR" کټګوري نه وي لیکل شوي او تاسې:
- یو افغان وګړې یاست چې د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د پېرول لرونکي په توګه امریکا ته راغلې یاست؛
- د هغه کس میرمن یا ماشوم یاست څوک چې ۲۰۲۱ کال د جولای ۳۱، څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر میاشتې ۳۰مې ترمینځ د پېرول لرونکی په توګه متحده ایالاتو ته راغلې یاست، او تاسې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۳۰مې، وروسته د پېرول لرونکی په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست؛ یا
- د هغه چا پلار، مور یا قانونی سرپرست یاست چې د ۲۰۲۱ کال د جولای ۳۱، څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر میاشتې ۳۰ ترمینځ د پېرول لرونکی په توګه متحده ایالاتو ته راغلې یاست او د بې سرپرسته ماشوم په توګه پیژندل شوې یاست.
د CBP سره د اړیکې لپاره، د OAW او I-94 پوښتنو ویب پاڼې ته لاړ شئ. د پوښتنې فورمې په سر کې د "موضوع" ډراپ-ډاون مینو شتون لري؛ "I-94 / د مسافرینو اطاعت" غوره کړئ. بیا، د "تطبیق وړ مسلې" ډراپ-ډاون مینو لپاره، "د متحدینو عملیاتو پناهځای (OAR/OAW)" غوره کړئ.
لومړۍ پوښتنه. ایا افغانان د بیا پېرول او پېرول تمدید ترلاسه کولو وروسته بیا هم د REAL ID سره سم د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو وړ دي؟
ځواب. هو، د پوښښ لاندې پېرول لرونکي چې د کورني امنیت وزارت (DHS) څخه د بیا پېرول (د نوي پیل او پای نیټې سره د پېرول نوې موده) یا د ابتدايي پېرول تمدید (اصلي پیل نیټه او نوې پای نیټه) ترلاسه کوي د REAL ID سره سم موټر چلولو جواز او د پیژندنې کارتونه لپاره وړ دي.
اړین اسناد:
د بیا پیرول او ابتدایي پېرول تمدید ترلاسه کوونکي باید د I-766 فورمه، د استخدام جواز سند (EAD) د C11 کټګورۍ سره او I-797C فورمه، د عمل خبرتیا، چې د دوی د EAD تمدیدولو ثبوت دې وړاندې کړي؛
د نقلیه وسایلو ادارې (DMVs) باید ټول هغه EAD کارتونه ومني چې د کورني امنیت ریاست (DHS) لخوا تمدید شوي ځکه چې دوی اعتبار پای ته نه دي رسیدلي. اعتبار لرونکې EAD کارتونه هغه دي چې موده یې پای ته رسیدلې مګر د I-797C فورمې له لارې تمدید شوي، او هغه د EAD کارتونه دي چې لاهم د پای تیټه یی ندي پای ته رسیدلي.
د خپل د پېرول اسنادو سربیره، افغان پېرولیان کولی شي DMVs ته د کډوالۍ معتبر اسناد وړاندې کړي چې د REAL ID قانون لاندې د دوی قانوني دریځ څرګندوي، ځکه چې دوی ممکن نور پاتې غوښتنلیکونه یا تصویب شوي حالتونه یا کټګورۍ ولري.
د مهاجرت اسنادو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د نمونو عکسونو په ګډون، د SAVE برنامې په معمول ډول استعمال شوي مهاجرت اسنادو پاڼې ته لاړ شئ.
تأیید:
ګټو ته د لاسرسۍ لپاره د مهاجرینو د تصدیق منظم سیسټم (SAVE) پروګرام کولی شي د پوښښ لاندې پېرولیانو بیا پیرول او د ابتدايي پیرول تمدید تأیید کړي.
د ډیری پوښښ لاندې پېرولیانو د جواز کار کارتونه (EAD) به په اوتومات ډول نوي شي، کوم چې د SAVE پروګرام تأییدولې شي.
د پوښښ لاندې پېرولیان ممکن له یو څخه ډیر معتبر مهاجرت وضعیت یا کټګورۍ ولري، او ډیری یې د REAL ID قانون لاندې خپلواک قانوني حیثیت لري، لکه پروسس شوي کډوالۍ او لنډمهاله خوندي حالت (دواړه د پروسس لاندې او تصویب شوي).
د (SAVE) برنامې لومړی ګام په اتومات ډول د معلوماتو تاییدول دي. که چیرې یو اتوماتیک تایید بشپړ شي، د SAVE برنامه به په څو ثانیو کې یو ځواب وړاندې کړي چې د منلو سند (COA) او د کار جواز معلومات به پکې شامل وي، که د تطبیق وړ وي.
که د (SAVE) پروګرام لومړی ګام ځواب د وړتیا معلومولو لپاره د DMV لپاره کافي نه وي، DMV باید اضافي تایید پیل کړي.
د (SAVE) برنامې اضافي تایید تفصيلي او مفصل ځواب وړاندې کوي، په شمول:
د پېرول تصدیق؛
د کډوالۍ اضافي حالتونه او کټګورۍ؛ او
د بیاکتنې لاندې کډوالۍ غوښتنلیکونه.
د تایید اضافي پروسه یو غیر اتوماتیک پروسه ده او د ځواب وخت پکې توپیر لري. د دفترونو څخه غوښتنه کیږي چې د اضافي تایید پیل کولو په وخت کې د پېرول لرونکو د مهاجرت اسنادونو کاپي ضمیمه کړي.
د افغان اتباعو بیا پېرول او د ابتدايي پېرول د تمدید په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د ۸م جون ۲۰۲۳ د کورني امنیت وزارت (DHS) اطلاعیه وګورئ چې ځینې افغان اتباع ممکن تر دوو کلونو پورې د پیرول او د کار اجازه ترلاسه کړي، او د USCIS "د ځینو افغانانو لپاره د بیا پیرول پروسې" ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
لومړۍ پوښتنه. که تاسې زما د بیا پېرول غوښتنه منظور کړئ، زه به لاهم وکولی شم د مهاجرو د بیامیشته کولو دفتر (ORR) لکه نغدې او طبي مرستې ترلاسه کړم ؟
ځواب. هو، د مستحقو افغانانو لپاره د (ORR) لخوا تمویل شوی خدماتو ورکړه تمدید کیږي، د هغو کسانو په شمول چې پېرول یې د پېرول د نوی پروسې له لارې چې د جون په میاشت کې پیل شوی غزول شوی، همدارنګه افغان پناهغوښتونکي، کډوال، ځانګړی کډوال او نور مستحق خلک (د نورو معلوماتو لپاره د ORR ادارې پالیسي لیک 16-01 او 22-02 (PDF) وګورئ.) په یاد ولرئ چې ځینې افغانان چې د پېرول ابتدایی موده یې پای ته رسیدلې وي او د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) کې قرار ولري د افغانانو پېرول لرونکو اړونده مرستو مستحق نه ګڼل کیږي. کیداي شي پېرول لرونکي افغانان د نورو امتیازونو مستحق هم وي.
۲مه پوښتنه. ایا افغان پېرول لرونکي کسان کولای شی چې د ORR له تمویل شویو خدمتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د ساده پروسې له لارې بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړي؟
ځواب: هو، افغان پېرول لرونکي، چې د پېرول قانوني موده یی نه وي ختمه شوي، کولی شي د ORR لخوا تمویل شوی خدماتو له طریقه د USCIS ساده پروسې پر بنسټ د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړي.
یادونه: ORR د نوی راغلو افغانانو لپاره د حقوقی مرستو پروژه (ILSAA) تمویلوی چې مستحقو افغانانو ته په متحده ایالاتو کې وړیا او بې لګښته حقوقی خدمتونه وړاندې کوي. السا/ILSAA د دایمی استوګنې لارو کې همکاری کوي لکه دپناه غوښتنې او ځانګړی کډوالۍ وضعیت ترلاسه کول، او همدارنګه د کورنۍ یوځای کیدو او د مهاجرت نور لارو په برخه کې همکاري کوي. د نورو معلوماتو لپاره، مهربانی وکړئ دا وېبپاڼه https://ilsaa.acf.hhs.gov وګورئ.
۳مه پوښتنه. ایا هغه افغانان چې د پېرول موده یې پای ته رسیږي، د ORR تمویل شویو خدمتونو لپاره مستحق ګڼل کېږي؟
ځواب. د کډوالو د بیا میشته کولو دفتر (ORR) یو نوی لارښود (PDF) خپور کړی ترڅو د افغان پېرول لرونکو لپاره د ORR خدماتو ترلاسه کولو په اړه وضاحت ورکړئ څوک چې د بیا پېرول غوښتنلیک، د پناه غوښتنې غوښتنلیک، یا د USCIS سره وضعیت تنظیم کولو په اړه پریکړې ته انتظار باسی. دا لارښوود په هغو افغانانو پورې اړه لري چې د USCIS ادارې ته د خپلو غوښتنو په اړه د پریکړې په انتظار کې د دوی لومړنۍ پېرول موده ختمېږي.